تاند- وسله وال طالبان وايي چې د ځینو مشخصو کړیو له لوري د افواهاتو خپرېدا به د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې احتمالي خبرې زیانمنې کړي.
د طالبانو ویندوی نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی هغه ادعاوې ردوي چې د طالبانو ځینو مشرانو په بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي«رسنیو د نامعلومه سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل چې ګنې د اسلامي امارت یو شمیر مشرانو له امریکایانو سره په بګرام کې لیده کاته کړي دي او ګواکې دا سفر د ګاونډي هیواد له کويټې ښار څخه بګرام ته شوی!!؟»
مجاهد ویلي چې طالبان دا ډول افواهات په کلکه ردوي.
ده زیاته کړې چې د طالبانو د امارت کوم فرد یا پلاوي په بګرام کې له چار سره لیدلي نه دي.
ده په عین حال کې ویلي: «څو ورځې وړاندې هم دې ته ورته خبر خپور شوی وو چې ځینو کسانو ځانونه د امارت د مشرانو نمایندګان معرفی کړي وو او په دوبۍ کې یې له امریکایانو سره لیدنه کړې چې هغه راپور هم کاملا غلط وو.»
سره له دې چې مجاهد نه دي ویلي چې کومې رسنۍ دا راپورونه خپاره کړي خو په ضمني ډول یې تایید کړې چې«د دې امکان شته چي بعضې مغرض اشخاص به دپيسو او ځينو نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د امریکایانو د تیرایستلو په غرض دغه ډول حرکات تر سره کوي او امریکایانو ته چې پخوا هم ډير ځله په دا ډول لومو کې نښتې په جعلي ډول ځان د امارت استازي ورپيژني؛ خو واقعیت دادی چې زموږ هر ډول سیاسي تماسونه به د سیاسي دفتر له لارې او د معلومو آدرسونو څخه وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي او د طالبانو استازو تېره میاشت په دوحه کې مخامخ خبرې وکړې او ویې ویل چې بیا به هم خبرې کوي.
اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی ګومارلی او تمه کېږي چې د دواړو خواوو خبرې به لا جدي او چټکې شي.