نظر محمد مطمین

له یوې اونۍ راهیسي په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې راپورونه ورکول کیږي چې طالبان په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې د هزاره قوم وژنه پېل کړي، نه یوازي رسنۍ بلکې ځینې لویدیځ سفارتونه او په ځانګړې ډول په کابل کې د ایران سفارت هم ورته انديښنه ښودلې ده.

په تیرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا او ناټو ځواکونو یوازي پر پښتون میشت سېمو خپل تر ټولو لوی بمونه وازمویل، په شنډنډ، ارزګان، کندوز، د ننګرهار هسکه مینه او د کندهار پنجوایې کې یې د پښتنو ټولوژنه وکړه. داسي پښتون میشته سېمه به نه وي چې هلته د امریکا / ناټو ځواکونو لخوا جګړه نه وي شوې.

په خوست او ننګرهار کې چې د افغان ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژلو راپورونه نړیوالو رسنیو ورکړل، د یوناما په ګډون ځینو خپلواکو ادارو هم د ملکي افغانانو وژنه تاید کړه، زموږ هزاره او تاجک وروڼه تر هر چا ورباندي ښه خبر دي، خو د پښتنو په شمول، هیچا د هغوی د بې ګناهې او وژنې ږغ په کابل او یا بهر هیواد کې را پورته نه کړ.

کندز ښار د طالبانو لخوا سقوط وکړ، فراه ښار ته طالبانو سقوط ورکړ، غزني ښار کې چې ډیر زموږ هزاره او تاجک وروڼه په ښار کې مصروف دي، د طالبانو لخوا د حملې پر وخت یې د حکومت پلوه هزاره وسلوالو لخوا مزاحمت ونه شو، بلکې ځینو لا دا تور هم پورې کړ، چې له طالبانو سره ښار ته ننوتلو کې حکومت پلوه هزاره وسلوالو مرسته کړي.

زابل کې چې تر ۳۰ زیات هزاره ملکي کسان  (مارچ ۲۰۱۵) د وسلوالو لخوا نیول شوې او برمته شوې وو، طالبانو ازاد کړل، په تیرو ۱۷ کلونو کې داسي پېښه نه ده شوې چې طالبانو دي پر ملکي هزاره کسانو حمله کړي وي، او که طالبانو یا بل هر چا دا کار کړي وي، چې پر ملکي هزاره ګانو یې برید کړی وی، موږ ټول ولس یې په کلکه غندو.

عامو خلکو فکر کاوو چې طالبان پر حکومت پلوه هزاره وسلوالو هم برید نه کوي، او په تیرو ۱۷ کلونو کې رښتیا هم د داسي جګړې راپور نه دي ورکول شوی چې طالبانو دي مخامخ پر هزاره وسلوالو برید کړی وي.

په خاص ارزګان کې حکیم شجاعي چې  غیر مسؤل وسلوال دی، او په سېمه کې یې ډیری پښتانه ووژل، یو ځل د  مخکېني ولسمشر کرزي دحکومت پر مهال (اګسټ ۲۰۱۳) افغان حکومت هم د هغه د نیولو هڅې وکړي، ولي بهرنیو کړیو مداخله وکړه، او شجاعي همداسي د غیر مسؤلو وسلوالو  یو شمیر ډلګۍ تر دي مهاله وساتلي.

علي پور هزاره غیر مسؤل وسلوال قومندان چې د میدان وردګ، بامیان، غوربند او  غور ولایتونو  د لویو لارو په ځینو  سېمو کې یې وسلوال له مسافرو سره توپیري او بد چلند کوي، د ډاکټر غني حکومت یې د نیولو (اکټوبر ۲۰۱۸) هڅې وکړي، علي پور له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه، وروسته یې د هزاره قوم له منځه دا خبرې وکړي چې افغان حکومت یې د نیولو توان نه لري.

اوس که طالبان د شجاعي، سلطان پور او نورو قومي تعصب ته لمن وهونکو غیر مسؤلو هزاره وسلوالو پر ضد جګړه کوي، په دي معنی نه ده چې د کوم قوم پر ضد جګړه ده، او افغان حکومت هم عملاً له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، که د حکومت په چوکاټ کې هزاره او طالب جګړه کوي، دا هم هغه جګړه ده چې ۱۷ کاله یې طالب د امریکا او حکومت خلاف کوي، او قومي جګړه ورته نه شو ویلای.

که رښتیا هم په مالستان ولسوالۍ کې ټول دولتي ځواکونه د هزاره قوم وي، دا خپل ذات کې یو ناسم، قومي او تعصبي چلند دی، بیا نو موږ اردو او پولیسو ته ځکه ملي نه شو ویلای، چې په ولسوالۍ باندي تسلط د یو قوم د وسلوالو دی.

که ایران، امریکا او لویدیځ د طالبانو برید په پښتون میشت ځایونو کې د پښتون قوم پر ضد نه ګڼي، په مزار او تخار کې یې د تاجکو او په جوزجان کې یې د ازبکو پر ضد  نه بولي، نو بیا هم؛ دلته پوښتنه پيدا کیږي چې د کومو موخو له کبله ایران، امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه پر مالستان، جاغوري او خاص ارزګان دولتي ودانیو او نظامي تاسیساتو باندي د طالبانو برید د هزاره قوم پر ضد جګړه بولي.

که د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ ز کال پوري په ځینو پښتون میشت سېمو کې د هلوکانو مکتبونه تړل شوې وي، د نجونو مکتبونه بیخې وجود په لیري پرتو سېمو کې نه درلود، ولي په جاغوري، مالستان، خاص ارزګان او ټول هزاره میشت سېمو کې د هلوکانو او نجونو مکتبونه خلاص وو، چې دا له هزاره ګانو سره یو ډول توپېري او د طالبانو لخوا امتیازي چلند نه ګڼل کیدی، اوس چې د حکیم شجاعي او نورو هزاره وسلوالو پر ضد طالبان جګړه کوي، هغه هم له دي ویري چې همدغه غیر مسؤل هزاره وسلوال به په راتلونکې کې قومي او مذهبي جګړو ته لاره هواروي، ځینې ورته قومي نوم ورکوي، دا همهغه کړۍ دي چې په تیرو کلونو کې یې بېلابېلې هڅې وکړي تر د عراق په څیر په افغانستان کې هم د سني او شیعه تر منځ جګړه پېل شي.

د فاطمیون لښکر له نوم سره هر افغان بلد دی، فاطمیون په میدان ښار کې ځانګړې وسلوالې ډلګۍ لري، او همدي فاطمیون لښکر ته د ایراني جنرالانو لخوا روزنه ورکول شوې، ایران غواړي چې د اسلامي دولت (داعش) سره د جګړې لپاره د فاطمیون لښکر غړي افغانستان ته راولي، په دي ورځو کې داسي راپورونه  ورکول کېدل چې فاطمیون مالستان، جاغوري، خاص ارزګان او میدان ښار کې د هزاره قوم د غیر مسؤل وسلوالو تر چتر لاندي خپل ځانونه سمبالوي او فعالیت لري.

همدارنګه ویل کیږي چې د فاطمیون ځینې مشران په کابل کې هم میشت او د ایران په ګټه فعالیتونه کوي، غواړي چې مذهبي شخړو ته لمن ووهي.

یو بله اندیښنه چې ځینې افغان سیاستوال یې لري، ویل کیږي چې د جاغوري او مالستان دولت پلوه وسلوالو له طالبانو سره تړون درلود، طالبانو ته د تګ راتګ پر مهال د دوی سېمو کې کومه ستونزه نه وه، او ویل کیږي چې د مرمیو او ځینو سپکو وسلو او حتی مالي مرستې یې هم له طالبانو سره کولي.

اوس چې د سولې خبرې نږدې شوې، زموږ هزاره وروڼه به هڅه کوي چې د کورنۍ جګړې او داعش د ویرې له امله د وسلو ذخیري ولري، او وسلې له ځان سره خوندي کړي، او فاطمیون وسلوال په خپلو سېمو کې وساتي.

د امنیتي تړون پر مهال زموږ هزاره وروڼه نه یوازي د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون ننګه کوله، بلکې هغوی له ۹ امریکایې نظامي اډو څخه یوه اضافه اډه په بامیان کې غوښتله.

اوس چې راپورونه ورکول کیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پېل شوې، او ویل کیږي چې امریکایې پوځیان به له افغانستان څخه ووځي، له همدې امله ده چې د امریکایې پوځیانو د شتون ملاتړي هزاره وسلوال به په لوی لاس هڅه کوي چې طالبان د هزاره قوم دښمنان وښيې او له امریکایانو به وغواړي چې همدلته خپل نظامي شتون وساتي.

د امریکا/ناټو له پوځي شتون څخه هزاره قوم ډیره زیاته ګټه تر لاسه کړه، د همدې امریکا د شتون له امله ده چې له 8 کلونو راهیسي د غزني ولایت څخه په ناقانونه ډول ټول ۱۱ د ولسي جرګې غړي یوازي د هزاره قوم دي، او دا ځل هم هڅه کيږي چې د درېمې دورې لپاره هم همدا د هزاره قوم وکیلان په ولسي جرګه کې پاتي شي، په داسي حال کې چې اکثریت مطلق د غزني ولایت اوسیدونکې پښتانه دي، او هلته تاجک هم شته، ولي هزاره قوم د غزني د پښتون، تاجک او نورو قومونو حق تر پښو لاندي کړي، د بشر حقونه او نړیوالو ادارو هم سترګې ورباندي پټې کړي.

په امنیتې ادارو (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت) کې هم د پښتون او تاجک حقونه د میرمنو په برخه کې د هزاره قوم میرمنو ته ورکول شوي، دا بېله خبره ده چې پښتنې میرمنې په امنیتي ادارو کې دندې ته زړه نه ښه کوي، دا رنګه تاجک میرمنې هم د هزاره میرمنو په پرتله کمې یادو ادارو کې دندې اجراء کولو ته زړه ښه کوي، ولي پوښتنه داده چې ولي په لوی لاس په امنیتي ادارو کې همدوی (هزاره) میرمنو ته زمینه مساعده کیږي، اوس خو داسي ده چې د دفاع وزارت ځینې مهمې چوکۍ د امریکا د ډیموکراسي د اصولو خلاف انحصاري شوې او پرته له میرمنو نارینه حق نه لري، چې هغه بست ته حتی ځان نوماند کړي.

داسي ویل کیږي چې د طالبانو او هزاره دولت پلوه وسلوالو  ترمنځ د تړون له مادو څخه په وروسته وخت کې هزاره وسلوالو سرغړونه کړي، او طالبانو هم یوازي د دوی پر دولتي تاسیساتو برید کړی.

ورته تړون څو کاله مخکې په سېمه ایزه کچه په ډنډ غوري کې د طالبانو او دولت پلوه وسلوالو ترمنځ شوی وو، چې بیا وروسته د دولت لخوا مات او جګړه وشوه.

4 thoughts on “طالبان ولي هزاره ګان وژني؟ | نظرمحمد مطمئن”
  1. نو ته چې د ټالیبانو لخوا له پښتنو سره دومره تبعیض په خپلو سترګو وینې او اعتراف پرې کوې، نو بیا ولې د هغه لوري ټینګ ملاتړی یې چې پښتون یې له تعلیم، تحصیل، لوبو، نړیوال شهرت، هنر، حکومتدارۍ، او هرې سیالۍ وروسته پاتې کړ. ته وایې چې هزاره وو د امریکا له شتون څخه ګټه پورته کړه. هزاره وو د امریکا له شتون څخه نه، د ټالیب له شتون څخه ګټه پورته کړه. امریکا پښتانه له رایه اچولو او تعلیم څخه نه دي را
    ګرځولي. هلمند، کندهار، غزنی، زابل او اروزګان د ټالیب له امله وروسته پاتې دي. د دې سیمې انسانان خو څه، د دې سیمې سړکونه او پلونه یې تخریب او زیربناء یې کمزورې کړه چې دا په دنیوي، عقلي، او منطقي لحاظ د یوه قوم له سیالۍ او سرفرازۍ غورځول دي. د ټالیب د دې جنایتونو سپیناوی خو هره ورځ ته او هغه بل مردارخور کوي او هغه هم په داسې حال کې چې خپله دې د امریکایانو پروژې اخیستې او هغه بل دې د پي آر ټي ګانو کوټه سپی و.

  2. “که ایران، امریکا او لویدیځ د طالبانو برید په پښتون میشت ځایونو کې د پښتون قوم پر ضد نه ګڼي، په مزار او تخار کې یې د تاجکو او په جوزجان کې یې د ازبکو پر ضد نه بولي، نو بیا هم؛ دلته پوښتنه پيدا کیږي چې د کومو موخو له کبله ایران، امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه پر مالستان، جاغوري او خاص ارزګان دولتي ودانیو او نظامي تاسیساتو باندي د طالبانو برید د هزاره قوم پر ضد جګړه بولي.”

    A very valid question by Mr. Mutmain. But as it relates to the multi ethnic province of Ghazni – the center of one of the largest bygone empire – , and the full and exclosive representation of such historic place by its smallest group for long years is nothing less than crossing the redline of democratic standard in any scale.

  3. که زموږافغان مسلمان او اهل قلم وروڼه تصمیم ونیسی چی راځی نور قلم د خیر،صلحی،اخوت او اصلاح لپاره خوځوو ، نو دا ډول لیکنی عبادت او اسباب د رحمت الهی برابروی .
    خیر ځینی شوقیان دی خط او خال ، علمی صلاحیت ، ښه تحلیل او ارزونی ښودنه دی هم وکړی خو ډیر کوښښ به دا کوو چی هغه څه ووایو او ولیکو چی د یو مسلمان مسؤلیت او د انسانیت خیر ورکی نغښتی وی نه دا چی:
    هندو ستړی خدای نا راضه.
    نو وهل ،زغلول،محرومول ،خرڅول ،معاملی ،انحصار،تربګینت،فساد،ملیشه توب،کرایی جنګونه ،کرایی قاتلان ،خلاصه ټولی ناولی کارونه،طریقی او روابط په تیرو ۴۰ کلونو کی تجربه او نتائج یی پر موږ حاکم دی چی هیڅ عاقل افغان تری انکار نشی کولی.
    نو داسی وایم چی موږ نه هزاره وژنو ،نه اوزبیک،نه تاجک او نور، خو قاتلی کرایی ملیشی چی زموږ د هرڅه دښمن او د همدی لپاره اجره اخلی ، زموږ او دولت شرعی مسؤلیت دی چی ملت یی له شر څخه وساتی نو که هغه شجاعی وی که علیپور او یا د فاطمیون ملیشی چی د ملحد اسد تر قوماندی لاندی د آیت … په حکم سنیان وژنی، که قیصا ری او نور ،یا نور د اختطاف ،غلا او جنایاتو عاملان او خپروونکی…
    نو مجرم ،مجرم دی که ملا وی لکه( لنډی) او که پیر وی د پنجاب لکه ګرنټ او نور
    خبره قومی نده ، خبره د مجرم ده او تله به د شریعت وی نورو جاهلی تعصباتو ته لمن وهل ډ جنایتکار د حمایت معنی لری

  4. اصلاٌ بله خبره
    راسی تعهد وکو چه نور نو نه ځان تېر باسو نه نور کسان
    طالب ته یو وړاندیز
    هزاره یو اقلیت دی هغه اقلیت چه د قانونی یا غیر قانونی او اصولی یا غیر اصولی لیاری ئې په هر ډګر کی ستر امتیازات او امکانات تر لاسه کړیدی خصوصاً د ښوونی او تعلیم او حتی سیاست په ډګر کی
    نو طالب جانه
    ته داسی وکه چه فعلاً په هزاره هیڅ کار مه لره بلکه لومړی تر هر څه مخکی د هغه ټبر او قام رضائیت او ملاتړ تر لاسه که کوم چه ته ورته منسوب ئې او یا ئې د انتساب ادعا لرې
    لومړی باید دا مسئله ثابته شی چه څو سلنه پښتانه او کوم پښتانه ستا فکری او عقیدتی او عملی او جنګی او مبارزاتی ملګری او ملاتړی دی او وروسته په مناسب اقدام لاس پوری که
    دا به یو ستر خیانت او ستره جفا وی چه د پښتون د ملاتړ څخه بې برخی ئې خو غواړی د نړیوال استعمار د توطئو د فورمول پر بنسټ په آګاهانه یا غیر آګاهانه توګه ددې خاوری اقلیت وټکوې او ددې خائنانه کار توره لکه او ننګ د پښتون سپینی لمنی ته ور پرېږدې
    بناً هر وخت چه دی سیاسی قدرت! !او ملی پراخ رضائیت تر لاسه کړ بیا هغه وخت د سوله ایزی او انسانی لیاری د هزاره او نورو سره منصفانه او عادلانه تسویه او تصفیه پیل که
    که دا خبره ومنو چه طالبان ځانونه د اسلامی شریعت پیروان ګڼی او د اسلام د حاکمیت دعوه لری( البته د طالبانو کړنی او افکار د بل څه ترجمانی کوی) نو باید ځانته دا اجازه ور نه کی چي د نړیوال امپریالیزم د پلیدو پلانونو پر اساس ځان په یوه نیابتی لعنتی جګړه کی ښکیل کاندی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *