تاند- وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ تایید کړه چې یو مهم مشر یې په ننګرهار کې وژل شوی دی.

د طالبانو په وینا مولوي محمد ولي حقاني د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د یوې حملې په ترڅ کې وژل شوی دی.

په حمله کې، چې طالبانو وايي ډېره سخته وه او څلور ساعته یې دوام وکړ، له حقاني سره د هغه ۱۰ ملګري وژل شوي دي.

مولوي محمد ولي حقاني د طالبانو د عملیاتو د څارلو لپاره کوټ ولسوالي ته تللی و.

طالبانو نه دي ویلي چې پر حقاني د چا له لوري حمله شوې وه.

کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه ده چې داعش پکې زیات فعال دی.

په وروستیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د ننګرهار په څو سیمو کې خونړۍ نښتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *