تاند- د طالبانو سخت دریځې ډلې نن اعلان وکړ چې له راتلونکې اوونۍ څخه به په افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي.

د طالبانو د ډلې له یوې خبرپاڼې سره سم د خیبر په نوم په دې عملیاتو کې به د ځانمرګو بریدونو او نفوذي حملو په شمول له راز راز مدرنو عملیاتي تاکتیکونو څخه کار واخیستل شي.

طالبانو ویلي چې په دې عملیاتو کې به بهرنیان، د هغوی جاسوسان، پوځي او ملکي قراردادیان، ترجمانان او دغه راز د افغانستان د دولت جګپوړي چارواکي، د کابینې او ملي شورا غړي، د عدلیې وزارت او سترې محکمې غړي، څارنوالان او قاضیان په نښه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي :« دخیبرپه پوځي عملیاتو کې له پرمختللیو محاربوي تجربوڅخه کار اخیستل کیږي، کفرځپونکي استشهادي عملیات، د دښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه، دغلیم  لوی اونسبتا خوندي مرکزونه په درنو وسلواو لیري وییشتونکو توغندیو ویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو په تجمعاتو مخامخ تهاجمي تعرضونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.»

طالبانو دغه راز ویلي چې دا عملیات، چې د ثور په ۲۲ مه/ مې ۱۲/ پیلېږي، د دوی تکړه او مسلکي ماهرانو طراحي کړي دي.

طالبان هر کال خپلو جنګي هڅو ته یو ځانګړی نوم ورکوي او په ترڅ کې یې نه یوازې افغان او بهرنیو ځواکونو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اړوي بلکې زیات ملکي افغانان هم وژني.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې په سلو کې تر ۸۵ زیات ملکیان د وسله والو طالبانو په حملو په تېره بیا د سړک د غاړې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي.

د طالبانو په تازه اعلامیه کې پر ځانمرګو او نفوذي بریدونو تاکید شوی خو د سړک د غاړې د بمي چاودنو یادونه نه ده شوې.

پرون هم په هرات کې ۹ تنه ملکیان د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

2 thoughts on “طالبان وايي د خیبر په نوم پسرلني عملیات پیلوي”
  1. دادیره دشرم خبره ده چه افغانی طالبان دپاکستان په امر چه دنړی تر ټولو ستر فاحش هیواد دی خپلو وروڼو ته اخطارونه ورکوی او دهغه دجاسوسی اداری په امر خپل وروڼه وژنی او خپل وریرونه یتیمانوی او په دغه خپل ناوړه عمل افتخار هم کوی، که دوی واقعآ ددی فاحش ملک غلامان نه وی لمړی باید په پاکستان کی جهاد شروع کړی تر څو نوموړی فاحش ملک څخه فحشا ورکه شی
    زما دهر افغان څخه هیله داده چه دافغانستان په بیا رغونه کی پوره ونډه واخلی اوخپل مظلوم ملت سره همکاری وکړی اوخپل مظلوم کوچنی ورونه او یتیمان ونازوی

  2. د هیواد ورانول او د خلکو وژل ډیر آسانه کار دی مګر بیرته روغول او آبادول ډیر مشکل کار دی. پدی حساسو شرایطو کی چی د هیواد اکثریت له هری خوا له مرګ اوتهدید سره مخامخ دی او د واک سیاسی لیږد هغی ډلی ته چی طالبانو ورته د شر او فساد ډله ویل یو ځل بیا په هیواد د تیارو سوری غوړولی دی، ستاسو دا تهدیدونه هغوی سره مرسته کوی چی د افغانستان په سیاسی حاکمیت منګولی خښی کړی . دوی به بیا د پاکستان، ایران ، روس په مرسته نه یواځی پر تاسو بلکی پر ټولو هیواد والو چپه میچنی وګرځوی او د ټولو مسوولیت به ستاسو په غاړه وی.

  3. ! هغوی اشغالګر شړي
    ! او جنګي جنايتکاران په دار ځړوي او په څنګ کې ددالرو او فساد ګوډی بنديږي
    نو داخو د هر مسلمان دنده ده اوداخبره یې له پاکساان سره څه ؟
    !!!غلط پېغور او دسيال خبره نده

  4. د پاکستان طالبان د خپل دولت سره (هغه دولت چې آيين ېې غير شرعي او غير اسلامي دئ ) څو ځلې د مذاکراتو ميز ته کيناستل او په اړوندو موضوعاتو ېې خبرې وکړې داچې نتيجه ېې ورکړه ياېې ورنکړه د هغوی خپله داخلي موضوع ده ، زه هغه طالب ته چې ځانته افغان او بیا مسلمان وايي په عرض رسوم چې تاسې څه وکړل ؟، د افغانستان ټولټاکنو کې د خلکو پراخې ونډې د دښمن ملا ماته کړه ، اوپه شرمونو وشرمیدل اوس ېې بیا تابیا نیولې چې ټر په پر پټ کړي او دویم ځل ټاکنې د هغوی د خوښې نوماند په ګټه تر سره شي ترڅو خپلې نـنګينې معاهدې پرې لاسليک کړي ، زه دومره وایم چې داځل به ټول افغانان يو شي او ستاسې ځواب به ووايي ـ لږ د خدایه وویریږۍ اودا وطن مه خرابوۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *