تاند- وسله وال طالبان د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې د لسګونو ملکیانو د وژل کېدو خبر په کلکه ردوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد فارس ټوډې اژانس ته نن /یکشنبه/ وویل«دا خبر چورلټ دروغ دی چې په میرزااولنګ کې ملکیان وژل شوي دي.»
مجاهد تاکید کوي چې د جګړې په مهال یوازې ۲۸ پولیس وژل شوي دي.
د سرپل ولایتي چارواکو ویلي چې د میرزااولنګ پر سیمه د طالبانو او داعشیانو په همږغه برید کې شاوخوا ۶۰ ملکیان وژل شوي دي.
دوی په سیمه کې د طالبانو د ځینو پخوانیو قوماندانانو، چې اوس داعش ته اوښتي، نومونه یادوي او وايي چې ملکیان یې لومړی نیولي او بیا یې ځینې په ډزو ویشتلي، او د ځینو یې سرونه غوڅ کړي دي.
خو د طالبانو ویندوی دا ادعاوې په کلکه ردوي، او وايي چې په دې سیمه کې داعش نشته او نه کوم ملکي وګړی وژل شوی دی.
ذبیح الله مجاهد له میرزااولنګ سیمې څخه د ۲۵۰ کورنیو تېښته تاییدوي خو وايي چې طالبان دا کورنۍ د دې لپاره پرېښودې چې لاړې شي چې د امریکا د هوايي ځواک د بمبارۍ خطر و.
ده رسنیو ته بلنه ورکړه چې د سیمې له اوسېدونکو سره مرکې وکړي او حقیقت معلوم کړي.
نو دا په رسنيو کي چي انځورنه رد او بدل کیږي، دا کومي پېښي دي؟ یو ځل خو فیسبوک کي د ميرزاولینګ په اړه لټون وکړئ….
چورلټ منکرېدل د دوی عادت دئ، کومه پېښه دوی ته تاوان رسوي، هغه ردوي او کومه چي ګټه رسوي ځان ته ګڼي…
د ټالیبانو انکار دوی ته براءت نشی ورکولی، هغوی ښوونځي سوځوي، ښوونکی او زده کوونکی وژني، په لارو ، پلونو ، جوماتونو کې ماینونه ږدی او بیګناه خلک پرې وژني.
که احیانا د میرزا اولنګ په سیمه کې غیر له پښتنو نور ورونه قومونه ژوند کوی او دا سیمه له پښتنو تشه وي ، ممکن د ټالیبانو دا اعا سمه وي.
میا گله دادی بله!ا