تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو استازو د مسکو په غونډه کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا پرانیستل شوه، ګډون وکړ.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي غړي د لاوروف یا د غونډې د کوربه په ښۍ خوا کې او د طالبانو استازي یې په کیڼه خوا کې ناست ول.
عباس ستانکزی د طالبانو د ۵ کسیز پلاوي مشري کوي او حاجي دین محمد د سولې د عالي شورا د درې کسیز پلاوي مشر دی.
د افغانستان حکومت ویلي چې د سولې د عالي شورا پلاوی د حکومت استازیتوب نه کوي.
له غونډې وروسته د طالبانو استازو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې که امریکا اعلان وکړي چې له افغانستان څخه ځواکونه باسي، طالبان حاضر دي چې سوله وکړي.
امریکا د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدو مخکې له افغانستان څخه په درو پړاوونو کې د خپلو ټولو پوځیانو د تدریجي وتلو اعلان وکړ خو طالبانو هغه مهال ټینګار کاوه چې تر څو یو امریکايي پوځي هم په افغانستان کې وي، دوی خبرې نه کوي.