تاند- افغان طالبانو ایران ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله پرېنږدي چې د پښې ځای پیدا کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ایران تسنیم خبري اژانس ته په مرکه کې وویل«اسلامي امارت به د افغان ملت په همکارۍ د داعش پر ضد بې وقفې جګړې ته دوام ورکړي.»

ده همداراز وویل چې طالبان د بهرني «اشغال» او داعش پر ضد په جګړه کې د ملت له ملاتړه برخمن دي.

د طالبانو ویندوی د ایران د سپاه پاسداران خبري اژانس ته همداراز وویل، اسلامي امارت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اشغال پر ضد مبارزه کړې، دوی د داعش له خطره خبر دي او دا تروریسته ډله یې نه ده پرې ایښې چې په افغانستان کې ځان ته ځای پیدا کړي.

د طالبانو ویندوی د خپلو خبرو په دوام کې وویل، په افغانستان کې د داعشیانو حضور د هیواد په ختیځ کې په یوه وړې سیمې پوري محدود دی او دوی په پوله کې په خورا بد حالت کې اوسي، د دوی اکثره غړي افغانان نه دي.

ذبیح الله مجاهد تاکید وکاوه چې د داعش غړي د افغانستان په نورو سیمو کې نشته او طالبان یې سر راپورته کولو ته نه پرېږدي.

ده وویل چې د افغانستان حکومت او امریکایان له داعشه د پلمې په توګه کار اخلي او په همدې نوم امریکا خپل حضور ته دوام ورکوي.

One thought on “طالبان وايی، داعش به په افغانستان کې سر پورته کولو ته پرېنږدي”
  1. په ټالیبانو هم د هغه چا کانه شویده چې وایی یو غیران یی پیداکړی وو او په موټي کې یی کلک نیولی وو. یو وخت چې خپل موټی خلاص کړ ، ګوری چې لاس یی خولې شوی او غیران لوند خیشت دی. نو غیران ته یی وویل چې : جار جار غیرانه مه ژاړه ، کونه به ورکړم خو تا به چاته ورنه کړم.
    ټالیبان به وایی چې جار جار ایرانه کونه به ورکړو خو داعیشان به تاته در پرینږدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *