تاند- وسله والو طالبانو نن، چې د نوي میلادي کال لومړۍ ورځ ده، خپل مقابل لوري ته د اړولو تلفاتو شمېره خپره کړه.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي د طالبانو له لوري د افغانستان د امنیتي ځواکونو د قومندانانو د نومونو یو اوږد لیست خپور کړی او ادعا یې کړې چې دا کسان یې په تېرو شپږو میاشتو کې وژلي دي.

قاري یوسف احمدي وايي چې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د حکومت ۲۴۲ قومندانان وژل شوي دي.

طالبانو دا لیست وروسته له دې خپور کړ چې د افغانستان حکومت د بګرام له زندانه د سلګونو طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

 طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي:« ځیني هغه بې ضمیره او وطن فروش او ډالر خواره افغانان چي د دنیوی او مادي امتیازاتو دلاس ته را وړلو په موخه یې هرڅه په روڼو سترګو وپلورل او د پردیو په امر یې د خپل ولس ویني تویې کړلې د ولس بچیان یې شهیدان کړل او زندانونو ته یې ورواچول او هغه څه یې ورسره وکړل چي ژبه یې له ویلو او قلم یې له لیکلو شرمیږي  دا دۍ اوس چی امریکا او متحدینو یې د تیښتې شعار خپل کړی….»

له افغانستان سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د امریکا له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له پوره کېدو سره په یو وخت د طالبانو ویندوی ټینګار کړی چې دا ډله به د افغانستان د حکومت تر بشپړه سقوطه پوري له جګړې لاس وانخلي:« … لله الحمد ځمکني حقائق د طالبانو د بریابربنډه شاهدی وایي او د هیواد لویشت لویشت  یې په وینو ورنګیدله او د دې خاورې پردین مین شازلمي نور هم د مجاهدینو په صفونو کي منظم شول او هوډ یې کړ ی چي نوربه د دې ناولي نظام تر بشپړې ماتې پوري  د جهاد او مبارزې سنګر خوندي ساتي.»

په همدې حال کې د افغانستان پر حکومت هم د امریکا او هم په داخل کې د ځینو کړیو له لوري په دې نیوکې شوي چې په سلګونو طالب بندیان یې ولي خوشي کړي دي.

7 thoughts on “طالبان وايي، په شپږو میاشتو کې یې د امنیتي ځواکونو ۲۴۲ قومندانان وژلي”
  1. talib jana aw pa asal ki de ISI bachiyano!
    da 242 qumandanaan kho de khpal hiwad de difa lipara sarona nazrana kral, aw staso halokan biya pa chi zwandi wi no bayad chi bacha bazi ta zan ting kri aw chi mra kigi no biya ham de ISI lipara sar warkawi!

  2. کرزی لالا دی طالبان خوشی کوی او هغوی په پلاستیک تار باندی افغانان سرونه ورپری کوی

  3. د ای اس ای مزدور(یوسف احمدی) بیا څه اوتی بوتی لیکلی دی، زه فکر نکووم چه دغه مزدور افغان وی، ځکه افغان؟ پداسی حالت کی چه ۶۵۰ طالیبان دحکومت په زریعه دبند څخه خلاصیږی نو افغانی طالیبان دحکومت دغی فیصلی ته خوشبینه دی مګر ای اس ای دحکومت په دغه پریکړه بدبینه ده، نو ددی څخه معلومیږی چه دیوسف احمدی په نوم کس افغان نه دی بلکه دای اس ای یو ډیر خطرناکه جاسوس اودافغانانو دسولی پر ضدیو کس دی.

    زما په فکر هغه طالیب چه ریښتنی افغان وی هغه به هیځکله ونه وای چه ما ۲۴۲ افغانان وژلی دی، اوهغه حکومتی کس چه ریښتنی افغان وی هغه به هم هیڅکله ونه وای چه ما دومره افغانی طالیبان وژلی دی.

    لنډه خبره داده چه دیوسف احمدی په نوم کس افغان نه دی او دافغانی طالیبانو څخه خواست کووم چه دغه مزدور ډیر ژر دسولی او افغانی ورورولی په خاطر مردار کړی

  4. یو ځل بیا

    ګرانو طالیبانو ورونو تاسی پدی پوهیږی چه امریکایان دای اس ای او دیوسف احمدی پشان خلکو دافغانستان خاوری ته راوستل، بل داچه په بګرام او ګوانتانامو زندانونو کی چه کوم خلک بندیان دی دغه بندیان ټول دای اس ای او یوسف احمدی غوندی مزدور خلکو امریکا ته دډالرو په بدل کی وسپارل

    زه فکر نه کووم چه دبګرام او ګوانتانامو په زندانونو کی دکرزی حکومت دخیل وی، دکرزی حکومت په دی کوشش کی دی چه دملابرادر او دهغه پشان اصلی طالیبان دای اس ای دچنګه خلاص کړی، دکرزی حکومت په دي کوشش کی دی چه دبګرام او ګوانتانامو په زندانونو کی چه کوم بندیان د ای اس ای او یوسف احمدی په مشوره بندیان دی هغه خلاص کړی، دکرزی حکومت په دی کوشش کی دی چه هغه بهرنی قواوی چه دای اس ای او مزدور یوسف احمدی په مشوره وطن ته راننوتی دی هغه وباسی

    بیا هم دواقعی اواصلی طالیبانو څخه خواست کووم چه دیوسف احمدی پشان مزدوران ډیر ژر دتاریخ کندو ته ورسوی

    والسلام

  5. په رښتیا هم چی د افغانستان د وروستیو څلویښتوکلونو غمیزی اساسی عاملین همدا ملا آی اس آی او ملا یوسف لعنتی په شان د پردیو مزدوران دی. دوی غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی مه یی پریږده چی غل دی. د همدوی دا غلطه پالیسی وه چی پردیو ته یی د راتګ زمینه برابره کړه او دوی اوس په کوټه او وزیرستان کی د خپل بادار تر حفاظت او ملاتړه برخمن دی. همدا لعنتی او دهغه پروپاګنډ دی چی زمونږ ځوانان د جنګ اورته وړاندی کوی او دوی یی کبابونه په مزه مره خوری.

  6. تاسو ۲۴۲ افغان بچیان وژلي، تاسو ۲۴۲ افغان کورنۍ په ویر کینولي ، تاسو ۲۴۲ کورونه وران کړي،تاسو۲۴۲ افغان میرمنې کونډې کړي، تاسو ۲۴۲ افغان میندې بورې کړي ، تاسو حضیرې لوېې کړې او … دابه کوم ضمیر په ویاړ شمیرلي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *