تاند- طالبان وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو کې جدي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د وټس اپ له لارې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې دوی هیله لري چې د سولې د موافقې پر اساس په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ کړي چې ټول افغانان پکې برخه ولري.

مجاهد همداراز وویل«د یوه چوکاټ پر اصولو موافقه شوې چې که عملي شي او که امریکایان صادقانه ګامونه واخلي او پر موافقې له زړه ودرېږي، بیا که خدای کول موږ هیله من یوو چې امریکایان به ووځي او د افغانستان اشغال به پای ته ورسېږي.»

د طالبانو ویندوی همداراز وویل«داسې ښکاري چې ټرمپ جدي دی.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون /پنجشنبه/د خپل هیواد د صنعتي سیکتور استازو ته په وینا کې یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په صورت کې به په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیان بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټرمپ له طالبانو سره د سولې وروستیو خبرو او د موافقې ته احتمال ته په اشاره وویل «که دا موافقه وشي نو موږ به خپل خلک کورته راستانه کړو. ګورو به چې څه کېږي خو د لومړي ځل لپاره خبرې جدي دي، نو ځکه فکر کوم چې موږ د بهرنۍ پالیسۍ پر اساس دا کار ښه ترسره کوو.»

پرون پنجشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د یوې موافقې پر چوکاټ د سلا کېدو یادونه وکړه خو په عین حال کې یې وویل چې د امریکا د وتلو په شمول لا لوی خنډونه شته.

د طالبانو ویندوی وویل چې د بهرنیو ځواکونو وتل د دوی لومړی هدف دی.«دوهم، موږ غواړو چې اسلامي نظام جوړ کړو.»

خو مجاهد دا هم وویل چې دوی به داسي نظام له بېلابېلو سیاسي خواوو سره، حتي هغوی چې اوس د ده په وینا د «اشغالګرو» تر سیورې لاندې دي، د خبرو له لارې جوړ کړي.

ده زیاته کړه، که د «کابل حکومت» د دوی په لاره کې خنډ نه شي، جګړې ته به نوره اړتیا پاتې نه شي.

ده د خپل اسلامي نظام په اړه وویل، داسې نظام به د شورا پر اساس وي، اسلامي علما به پرېکړې کوي او د خلکو استازي او عالمان به پکې برخه لري.

مجاهد ومنله چې په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو رژیم ډېرې اقتصادي، ټولنیزې او امنیتي ستونزې لرلې.

مجاهد ویلي،اوس دوی نه غواړي چې د نجونو او ښځو د تعلیم مخه ونیسي.

پرون د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او اورګانونو د منحل کولو په اړه د طالبانو د قطر د دفتر د اوسني مشر عباس ستانکزي څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

د خلکو توند عکس العمل سبب شو چې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین په دې برخه کې خپل دریځ نرم کړي. شاهین ویلي چې ملي اردو، پولیس او ملي امنیت د افغانستان دي او دوی به یوازې په دغو ادارو کې د اصلاحاتو هڅه وکړي، نه د هغو د منحل کولو.

په نوي یمه لسیزه کې د ډاکتر نجیب الله د رژیم له پرزېدو وروسته پاکستان د افغانستان ټولې امنیتي ادارې د بې تجربې او له دنیا د بې خبرو مجاهدینو په مرسته کاملاً ویجاړې کړې.

د پاکستان د هماغه وخت صدراعظم نوازشریف د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او ملي اورګانونو ویجاړتیا د ځان یوه لویه بریا بللې وه.

ډېری افغانان باور لري چې پاکستان بیا هم فکر کوي چې هغسې موقع به ترلاسه کړي او د افغانستان اوسنۍ امنیتي ادارې به، چې د لسګونو ملیارد ډالرو په لګښت جوړې شوي، د طالبانو په لاس منحل کړای شي.

د یو شمېر افغانانو په باور د شېرمحمد عباس ستانکزي څرګندونو وښوده چې پاکستان د دې ډلې په منځ کې ژورې ریښې ځغلولې دي.

4 thoughts on “طالبان وايي، ټرمپ د ځواکونو په ایستلو کې جدي دی”
  1. ښاغلی مجاهد صاحب او نورو طالیبانو ورونو السلام علیکم
    وروسته دسلام څخه زما سوال دادی، کله چه امریکایان ووتل نو بیا تاسی څه غواړی چه وشی؟

    که دا غواړی چه هر څه د سره نوی کړی، نو ایا دا کار به په اسلامی، افغانی او علمی لیحاظ ستاسی د تخصص یا ملایی د منطق سره اړخ ولګوی؟ دا معنی چه ملایان باید د دین په کارونو کی بوخت او مصروف اوسی، ځکه تاسو دینی مدرسی لوستی دی نه سیانسی او سیاسی، نو ښه به دا وی چه د حکومت او نظام په جوړولو کی کار ونلری. په دیی کار سره به الله ج ډیر آجرونه درکړی

    په اخر کی وایم خدای مو راوله هرکله راشی، ځمونږ خلک په جماعتونو کی او ماشومان مو د بغدادی سیپاری په لاس ستاسی د سبق په انتظار دی
    هم خیرات او هم صواب

    ومین الله توفیق

  2. پیرصیب ملا عباس ستانیکزي او د ده امثالهم ته د دا واضیح وي چې : تير ځل له طالبانو نه مخکې په افغانستان واکمنانو داسې ظلمونه کړي وو چې په قلم لیکل یې ګران دي، مثلا رقص مرده ، د ښځو سینو پریکول ، د هغوی جبري ولادت ، د ماشومانو او نورو انسانانو د غوښو خوړل ، جبرې زنا ، لواطت ، له هلکانو سره ودونه او …. – ستاسو ملګرو مجاهدینوداسې د قدرت جزیرې جوړې کړې وې چې په یو کابل ښار کې د حزب اسلامي ، جمعیت اسلامی ، شورای نظار ، وحشت اسلامي ، حرکت محسنی ، جنبش ملی واسلامی دوستم هریوه ځانته وړې پاچایانې جوړې کړې وي او بې له ویزې د یو بل له حدودو تېرېدل ډېر سخت وو.
    بنا د کابل ښاریانو او د هېواد نورو ولایتونو تاسو ته د وطن دنجات پرښتو خطاب وکړ او په ډېر قدر اوعزت سره یې ستاسو استقبال وکړ. مګر ستاسو پای قدم له لومړۍ ورځې شوم وو . د ګران افغانستان رښتینی ولسمشر او د هغه ورور مو د پنجابیانو په امر او هدایت شهیدان کړل . خپل زړور قوماندان ملا بورجان مو له شا وویشت .
    د امر بالمعروف د ادارې له خوا مو بېګناه انسانان بندیان کړل او له ملګرو ملتونو مو د هغوي د اعاشې او اباطې لپاره دالر واخیستل او خپل جیبونه مو ډک کړل. په ولسونو موداسې حال راوست چې پخواني کفن کشانو ته خلک احتیاج شول ، او ستاسو د نا بللو مېلمانو « اسامه او نورو عربانو ، پنجابیانو ، لشکر طیبه او … » له لاسه غربیانو ته زمونږ په هېواد د تعرض زمینه مو برابره کړه چې د ملي اردو ، ځواکمن پوځ نه درلودلو له امله ستاسو لښکرې په دوه درې اونیو کې له پنجاب او سند نه هم تېرې شوې.
    اما داځل خلک هوښیار شویدي. دوي د تعلیم ، پوهنتون ، د تلویزیون اونورو تخنیکي امکاناتو له برکته نړۍ ولیده او بیا به ستاسو راتګ ته هېڅکله هم ښه راغلي ونه وایی.

  3. ده د خپل اسلامي نظام په اړه وویل، داسې نظام به د شورا پر اساس وي، اسلامي علما به پرېکړې کوي او د خلکو استازي او عالمان به پکې برخه لري.

  4. نوکر نوکر وی
    ډیر نومون به ورکړی
    اسلامی نظام
    او نوری غوړی وعدی، خو دپنجاب اجنډا په اساس به دوی کار کوی
    اوس خلک پوه شوی، ستاسی په وعدو نه غولیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *