تاند- وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ د کابل په ختیځ کې د تېرې شپې د موټربمي حملې مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې داسې نور بریدونه به هم وکړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د کابل ښار په ختیځ کې د ګرین ویلیج ترڅنګ په حمله کې ۱۱۳ تنه ژوبل شوي دي.

د وژل شویو کسانو شمېر لا هم ۴ تنه ښودل کېږي.

د روغتیا وزارت وايي چې ډېر کسان په خپلو کورونو کې ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي چې د کورنیو چارو د وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو په غبرګون کې به په کابل ښار کې نور بریدونه هم وکړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د وټس اپ له لارې خبریالانو ته ویلي چې د تېرې شپې په برید کې څلورو انتحاریانو ګرین ویلیج ته تر ننوتو مخکې موټربم والوزاوه.

مجاهد ادعا کړې چې په دې برید کې ګڼ شمېر بهرنیان وژل شوي دي.

خو تراوسه پورې افغان چارواکو او بهرنیانو د کوم بهرني وژل کېداو یا ټپي کېدا تایید کړې نه ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۴ تنو وژل کېدا او د ۱۱۳ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده. دا وزارت وايي چې ټول ټپیان او وژل شوي افغانان دي او د هغوی په منځ کې شاوخوا ۳۰ ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي، تراوسه د کوم بهرني د وژل کېدو یا ټپي کېدو په اړه معلومات نه لري خو څېړنې کوي.

په ګرین ویلیج کې تر وروستیو پورې د ملګروملتو یو شمېر کارکوونکي اوسېدل خو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د ملګروملتو کارکوونکي او نور بهرنیان له دې ځایه وتلي دي.

One thought on “طالبان وايي، په کابل کې به نور بریدونه هم وکړي”
  1. علما وایی چی د کبانو د ښکار د پاره د بم استعمال جایز ندی ځکه چی غټ او واړه او هر څه یی له مینځه ځی یعنی قتل عام صورت نیسی او ژوند ختموی .
    زه نپوهیږم کوم عالم او یا نارمل انسان داسی قتل عام جایز او په کوم ایمان او جرأت ویلی شی چی دا جنایت ما کړی دی؟
    دی عمل کی بی له آی-اس –آی هیڅوک هم ځان نه ملوث کوی ، دا خصوصیت د هغو بی ایمانو دی، ماشومان ،ښځی آو په مجموع کی ملکیان او هغه هم غربا چی له غریبی ستومانه راغلی د شر او فساد له داسی استقبال سره مخ کیږی چی انسانیت ورنه شرم لری خو دا لعنتی ویاند په افتخار سره وایی چی نوری دیته ورته حملی به زیاتوی او دا ثابتوی چی دا سی کسان له خالق څخه نه ویریږی او د ماشومانو،ښځو او ملکیانو په وژنه افتخار کوی ،نور وژنه او تباهی ددی موجوداتو عادت شوی،لذت وړی او بادار خوشحالوی.
    اوس خوک چی صلح نکوی نو ددی ټولو قتلونو ګناه د هغوی پر غاړه ده او وادی جب حزن ته چی دوزخ تری پناه غواړی ځان دی ورته تیار کړی او دا تیاری کامل جهالت افاده کوی ، ای کاش هغه مو کولی چی الله( ج ) ته قدر لری.
    موږ د امتیازاتو غوښتنه باید د رب العزت څخه وی نه له یهود و نصاری څځه ،چی دا خصوصیت د آی-اس-آی دی نه د طالب العلم او مؤمن علماوو.
    د خپل ورور سره نه غږیږم خو له هغه چا سره غږیږم چی دوی ته هیڅ ارزښت نلری او بله لوبه ورته ګوری ،ان شاءالله دا کبر به زوال شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *