تاند- افغان طالبانو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د دې ډلې یو مهم غړی احمد الله مطیع، چې په ملا ناني مشهور دی، پاکستان خوشي کړی دی.

د ملا ناني د خوشي کېدو خبر دوې ورځې وړاندې ځینو رسنیو خپور کړ خو طالبانو په دې اړه څه نه و ویلي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې افغان طالبانو نن /دوشنبه/ تایید کړه چې پاکستان ملا نانی خوشي کړی دی.

ډیلي ټایمز وايي، ګومان کېږي چې پاکستان به ملا نانی د دې لپاره خوشي کړی وي چې طالبان د سولې په پروسه کې ګډون ته وهڅوي.

ورځپاڼه وايي چې په جنورۍ کې د طالبانو د قطر د دفتر پنځه کسیز پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه په اسلام اباد کې خبرې وکړې.

وروسته طالبانو وویل چې د دوی پلاوي د چین، قطر او د افغانستان د شاوخوا له ځینو نورو هیوادونو سره هم خبرې کړي دي.

د طالبانو په وینا ملانانی، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د عدلیې وزیر او د استخباراتو رييس و، د ۲۰۱۶ م کال په اکتوبر کې په بلوچستان ایالت کې ونیول شو.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې پاکستان نوموړی په څه خاطر ونیوه.

تر دې وړاندې پاکستان د ملا عمر د پخواني مرستیال ملابرادر په ګډون د طالبانو اکثره غړي په دې خاطر نیولي چې د افغانستان له حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښوولې وه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د تېر کال په سپټمبر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له پاکستان سره د ملا ناني په ګډون د ۵ طالبانو د تبادلې غوښتنه وکړه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې اتمر د دغو طالبانو په بدل کې پاکستان ته د مفتي خالد او څو نورو پاکستاني طالبانو د سپارلو وړاندیز کړی و.

مفتي خالد، چې په محمد خراساني مشهور دی، د پېښور پر پوځي ښوونځي په حمله کې په لاس لرلو تورن دی.

اتمر له پاکستان څخه د سلیمان اغا او ملا ثاني د ورسپارلو غوښتنه هم کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *