تاند- وسله والو طالبانو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د چهارشنبې د ماښامنۍ حملې مسوولیت په زغرده په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا به پر دغه تلویزیون د دوی وروستۍ حمله نه وي.

د طالبانو په حمله کې د طلوع تلویزیون ۶ کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. خو په دې برید کې ټولټال ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي. (تفصیل)

طالبانو ویلي چې له ډېرې مودې راهیسي یې د طلوع تلویزیون د کارکوونکو لېږدوونکی موټر څاره او دې ته یې کتل چې په یوه داسي ځای کې پرې برید وکړي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله وانوړي.

وروسته له دې چې طلوع تلویزیون په کندوز کې د طالبانو له لوري د پوهنتون په لیلیه کې پر نجونو د جنسي تجاوز خبر خپور کړ، طالبانو دې شبکې او همداراز یک تلویزیون ته د مرګونې برید خبرداری ورکړ.

په کندوز کې پر نجونو د جنسي تجاوز په اړه د طلوع تلویزیون خبر د خلکو، د پوهنتون د مسوولانو او محصلانو له لوري هم ناحقه ادعا بلل شوې وه.

طالبانو پر طلوع تلویزیون د برید د توجیه لپاره ویلي دي:« په طلوع تلويزيون دا بريد د طلوع تلويزيون له لوري له اسلام سره د سختې دښمنۍ، په اصيل افغاني فرهنګ د ملنډو وهلو او د کندوز درنو ښاريانو ته د تحقير او سپکاوي او د اسلامي امارت په سپيڅلو مجاهدينو د دروغجنو تورونو د لګولو په انتقام کې ترسره شو .»

طالبانو دغه راز ویلي« اسلامي امارت هغه رسنيو ته چې خپرونې يې د اسلام او افغانستان په ضد نه وي ډاډ ورکوي چې ملاتړ يې کوي….»

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د تاند په شمول ګڼو نورو رسنیو ته چې د دوی له لوري د جنایتونو په اړه یې راپورونه خپاره کړي، د ایمیلونو له لارې د «مرګ» خبرداري ورکړي دي او له هغوی یې د داسي مطالبو د نه خپرولو غوښتنه کړې چې د طالبانو خلاف وي.

7 thoughts on “طالبان وايي، پر طلوع تلویزیون به نورې حملې هم وکړي”
  1. تالبانو : تاسي د كندز دخلكو ننكه مه کوی بلکه دخپل ناموس د پاكستانيانو د اسارت نه وباسي – ددي نه نور غت شرم نشته تالبانوته چه ددوی عزت ابرو او ناموس دپاکستان تر پخوه لاندی ده .تالبانو مرگ دی پر تاسی احمقا نو باندی وی .دافغانستان تول مسلمان مالت د تاسو نه نفرت او کرکه لری ——(کریم الله کندز ی

  2. كريم ته خپــــل ناموس او په موجوده وقت کښي له امریکایانو وژغوره ته که پخپل عزت نه يۍ بند خو مونږ ته اسلامي آآفغانی ړستور اوعنعنات ډیر محترم او ساتنه يي زمونږ فرض عین ده

  3. طالبان د کومه شول ای اس ای دی چه د افغانستان پر مخ تګ نشی زغملی ، مشر ملا صاحب دوه کاله مخکی مړ ؤ دوی تری خبر هم نه او قوماندی دوی په پټو سترګو عملی کولی که په طالبانو کی غیرت وه د خپل مشر انتقام به یی د پنجابیان اخیستی وای ، دوی بی ګناه افغانانو ته تکړه دی او خبری هم د غیرت کوی د طالیانو قیمت خو پاکستان دوه زره ډالر تغین کړی وه دوی ته د غوایی په سترګه هم نه ګوری ، ملا عبدالسلام ضغیف یی لوڅ امریکایانو ته ډالی نه کړ دوی اوس هم په کوټه کی دپنجابیانو ډوډی ته ناست دی خدای د دا مړه سترګی تبا او برباد کړی لکه تبا چه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *