تاند- د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د خپل مشر له وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د حکیم الله مسود د وژلو په دسیسه کې په لاس درلود.
د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د حکیم الله مسود د وژل کېدو په اړه وویل«د پاکستان حکومت حکیم الله مسود پر امریکایانو وپلوره.»
ده همداراز وویل:«موږ له هغو کسانو سره خبرې نه شو کولی چې د امریکا لوبتکې دي او د واشنګټن له پالیسیو سره سم چلېږي.»
د جمعې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له حملې وروسته پاکستاني طالبان له تېرو څو ورځو راهیسي د حکیم الله مسود پر ځای ناستي د موافقې لپاره بحثونه کوي خو شاهد الله شاهد وايي چې موقتاً یې عصمت الله شاهین مشر ټاکلی دی. تر دې مخکې دوی خان سید مشر اعلان کړی و.
د پاکستان استخبارات یا آی ایس آی وايي چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د حکیم الله مسود ترڅنګ د پاکستاني طالبانو یو بل مهم قومندان طارق مسود هم وژل شوی دی.
په برید کې ټولټال پنځه تنه ووژل شول.
حکیم الله مسود وروسته له دې ووژل شو چې د ده په مشرۍ د طالب قومندانانو په غونډه کې د پاکستان له حکومت سره د خبرو په اړه موافقه ونه شوه.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی له میرانشاه څخه خبریالانو ته د موبایل ټېلفون له لارې وویل:«طالبان د خبرو پیلولو ته انتظار ول خو حکومت نه یوازې له طالبانو سره خبرو ته جدي نه و بلکې حکیم الله مسود یې وهم واژه.»
ده د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت له لوري د ناټو د اکمالاتي لارې بندېدا مثبته وبلله خو ویې ویل چې باید اسلام اباد له امریکا سره اړیکې پرې کړي.
شاهد الله شاهد د پاکستان حکومت تورن کړ چې د طالبانو پر سر یې له امریکا سره معامله کړې او ځکه نور له پاکستان سره خبرې نه کوي.
شاهد د پاکستان حکومت د امریکا غلام وباله او ټینګار وکړ:«تراوسه چا له مرییانو سره خبرې نه دي کړي.»
د زیاته کړه: «طالبان د پاکستان د حکومت له استازو سره خبرو ته انتظار ول خو د پاکستان پوځ په دې منځ کې له امریکا سره زموږ د خرڅولو پر سر په خبرو بوخت و.»
ده دا هم وویل چې وخت به وښيي چې د خپل مشر غچ څنګه اخلو.
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
تر غچ اخيستلو د سيمې د خپلواکي لپاره جدوجهد بهتره دی، ځکه اوس د دې وخت رارسېدلی، چې افغان ولس اوبو ته لاره وموندي او دپنجاب، اپران او تزاري روسيې له پاتوشونو ملکونو ځان خپلواک کړي او افغاني ناپېيلی ژوند جوړ کړي، ځکه افغانستان د ګاونډيو په چارديوالي کې رااحصار دی، نو د افغان ولس يوازينۍ نېکمرغي په بشپړه خپلواکي ده! بيا هم که مغزونه مو ډېر تاوده وي او د غچ ميل لری، نو بيا يې له پنجابي (اي اېس اي خيلو) او لونګوالو پاکستاني آرمي نه واخلی، نه دا چې بيا په خپلو کورونو او د نورو په معقدونو کې بمونه کېږدی او د خپلو سيمييزو خلکو سرونه پرې والوزوی!
معه سلامو کم الاهلول صابرين
ملا ميوند آخوند
It’s great opportunity for afghans authority to give strong support to Pakistani Taliban TTP , BLA to confront our enemies pakistan by the fake Pakistan double standard Islam ideology like the way pakis using fitna anti afghans terrorist against us
زه دی ښاغلی ملا میوند آخوند خبری بلکل تایدومه او دیادولو وړده چی دا ښاغلی زما په نظر ډیر تکړه پشتون متفکر دی خدای دی دته همت ورکړی چی خپل دا دی ویښتابه په مبارزه کی نورهم ډیری لاسته راوړنی ولری اوله تاند هم مننه کو چی دی لوستونکو نطرونه خپروی.
د ملا صاحب ميوند اخند خبره مقوله او پر ځائ ده ډير غټ چانس افغان دولت ته پيدا شو استفاده کول يئ حياتئ مسئله ده او د ډيورنډ نه اخوا طالبانو ته پښتون ميشته سيمو کښۍ خپل غچ اخيستل نارواه او کفر دۍ که دوئي په رښتيا هم خپل غچ اخيشتل غواړۍ نو بيا د د پنجاب مخه کړۍ پښتنو هځ ګناه نه ده کړۍ او مظلوم قوم دۍ د طالب د سر سودا ورسره پنجاب کوئ طالبان د د پاکستان نه ټوله قبائيلئ سيمئ اذادۍ اعلان کړۍ او يو دولت دۍ اعلان کړۍ خپلئ ټولئ مواقعئ نه په استفادۍ سره د پاکستان نه اذادۍ واخلئ دا به د ټولو امراضو علاج وئي
D tolo hagho waziro aw masodo lpara ywa mashora
La miramshah, banno ,deer, swat
Aw azamwosak, wana, jandola, tank, na zan panjab ta waraswe
Aw panjabyano te khpal zoor wor malom ki
Na da Che bya khpal poshtana po weno rang ki
زه دملامیوند اخوند تبصره په سلونوځل تاییدوم،
ورونو په دي خو اوس ټول پوهیږو چه جنګ فقط دپښتون د له مینځه وړلو په خاطر دی، که په افغانستان کی دی اوکه په پاکستان کی دی، دواړو خواوو ته یوورور پښتون له مینځه ځی، اوپه دي هم پوهیږو چه دپنجا بیانو سره زمونږ دغه جګړه اول او اخر راځی، نوښه داده چه په ننی ګرم اوغچ اخستونکی وخت کی دپنجابیانو په ساخو اوکلیو کی چریکی جګړی شروع شی، بیا به وګوری چه دپاکستان چارواکی به
ډیر ژر ددیی ننی جنګونو اودوکو څخه لاس واخلی.
حکیم اله مسود څو ځله داخبره په خپلو خبرو کی ژورنالستانو اونړیواړو ته ویلی وه، چه زه غواړم چه ای اس ای ختمه کړم، ځکه په افغانستان اوپاکستان کی د پښتون وژنی دسیسی اوپلانونه جوړوی.
دښومعلوماتو په خاطرد بینوا ویب پانه(د حکیم الله مسود په اړه یوه یادونه) وګوری
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=57499#ixzz2jgwlHCQf
دخدای په امان
za ham da molasahib mywand khabari taida wom zaka moz baed
khapl pashtana masharan wa na wazno
د ملا میوند د خبرې سره موافق یو