یوه مهمه یادونه طالبان ولی اوس د عامو خلکو احساساتوته اهمیت نه ورکوی؟؟ یا طالبان ولی په خپلو جنګی تکتیکونو کی افغانی ارزښتونو ته توجه نه کوی؟ داچی زمونږ جغرافیای موقعیت مونږته په داسی ځای کی قرار راکړی چی د هیچا نه خوخیږو. او بیا که په کومو شرایطو ی خوخیږو نو په هغی شرایطو مونږ نه یو برابر، یا پری ځان نه برابروو. داهغه اساسی ستونزی دی چی محروم افغانستان ی تل د ظالمو او جابرو ښکیلاک ګرو تر مینځ دبوزکشۍ میدان ګرزولی، او ساده او په زړه صفا افغان ولس پکی د بز (مړی بیزی) رول لوبولی دی.
خو له نیکه مرغه دغه مړه بیزه د ظلم او جبر دهر ازمیښت څخه ژوندۍ او باعزته راوتلی ده، ولی به نه راوزی چی فطرتا خدای ددی خلکو په نفسونو کی دازادۍ او حریت مینه اچولی ده. مګر سادګی ی بیا دومره ډیره ده چی هرچا چی ورته سپینه جامه اغوستی، ګیره ی اوګده کړی، نو زما دصفا زړه والا قوم دهغه اقتدا کړی ده، او هغه ی خپل پیشوا ګڼلی دی، او دهغی هری ټپی ته ی یاقربان ویلی دی. خواه دغه انګریزی الاصله پیشوا که زمونږ دغازی په خلاف دکفر فتوا ورکړی نو هم مونګ په پټو سترګو منلی، او خپل غازیان مو کافران بللی. خواه دغه پنجابی الاصله پیشوا که زمونږ دروڼ اندو په خلاف دالحاد او سیکولری فتوا ورکړی، نو هم زمونګ ساده قوم هغه فتوا منلی، او خپل مفکرین ی دکابل کوڅو کی دموټرانو پسی تړلی، او بیا ی په ډیره بی رحمی سری عام را ځړولی دی. !!
زما قوم ددی مکارو پیشوا ګانو په خوله دخپلو غازیانو او مفکرینو په عزل او وژلو د تکبیر ناری هم وهلی دی. مګر هغه پیشوا ګانو بیا خپله پیش امامی سرته نده رسولی، او ډیر زر ی خپل اصلیت ثابت کړی دی، چی یاخو دلوبی نه وروسته عادی حالت ته ګرزیدلی، او ځینی ځینی ی یوځل بیا په همدی قوم رالګیدلی او دوی ته ی ددوی دتابعداری ازله په ډیر بد شکل کی ورکړی ده، چی بیا همدغه ساده قوم په خپل لاس دکفر په پلمه بی واکه کړی شخص ته دستر غازی او وژلی شخص ته دشهید لقب ورکړی دی. !! زما په خوار افغانستان د نړی دزور واکانو او غاصبینو مختلفی مرحلی تیری شوی دی، چی کله انګریز او کله بیا چنګیز کله روس او کله امریکا. خو دروس په خلاف جهاد کی که دافغانانو سرښندنی سپیڅلی وی، او ددین وطن نه ددفاع په خاطر وی مګر پاکستانی او امریکای رول پکی یوځل بیا پخوانیو پیش امامانو ته ورته ښکاریده، بلکه ترهغی هم بدتر و ځکه چی اثاری ډیر بدو ددی اثارو څخه د مجاهدینو خپل منځی جګړی چی په نتیجه کی ی یو عظیم ملت ټوټی ټوټی، وطن ی ویجاړ، ځوانان ی شهیدان، خځی ی سرتوری، او حتی مهاجری، او حتی په خارجی بازارو کی دنفسی خواهش پرستو دخواهش قربانی شوی همدا شان نړيوالو ښکېلاکګرو د افغانستان له جهاد څخه ګټه پورته کړه او بيا ئې د خپل منځي جګړو په ګرم ډګر کې طالبان وزیګول د طالبانو يو دم څرګندېدل او بيا په داسی لویه کچه واک تر لاسه کول د يوې پلان شوې طرحې يوه برخه وه؛ کومه چې د واشنګټن، لندن او اسلام آباد په استخباراتي مرکزونو کې جوړه شوې وه. اصلی موضوع ته راګرزو :
کله چی امریکا دپاکستان اونوری نړی په مرسته دطالبانو په حکومت حمله وکړه نو ددواړو ترمینځ یو څه لری والی پیداشو چی طالبانو مجبورأ دخپلی دفاع او ځان ژغورنی لپاره یو ځل بیا مظلوم محروم او ساده عوامو افغانانو ته رجوع وکړه پدی وخت کی نو طالبان صرف په یو ولسی غورځنګ بدل شول او جګړه یو څه سپیڅلی شوه ځکه چی طالب په مقابل دامریکا کی. چی دی کار یوځل بیا ډیری افغانان تیر ایستل او دغه ډله ی بیا خپله پیش امامه وګرزوله په اوائلو کی طالبان هم ولس ته یو څه ژمن و او که کوم داسی حرکت به ی وکړ چی دافغانی دودونو او ارزښتونو په خلاف به و نو ډیر زربه ی اصلاح کیده او حتی دخلکو سره به هم تفاهم کیده او ترینه به بخنه غوختل کیده مګر سترمکار (سی ای ای) او شریک ی (ای اس ای)نه غوښتل چی په دومره خواری جوړه کړی ډله له لاسه ورکړی نو ی ډیر په حکمت يو ځل بیا دطالبانو مشرانو سره رابطی جوړی کړی طالبان چون دکابل جان دچوکۍ دمزونه وروسته دتراب صیب خبره هغه طالبان نه و پاتی چی دکور په سوړ سوکړک به ی ګوزاره کوله او جنګ ته ددوام کولو توان هم ورسره نه و نو یو ځل بیا د (سی ای ای) او (ای اس ای) په لومو کی ګیر شو ددی لپاره چی دامریکا شتون په افغانستان کی قانونی شی نو دطالبانو غورځنګ ی بیا قوی کړ او د پراخو عملیاتو زمینه ی ورته برابره کړه خو افسوس چی ددی مرحلی میچن هم دافغان قوم په سرنو را وګرزیده ځوانان ی منحرف شو مشران ی ووژل شو کشران ی بی تعلیمه شول داسی کړنی تر سره شوی چی تیر تاریخ ی داغ دار او اینده ته یو بد او شرمناک یادګار پاته شو !!
اوس نو چی طالبان دنړی دستر قوت دپراخ تاید او سپوټ نه برخمن دی نو افغانی ارزښتونوته توجه ی هم له پامه وغورزوله وس نو که په مقاعدو (اندام مخصوصه) کی بمونه راوړی او پښتون قوم ته تاریخی عار پاتی کیږی هم خیر دی !!! وس نو که په پګړی او شملو کی بمونه رازی هم خیر دی !! هغه شمله چی مابه دخپل تاریخ په سپیڅلو پاڼو کی دفخر او ویاړ دنشان په توګه لوستله وس نو که دپښتنو دخځو په بورقو او حجابونو کی نرخزیان رازی هم خیر دی!!! وس نو که دجنګی سپوټ لپاره محلی مالداران تختول کیږی هم خیر دی !!
حتی داچی وس ی دخځو په تختولو هم شروع وکړه چی دافغانی تاریخ په هیڅ مرحله کی داسی ندی شوی دبټی کوټ باریکاب په سیمه کی امریکایانو دیو طالب په کور حمله وکړه او دهغه خځه ی بوتله نو دننګرهار ټول ولسونه راووتل او په ظرف د ۴ ساعتونو کی ی هغه خځه پدی دلیل چی دافغانی ارزښتونو خلاف و بیرته دهغوی دمنګولو ازاده کړه مګر نن طالب جان خپل قوم سره دومره ځوانی هم نکوی هغه دعربانو خبره ( وا اسفاه ) دغه ټولی فاجعی په ډیری سپین سترګی او بی وجدانی ترسره کوی او نسبت ی هم یو سپیڅلی نبوی حدیث ته کوی چی (الحرب خدعة) مګر ددی نبوی حدیث تشریح بیا دنبوی سیرت څخه نه را اخلی چی هغه به خپل فوج ته ویل ( لاتقتلو شیخا فانیأ ولا امرأةٔ ولا صبیأ ) بوډاګان ی مه وژنۍ خځی او ماشومان ی هم مه وژنۍ فصلونه او ونی ی هم مه لاهو کوی. الله اکبر دا وصیت هغه دکفارو په باره کی کولو خپل فوج ته مګر نن ی زما مسلمان شازلمی نه منی خدایه !!!! لیکوال محمد اسماعیل مومند