تاند- په داسې حال کې چې د قطر د خبرواترو د روان پړاو ۱۳ ورځې پوره کېږي، طالبان وايي، دوی له امریکایانو سره یوازې پر دوو مسلو خبرې کوي.

دې ډلې نن /جمعه/ رد کړه چې ګنې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره پر پخلاینې هم ږغېږي.

د طالبانو دا ادعا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څرګندونو خلاف سره په ټکر کې ده چې ویلي یې و دواړه خواوې په قطر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش، له افغانستان څخه د نورو هیوادونو پر ضد د تروریستي حملو د نه کېدو د ضمانت، اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د پخلاینې په شمول پر څلورو موضوعاتو خبرې کوي.

د طالبانو یو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی یوازې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد د تروریستي حملو د کار نه اخیستل کېدو په اړه خبرې کوي.

مجاهد دغه راز ویلي چې د افغانستان قضیه کورني او بهرني اړخونه لري خو اوس د خبرو تمرکز د دې قضې پر بهرني اړخ دی.

ده وویل چې تراوسه پورې د قضیې پر کورني اړخ خبرې نه دي شوي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې نن /جمعه/ دواړو خواوو خبرې وځنډولې او د یوې ورځې لپاره یې دمه وکړه خو سبا به بیا خبرې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *