تاند- وروسته له دې چې د سولې د امکان او څرنګوالي په اړه اوازې خپرې شوې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي محتاطه خوشبیني ښکاره کړه، وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوی د قطر دفتر غړیو له امریکایانو سره هیڅ راز موافقه نه ده کړې.
د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امریکايي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په اړه خبرې کړي دي.
مجاهد د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي لوري سره د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو خبرو ته په اشارې ویلي چې په دې خبرو کې طالبانو په افغانستان کې د اسلامي حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ خو په نهایت کې له امریکايي پلاوي سره پر هیڅ موضوع موافقې ته نه دي رسېدلي.
ګومان کېږي طالبان په دې خاطر هم نه غواړي چې د سولې په برخه کې زیاته خوشبیني رامنځته شي چې د دوی جنګي کسان له جګړې لاس وانخلي یا جګړه سړه نه کړي. طالبان هڅه کوي چې تر پایه جګړه توده وساتي او لا زیاتې سیمې ونیسي څو د خبرو پر مېز د زیات امتیاز غوښتنه وکړي.
پرون /یکشنبه/ زلمي خلیلزاد سولې ته خوشبیني ښکاره کړه او ویې ویل چې ممکن په راتلونکو ۵ میاشتو کې پر سولې موافقه وشي.
په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوي چې طالبانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو او د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده خو زلمي خلیلزاد پرون په خبري غونډه کې په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د موقت حکومت مسله مطرح نه ده او هڅه کېږي چې تر انتخاباتو وړاندې روغه جوړه وشي.
پرون /یکشنبه/ د امریکا ولسمشر ډاڼلډ ټرمپ په یوه مرکه کې پاکستان ته د امریکا د مرستو د بندولو دفاع وکړه او یو وار بیا یې پاکستان د تروریزم په ملاتړ تورن کړ.
ځینې کتونکي وېره لري چې په اوسني وخت کې د پاکستان پارول ممکن د افغانستان سولې ته ستونزې پېښې کړي.