طالبان د افغانستان د بیخ بينا قسم خوړلي دښمنان خو د چا لپاره؟   سید عبدالله پاچا

طالبانو په تیرو پنځلسوکلونو کې د زرګونو افغانانو د وژنې تر څنګ په زرګونو کيلومتره پاخه سړکونه، پلونه، پلچکونه، ښونځي، مساجد،بازارونه،سربندونه، کاریزونه او ډير داسې شيان له منځه وړي دي چې يو ډول نه يو ډول يي ولس ته خیر رسیده.

همداسې په طالباني وحشتونو کې تر دوه ميلیونه ډير افغانان په هیواد کې د ننه بې کوره شوي دي چې ددې دومره شمېر کسانو تر بې کوره کيدو وروسته زرګونو جريبه کرنيزې ځمکې شاړې شوي، آباد کلی وران شوي، مالداري زيان لیدلی او له ولس څخه خپل هست او نيست په کورونو کې پاتې شوي دي.

په لنډمهال کې دا کیسه يوازې د خبر يا افسانې په توګه د ولس ذهن ته راځي خو په اوږدمهال کې ددې ډول وحشتونو اغیز ډير بد دی او ښکاره بیلګه يي د شاړو ځمکو له ډيريدا سره سم په هیواد کې د وچکالۍ ډيروالی او د موسمي ورښتونو کموالی يي ښکاره بيلګې دي او له همدې امله به په را روان کال کې زرګونو افغانان  د څښاک اوبو ونلري او ډيرې سيمې به هم وچې شي.

له وطن سره د طالب ددې جفا په لړ کې په وروستیو کې د برښنا پر پایو او سب سټيشنونو هم دې ترهګرې ډلې بریدونه کړي دي چې نوی وحشت يي په کندز او بغلان کې د په ماینونو پر مټ د برښنا د پایو الوزول دي.

په افغانستان کې اقتصادي وده پاکستان او ایران ته په هيڅ ډول د منلو نه ده له دې سره سره چې د ۲۰۱۴ کال د نغارې له ډنګيدو سره د پاکستان او ایران وړاندوینه دا وه چې شتمن افغانان به دې هیوادونو ته کډه شي او هلته به پانګونې وکړي یو ډول اوس دا کيسه دروغ ثابته شوې او هره ورځ وينو چې په افغانستان کې د هوساينې نوی غږ پورته کيږي، کله د خان سټيل په شان د څو ميليونو ډالرو په ارزښت د ودانیزوتوکو د تولید فابریکه پرانیستل شي او کله بیا د ولسمشر په لاسونو د خانه سازۍ دتصدۍ هغه برخه پرانیستل شي چې د کورونو د جوړونې ټوټې لکه ديوال، پايي، کړکۍ او… جوړوي او په يوه اونۍ کې يو کس کړای شي د کور خاوند شي.

په پاکستان کې زرګونو هغه کارخانې چې له نړۍ وال معیاره ډير ټيټ زهري توکي يي تولیدول په افغانستان کې کورنیو تولیداتو ته د حکومت او ولس له پاملرنې وروسته اوس په ټپه ولاړې دي او د خرابو شویو غنمو او وړو انځورونه خو په ټولنیزو رسنیو کې هم کښته پورته شول،په مقبوضه پښتونخواه کې د افغان ولس په وينو کې لمبيدلي ډاکټران نن سبا د خپلې معاينه خانې کرايه نشي ورکولای خو برعکس ډله ډله افغانان يا په هیواد کې د ننه درملنه کوي اویا هندوستان ته ځي، په ایران کې هم ورته وضعيت دی که څه هم د ایران خوراکي توکي د پاکستان په توپیر د بسته بندۍ له درکه معياري ښکاري خو دا هم د پاکستان په شان زهري توکي دي چې نه يوازې د خوراک نه دي بلکه زهر دي چې ولس يي خوري او تدريجي مرګ ته تسليميږو، ايرانۍ شيدې، روب، مرباوې، قیماق، پنير، شامپو ګانې، د کالیو وينځلو صابونونه، د ځان وينځې صابونونه او…. په خپل ترکيب کې داسې مواد لرې چي په کراره کراره انسانان د پوستکي په سرطان، د هډوکي په ورستيدا، نفس تنګي، د وينې په لوړ فشار او د شکرې په ناروغۍ اخته کوي او زموږ په وطن کې ددې ډول ناروغيو خورا ډيرې بیلګې شته دي.

اوس اوس په افغانستان کې د توليدي برخې پياوړتيا ایران او پاکستان دواړه وارخطا کړي دي او د برښنا پر پایو وروستي بريدونه ددې لپاره کيږي چې د برښنا پر مټ چليدونکې فابريکې بې برقه شي او بیا پانګه والو ته د ويزې او اسانتيا ورکولو په پلمه  له افغانستان څخه د پانګې تيښتې ته زمينه برابره کړي او يا که هيڅ ونشي دا شته توليد په ټپه ودريږي او تقاضا تر عرضې لوړه شي او بیا ددې دوو متخاصمو هیوادونو زهرين توکي هیواد ته راسر شي.

ددې جګړې تر شاه استخباراتي راز دادی چې د پاکستان په ډيرو فابريکو کې لکه فوجي سيمټ او ډيرې نورې پوځ او آی اس ای ونډه وال دي او دوی ته بې دريغه تورې پيسې له همدې لارې راځي ان تر دې چې آی اس ای په افغانستان کې طالبانو ته چاودیدونکي توکي هم د وړو او سيمټو په بوجيو کې ليږي چې څو وارې نيول شوي هم دي، ایران هم ورته جوړښت لري او په ياد هیواد کې په پټه مسلط د سپاه پاسدارن وحشيان نه يوازې چې له اقتصادي پلوه ځان پیاوړی کوي بلکه په افغانستان کې په سفارت او کونسلګريو کې د ويزې له پور او پير څخه تر لاسه شوې پيسې بیرته زموږ په وطن کې پر جاسوسانو او بربادونکو ويشي.

په لرو پرتو سیمو کې د سړکونو له ورانيدو د طالبانو موخه داده څو کرنیز توکي په آسانۍ بازار ته ونه رسيږي او نه سوداګر هغو سیمو ته زړه ښه کړي چیرته چې لارې خرابې وي او د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پکې سخت وي.

په پاکستان کې همدا اوس توليدي وضعيت ځکه ډير خراب دی چې وار له مخه په دې هیواد کې په لویه کې بازار نړۍ والو کارخانو لکه نيستلې او نورو نيولی دی هغه وړې کارخانې چې په پاکستان کې فعالې وې ژاولې، پټاقۍ،پاپړ،چپس،رخت، وړه،د چرګانو دانې،کيمياوي سرې،سيمټ او… يي تولیدول له افغانستان پرته د نړۍ په هيڅ ځای کې ورته بازار نشته دی له همدې امله پاکستان يو لوري ته له افغانستان سره بدلي پيل کړې او بل لوري ته د ښه کيفيت لرونکې افغاني ميوې،سبزۍ،وچې ميوې، غالۍ او زعفران په خپل نوم بهر ته صادروي چې د جڼغوزيو د صادراتو جعل کاري يي نوی چار دی، ایران هم په لويديځه حوزه کې يو لوري ته د اوبو د مدیريت د مخنيوي په خاطر پر طالبانو پانګونه شروع کړې، بل لوري ته يي د چرګانو صادراتي انفلونزا يا والګی هرات ته صادر کړی دی او بلخوا د هرات په بازارونو کې ایراني بې کیفیته زعفران دومره ډير شوي دي چې په څو مواردو کې ایراني جاسوسان لاس په لاس ګیر شوي دي.

د افغانستان له بیخ بینا سره د طالبانو  د روانې دښمنۍ سرچينه پاکستان اوایران دی او دوی ددې لپاره چې افغانستان محتاج وي د اوبو د مدیریت، بندونو د جوړولو، سترو سیمه ایزو پروژو د پلي کيدو او سبوتاژ لپاره له هرې شونې لارې کار اخلي څو دلته د هوساينې او بساينې راټوکيدلې هيلې په ناهيلۍ بدلې کړي.

په افغانستان کې د خوراکي توکو ګرم بازار، د سترو فابریکو پرانیستې، د کرنيزې برخې عصري کيدو، د شنو خونو او سړو خونو ایجاد ته د دولت پاملرنه پاکستان او ایران ته د دښمنو ګاونډيو په توګه د منلو نه ده له همدې امله خو پر بزګر، تولیدونکي، برښنا او نورې بيخ بینا باندې د طالب په شکل کې ایراني او پاکستاني يرغلونه ډير شوي دي چې ددې وحشت مخنیوی ملي رسالت او هیوادنی مسولیت دی اوولس باید لاس په کار شي.

ولس له هیواد سره د ريښتونې مينې د مظهر په توګه په خپلو سیمو کې که د دولت، نظام، قانون د پياوړتیا او يا له سرتیرو د حمایت غږ نشي پورته کولای لږ تر لږه له سړک،ښونځي، د برښنا له پايي، فابريکې، کروندې او سربند څخه د ملاتړ غږ پورته کول يي حق دی او فکر نکوم د پاکستان او ایران په خاطر ګمارل شوې اجيرې ډلې به ددې ډول ويښتابه پر وړاندې ودريدای شي.

طالبانو په مذهبي او دودیز ډګر کې له ایران او روسانو سره تر هوکړې وروسته په ټوله کې ولسي باور له لاسه ورکړی دی، په کلیوالو سیمو کې له دې ځناورو کرکه دومره ډيره شوې چې هيڅ حد يي نشته او همدا له دوی د ولس د کرکې لامل دی چې پر دوی په يوه شپه او ورځ کې تر سلو په ډيروهوايي بريدونو کې له یو نیم ځلې ماسوا يو ملکی وګړي ته هم مرګ ژوبله نه اړوي، حال دا چې تر دې مخکې وضعيت داسې نه وو بلکه په هر هوايي برید کې به ځکه ملکي وګړي وژل کيدل چې طالبانو ته به يي شپه ورکوله او د خدای د لښکر په نوم به يي ددوی قدر کاوو خو اوس اوس نور ولس پوی شوی دی او حتمن د ډيرو په ذهن کې دا پوښتنه شته چې له روسانو سره دامریکا د ماتې په خاطر دوستي، د ایران او پاکستان په خاطر په افغانستان کې د تحميلي وحشتونو پر مخ وړل ددې ولس په خیر نه دي.

په هر حال هرڅه چې وي په بغلان کې بیګاه شپه د برښنا له پایو سره د طالبانو کړی زیاتی له همدې وحشتونو سرچينه اخلی خو بیا هم دولت او برښنا شرکت په ډيره میړانه او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو سره وکړای شوای چې نن بیرته د کابل برښنا په موقتي ډول سره وصل کړي او تخريب شوې پایه جوړه کړي.

پر ولس مې غږ دی چې هرې پايي،هر کور، هر ښونځي، هر کور او هر پله ته د سرتیرو دريدل ناشوني دي خو همدا دوی دي چې په خپلو سیمو کې به د عامه تاسیساتو د ساتنې په لړ کې د افغانستان هوساينې اوبساینې ته زمينه برابروي.

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *