د طالبانو له لوري د هلمند د ناوې د امنیه قوماندانۍ د حملې تصویر چې طالباني ډرون اخیستی دی

تاند- وسله وال طالبانو د هلمند په ناوې ولسوالي کې له ډرون یا بې پېلوټه الوتکې څخه د کار اخیستلو ویدیو خپره کړه.

د ډرون په وسیله په اخیستل شوې ویدیو کې د ناوې ولسوالۍ د پولیسو پر قومانداني خونړۍ انتحاري حمله ښودل کېږي.

په دې برید کې، چې دوې اوونۍ وړاندې وشوه، د ناوې امنیه قوماندان احمد سلیم او یو شمېر پولیس ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د طالبانو له لوري له ډرون څخه د کار اخیستلو په باب معلومات نه لري خو د هلمند چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ته ډرون الوتکې بهرنیو استخباراتو ورکړي او دا ډله ورڅخه په عملیاتو کې کار اخلي.

ساده ډرونونه، چې تر څو کیلومتره پوري د ریموټ کنترول په وسیله کار کوي، په بازارونو کې په ازاد ډول پلورل کېږي او د لوبو د وسیلې په توګه کارول کېږي.

د افغانستان حکومت سږ کال دا ډول ډرونونه، چې ځینو تلویزیونونو هم ورڅخه د مظاهرو او لویو غونډو د فلم اخیستلو لپاره کار اخیست، منع کړل.

په عراق کې داعش نه یوازې د عکاسۍ لپاره بلکې د حملو لپاره هم له ډرون څخه کار اخلي.

پرون /شنبه/ د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې طالبان له اتلس میاشتو راهیسي له ډرون څخه کار اخلي.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد وايي چې د ډرون تکنالوژي د دوی په عملیاتو کې حیاتي رول لري.

2 thoughts on “طالبان وايي، ډرون په جګړه کې د دوی لپاره حیاتي رول لري”
  1. که په حقیقت کې زمونږ ویده حکومت د خپلو دروغجنو متحدینو څخه ګټه اخیستی وی نن به د طالب په نوم چا څوک نه پیژندل، ښه ده چی هغه هم تر دی هوښیارانو ځیرک او درک لری چی خپل دوښمن څنګه تر خپل اثر لاندی راولی

  2. ډرون دآفغان پر خاوره باندي ستاسو دغلامئ او دفکي لپاره مهم حياتي آهميت لري .
    مرګ دي وي دآفغانانو پر دښمنانو که داخلي وي که خارجي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *