تاند- وسله وال طالبان وايي، له دې ډلې سره د برمته امریکايي روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دوی سره برمته امریکايي کیفین کینګ ( Kevin King) د زړه او پښتورګو ستونزې لري او له همدې کبله په ځلونو بې سده شوی دی.

کینګ د افغان امریکايي پوهنتون استاد و.

مجاهد دغه راز ادعا کړې چې دا امریکايي له دوی سره په افغانستان کې برمته ساتل شوی دی.

طالبانو د دغه امریکايي برمته د روغتیايي وضعیت د خرابېدو ادعا وروسته له دې وکړه چې روانه میاشت د سي آی اې په هڅه پاکستان اړ ایستل شو چې یوه امریکايي- کاناډايي جوړه د پاکستان په خاوره کې له ۵ کاله برمته توب وروسته د حقاني شبکې له منګولو وژغوري.

د طالبانو ویندوی دغه راز ویلي چې که کینګ ته هر څه پېښ شول مسوولیت به یې د امریکا د حکومت په غاړه وي.

کینګ او یو استرالیايي، چې نوم یې ټیموتي ویکس ښودل شوی، د ۲۰۱۶ په اګست کې په کابل کې د امریکايي پوهنتون له مخې وتښتول شول.

دواړه د دغه پوهنتون استادان ول.

له هماغه وخته وروسته طالبانو د دوی دوې ویدیوګانې خپرې کړي. په لومړۍ کې، چې د سږ کال په جنورۍ کې خپره شوه، دوی ظاهراً د خپلو یرغملګرو له لوري په یوه پیغام کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د دوی د خلاصون په بدل کې د طالبانو بندیان خوشي کړي.

One thought on “طالبان وايي چې له دوی سره برمته امریکايي سخت ناروغ دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *