تاند- د اختر په درو ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند په اړه د خلکو په منځ کې د خوشبینیو له زیاتېدو وروسته طالبانو نن /دوشنبه/ وویل چې اوربند نه کوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې له اوربند سره د طالبانو د موافقې په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي او دا ډله اوربند نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېر کال په کوچني اختر کې اوربند وکړ او هماغه مهال یې وویل چې طالبانو په هر اختر کې جګړه درولې او عملاً یې اوربند کړی دی.
د افغانستان ولسمشر د روژې د پیل په مناسبت په خپله وینا کې طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ، ویې ویل که طالبان اوربند ومني حاضر دی چې د افغانستان حکومت هم جګړه ودروي.
ده وویل«د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده، زه یو وار بیا له طالبانو غواړم چې دې مبارکې میاشتې ته درناوی وکړي او د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنې ته، چې د مشورتي لویې جرګې په پرېکړه لیک کې په زغردو ټکو بیان شوې، لبیک ووايي.»
د ډېرو کتونکو په باور د تېر کال د کوچني اختر د اوربند په مهال ښارونو ته د طالب جګړه مارو تګ راتګ د طالبانو مشران اندېښمن کړل چې جنګېدونکي کسان به یې له جګړې یو مخ لاس واخلي.
ملګروملتو او اروپايي اتحادیې هم د روژې په میاشت کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې وه.
لعنت دی په تاسو او ستاسو په اوربند وي پاکستانی دلالانو
ټالیب ته آی اس آی اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو وژل ودروي.
پنجابي جرنیلان او کرنیلان به هېڅکله د مسلمانو افغانانو په وینو موړ نه شي. دوي دا څلوېښت کاله د افغانانو د وینو په څښلو آموخته شويدي. زمونږ د مظلومو خلکو د وژلو لپاره رنګارنګ پروژې او نومونه جوړوي.
افغانان باید نور هوښیار شي او د دغه مکار تورمخي دښمن په خوله خپل خلک ونه وژني.
پنجابی طالبان ولی له اور بنده بیریږی؟ هغه ځکه چی ددوی دا لوی خیټی رهبران او قوماندانان په پاکستان کښی ناست دی او دا جنګی طالبان یی په دروغو او مکاری ټول هلاک کړل اوس که اوربند وشوو او دا خلکو بیا د افغانستان د خلکو اسلام او مسلمانی ولیدله بیا دا طالبان بیرته جبهی ته نګرزی نو چی دوی نه وی دطالبانو رهبران، قوماندانان او د هغوی فامیلونه به د پاکستانی فوځیانو په فرقو کښی څه کوی. دا خرڅ شوی خلک دی او هیڅ کله هم د آی ایس آی له دی ناولی ږغ څخه ځان نسی خلاصولی.
الله مو په دنیا او اخرت شرمنده کړه، نه پوهیږم ضمیر عقل، تفکر، تعمق لرئ که نه، بې له دې چې افغان مور بوره، افغانه خور کونډه او افغان ماشوم یتیم کړئ بله اجندا نلرئ، که دلته یې نه اورئ نو په ورځ د اخرت به زمونږ لاسونه او ستاسو ګریوانونه وي، په حورو پسې به ړانده شئ.
رحم عیب دی چی وشی له جلاده
د آی اِس. آی جلادان هیڅکله هم دخپلو ګاوڼډیانو سره سولیز ژوند نه غواړ
په تیره بیا دهغه وخت راهیسی چی ولسمشر اشرف غنی افغانستان د کراچی د بندر داړۍ او نو احتیاج څخه و ایستۍ او نوی لیاری یی نړۍ ته پرانیستی او د افغانستان د اوبو او سیندونو
دمهارولو ژمنه یی وکړه ، ځکه د نامشروع کُټرکی (پاکستان) دزوکړی راپدی خوا په دی څه دپاسه اویا کاله هیڅ ولسمشر دا کارونه نه دی کړی
اوس به نو خود د آی اِس آی ګوډاګیان وایی چی موږ دافغانستان د ګوډاګی حکومت سره خبری نه کوو ، وایی :- غلبیل وکوزی ته وایی ته سرۍ سرۍ یی