تاند- طالبان وايي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایانو سره د دوی خبرې سوکه او په احتیاط پر مخ درومي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد، چې عموماً جنګي خبرونه خپروي، د قطر د خبرواترو په اړه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي «په دوحه کې د مذاکراتو بهیر په تدریج سره مخ په وړاندې ځي، دا چې موضوع ډېره حساسه ده په هغه اندازه په محتاطانه ډول پرمخ ځي….»
د طالبانو ویندوی همداراز ویلي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچیانو خبرې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو او له افغانستان څخه پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو د مخنیوي پر موضوعاتو متمرکزې دي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټویټري پیغام کې ویلي و چې د دواړو خواوې خبرې پر څلورو موضوعاتو راڅرخي.
ښاغلي خلیلزاد نور جزییات نه و څرګند کړي.
د طالبانو ویندوی ویلي چې تراوسه پورې دواړه خواوې پر کومه مسوده یا سند موافقې ته نه دي رسېدلي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دې ورهاخوا نورې خبرې اوازې او اټکلونه دي او حقیقت نه لري.
ظاهراً داسې ښکاري چې ذبیح الله مجاهد د امریکايي چارواکو په قول د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته اشاره کړې چې ویلي یې و امریکا د قطر په خبرو کې منلې چې خپل ځواکونه به په ۵ کلونو کې له افغانستانه باسي.
له بلې خوا په قطر کې د طالبانو سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او له افغانستانه د تروریستي حملو د نه کار اخیستل کېدو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
خو د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري نن ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به تر هغو هیڅ موافقه لاسلیک نه شي چې د افغانستان حکومت موافقه نه وي کړې.