د هلمند ولایت په نوزاد کي یوه جنګي هلیکوفتر را وغورزول شوه

دهلمند ولایت دموساکلا ولسوالي نه دنوزوادولسوالۍ ته غزیدلي لاره او دنوزاد په انګورک انزرشالي او جازي سیمو ته وخارجي او دخلي قرارګاوو ته غزیدلې لارې  له ۱۹ ورځو را پدخوا دمجاهدینو له لوري دخارجي قواوو او داخلي اوباشانو پر مخ بندې ولې  چي په مکرر ډول ګډ دښمن ورباندي ډیر هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چي بیر ته به وشاته وتمبَول شول چي بالآخره یې نن  دیوه لوی قطار په بڼه ټانګونه ، شوبلې او په لسهاوو مختلف النوعه چورلکې دنوموړولارو دخلاصولو په موخه وسیمې را واوستلې چي سهار مهال جګړه ونښته تر ماپښین پوري یې دوام وکړ چي په دې خونړۍ جګړه ددوی دګڼ شمیر عسکرو دوژلو تر څنګ  دسادات کاریز په سیمه کي دوولس بجې دخارجي دښمن یوه هلیکوفتر وویشتل شوه اورانسکوره شوه چي سره له سپروخارجیانو داور په لمبو کي وسوځیدله  باید یادونه وکړو چي دروان 2014کال په لومړۍ میاشت کي دا دریمه الووتکه ده چي دمجاهدینو له لوري رانسکوریږي یوه یې دپروان ولایت دسیاګرد په غریزه سیمه کي او بله یې دهرات ولایت په شینډنډ زیر کوه کي را نسکوره شوه  چي ډیری خارجي عسکر پکي ووژل شول۰

قاري محمد یوسف احمدي
داسلامی امارت ویاند2014/1/25م ۱۴۳۵/۳/۲۴هق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *