تاند- طالبان وايي، په نویو پسرلنیو عملیاتو کې به یې تمرکز د نورو سیمو او په ځانګړي ډول د ښارونو په نیولو کې وي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد د جرمني خبري اژانس (ډي پې اې) ته وویل، طالبان به په هغو ولایتونو کې چې زیاتې سیمې په ولکه کې لري، د ښارونو او نورو سیمو د نیولو هلې ځلې وکړي.

مجاهد د هلمند، اروزګان، سرپل، فاریاب، فراه او کندوز یادونه وکړه، ویې ویل دا هغه ولایتونه دي چې طالبان پکې ډېرې برخې تر کنترول لاندې لري.

تېر کال طالبانو د کندوز ښار، لشکرګاه، میمنې، ترینکوټ او فراه ښار د نیولو هڅې وکړې او د دغو ښارونو تر لمنو ورسېدل خو بریالي نه شول چې دا ښارونه بشپړ ونیسي او ویې ساتي.

د طالبانو ویندوی وايي، د طالبانو نوې ستراتیژي دا ده چې د ګڼو وړو ډلو پر ځای، چې تیت پرک عملیات کوي، ولایتي قوماندانۍ جوړې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې سږ کال به هغه سیمې بېرته ازادې کړي چې تېر کال د دولت وسله والو مخالفانو ونیولې.

تېر کال طالبانو په هلمند، اروزګان او فاریاب کې په نسبي ډول زیاتې سیمې ونیولې.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت غواړی چې د خپلو خاصو ځواکونو شمېر، چې اوس ۱۷ زره دی، دوه برابره کړي. دا ځواکونه د طالبانو پر ضد په جګړو کې ډېر بریالی ثابت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *