ودان روښان
طالبانو پخوا هم ویلي و چې له افغان دولت نه بلکې امریکا سره خبرې کوي، ددې خبرې منطق په کوم ځای کې دی چې له خپلو مسلمانو وطنوالو سره نه بلکې له نامسلمانه امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي؟ دغه دریځ څو اړخه لري چې غواړم بېلابېل ګوټونه یې د څېړنې او شننې په هنداره کې روښانه کړم:
په لومړي ګام کې خو دغه دریځ رواني او تبلیغاتي بڼه لري او هغه دا چې غواړي په دې سره افغان دولت بې اعتباره او بې ارزښته کړي او وښیي چې دغه دولت مشروعیت نه لري، خپلواک او د خپلې ارادې خاوند نه دی، ددوی طرف نه دی، دوی یې په رسمیت نه پېژني او خپل سیال یې نه ګڼي… او څه او څه! طالبان خو په اصل کې د هغوی ریموت کنترول والا په دې سره غواړي د رواني او تبلیغاتي جګړې له لارې د اوسنی دولت مشروعیت له پوښتنې سره مخ کړي. خو دا چې وایي له امریکا سره خبرې کوي ددغه دریځ منطق دا دی چې غواړي وښیي د نړۍ ستر پوځي او اقتصادي قدرت ددوی سیال دی او له تبلیغاتي پلوه ځان په لوړ او ټینګ دریځ کې وښیي. که امریکا چېرته له هغوی سره ماټکې رسمي خبرې هم وکړي، ان که هیڅ راز پرمختګ، لاسته راوړنه او پایله هم ونه لري طالبان به له امریکا سره یوازې د خبرو میز ته ناسته هم خپله ستره بریا اعلان او له دې خبرو به پراخه تبلیغاتي ګټه پورته کړي، نو ځکه خو فکر نه کېږي چې امریکایان دې دومره ساده وي چې له هیڅ تضمین او لاسته راوړنې پرته دومره امتیاز طالبانو ته ورکړي.
خو دغه دریځ بیا نور ګوټونه هم لري او هغه دا چې طالبان یوه ایدیولوژیکه ډله ده او دا ټیک د هغو متعصبو او سکتاریستو تنګ نظره ډلو د ادعا خلاف ده چې د طالبانو ډله قومي او په سپینه خبره ملت پاله پښتانه بولي، دا سمه ده چې ډېر طالبان د پښتنو له منځه راپورته شوي خو ددوی نظر او عمل له بل هرچا ډېر زیان پښتنو ته اړولی دی خو که دوی رښتیا د پښتنو ګټو ته کتلی د پښتنو بچیان به یې له زده کړو نه پاتې کول، د پښتنو په سیمو کې به یې ښوونځي، کلینیکونه او نور ټولګټي بنسټونه، نه ورانول، سلګونه روڼ اندي او وتلي پښتانه به یې نه وژل او د پښتنو دوښمن اسماعیل خان به له بنده ژوندی نه ترې تښتېده نو ځکه خو ویلی شو چې طالبان قومي نه بلکې ایدیولوژیکه ډله ده. د ایدیالوژیکې ډلې غړي د یو اکتسابي فکر پربنسټ سره راټولېږي او یو له بل سره تړاو او پیوستون یې ایدیولوژي وي چې له ایدیولوژیکو کرښو هر ډول کږون(انحراف) د هغه جریان غړي له یو بله جلا کوي. که د یو ایدیولوژیک جریان غړي د تسبیح دانې او خپله ایدیولوژي د تسبیحو تار وګڼو نو د ایدیولوژي یا تار په شلېدو تسبېح پاشل کېږي اوس نو که طالبان له دولت سره د سولې خبرو ته کیني له تردید پرته دا ډل پاشل کېږي دا ځکه چې ډېر هغه طالبان د دوی په اند د اسلامي امارت په نوم راټول شوي، خپلې او د نورو وینې یې تویه کړي نو که اوس یې مشران له کومې یقیني ګټې پرته له دولت سره د خبرو میز ته کیني زیات شمېر ایدیولوژیک طالبان ترې جلا کېږي او دا دهرې ایدیو لوژیکې ډلې ځانګړتیا ده.
خو قومي او سیمه ییزې ډلې بیا داسې نه دي هغوی خپلې ټولې ګټې او ښېګڼې د خپل مشر په پرېکړو او ارادو کې ګوري هر څه چې یې مشر وایي ټول هغه مني. موږ ولیدل هرڅه چې احمد شا مسعود ویل یا یې کول ډلې یې هماغه کول که له هرچا سره یې خبرې، جوړجاړی یا تړون کاوه د خپلې ډلې له هیڅ راز پوښتنې سره نه مخ کېده یا هرڅه چې دوستم، مزاري یا محقق ویل، ډلو یې چې قومي او توکمیزې موخې درلودې نو ځکه خو یې ډلو منلې. خو د ګلبدین حکمتیار ډلې چې ایدیولوژیکې موخې درلودې ډېرې پرېکړې چې له تردید پرته چې په ګټه یې هم کړې وې خو چې له ایدیولوژي سره یې ټکر درلوده، ډېرې ګرانې ورته پرېوتلې دي. دا که له شهنواز تڼي سره همکاري چې له تردید پرته د دوی د غلیم ډاکتر نجیب په کمزورتیا تمامه شوه، خو په دغه کار سره د حزب اسلامي ډېر وتلي کسان ناراضه او ترې جلا شول. همدغه راز، له دوستم سره د هم اهنګي شورا په جوړولو یې خپل قسم خوړولي دوښمن احمدشا مسعود ته کلک ګوزار ورکړ خو بیا هم ډېر حزبیان ترې خوابدي شول. خو مسعود او دوستم چې له روسانو، تر ای اس ای، هندوانو او لنډه دا چې له هر چا سره یې هرډول مامله کړې پلویانو یې په خپله ګټه ګڼلې او ملاتړ یې کړی. اوس نو که طالبان له افغان دولت سره خبرې وکړي ډېر طالبان یې نه مني.
له بله پوله تر هغو چې طالبان له بهرنیو او کورنیو مالي سرچینو برخمن وي، کله هم سولې ته نه چمتو کېږي چې په کور دننه د نشه یي توکو کار وبار، کان ایستنې، له خلکو په بېلابېلو نومونو پیسې اخیستل او بهرنۍ خو یې لکه لمر روښانه دي، تر هغو چې دا سرچینې وي هغوی به کله هم سولې ته زړه ښه نه کړي.
په دې اړه ټاکونکی رول هغه لوری لوبوي چې دوی(طالبان) یې د خپلې موخې له پاره جوړ کړي په حقیقت کې هماغه لوری ددغه کار اجازه نه ورکوي دا ځکه تر هغو چې د ریموت کنترول والا موخې نه وي پوره شوي یا هغوی (ریموت کنترول والا)په رښتینې مانا دې پایلې ته نه وي رسېدلي چې نور د دې ډلې(طالبانو) ملاتړ د ګټې پرځای زیان ورته لري نو بیا دغه کار شونی دی. په تېر کې دا مسله ډېر ځله تکرار شوې هغو طالب مشرانو چې سولې ته بیخي لږ لیوالتیا هم ښودلې یا یې سربایللی، یا په ټپي حالت کې په تېښته بریالی شوی یا بندي شوی او یا هم تښتېدلی. ملا منصور، ملاعبیدالله، مولوي رقیب، ملابرادر، ملا اغاجان معتصم او سلګونه نور یې ښې بېلګې دي چې برخلیک یې ټولو ته مالوم دی نو ځکه خو طالب مشران پر دې ښه پوهېږي که د خپل ولینعمت له اشارې پرته د سولې خبرو ته بیخي لږ لیوالتیا هم وښیي نو لومړی دې له خپل سره تېر شي بیا دې دغه ډول جرات ته زړه ښه کړي.
روښانه ده چې طالبان به هله خبرو ته چمتو شي چې یا یې ولینعمت غټ امتیاز ترلاسه کړي، یا هغه ډول چې وړاندې اشاره ورته وشوه د هغوی ولینعمت په بشپړه توګه یقیني شي چې د دې ډلې د ملاتړ دوام ورته له ګټې زیات زیان لري چې دغه حالت د نړیوالو په تېره متحده ایالاتو سخت فشار او د ورته عمل په پایله کې شونی دی. بله دا چې دا ډله د جګړي لوري ته د خپل ولینعمت په ګټه بدلون ورکړي یا هم جنګ بندښت ته ورسېږي او دا یقیني شي چې په جګړه کې طالبان ګټه نه شي کولی بلکې ښایي د وخت په تېرېدو سره دا ډله د ولس له قهر او غصې سره مخ او ټغر یې ټول شي، یا د هغوی (طالبانو) ولینعمت باوري شي چې نیابتي لښکر یې د بشپړې نابودي له ګواښ سره مخ شوی په هغه حالت کې به ریموت کنترول والا دا غنیمت وګڼي چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې لږ تر لږه یو څوک لري نو هغه وخت به له ناچارې ورځې دا ډله د خبرو مېز ته راکش کړي. اوس نو که افغان دولت او ملاتړي یې غواړي طالبان د خبرو مېز ته راووستل شي نو لومړی دې د هغوی پر ولینعمت فشارونو ته زور ورکړي، بله دا چې افغان دولت ورته عمل ته مخه کړي په دې مانا چې که په افغانستان کې چاودنه کېږي په ځواب کې یې په پاکستان کې هم چاودنه وشي، که په افغانستان کې پر هرټول ګټي بنسټ برید کېږي د پاکستان پر برېښنا بندونو، هوایي ډګرونو په تېره پر ګوادر بندر بریدونه وشي او هغوی(پاکستانیان) داسې وګڼي چې هیڅ عمل یې بې څوابه نه پاتې کېږي نو هله به عقل د دوی سر ته ورشي او په افغانستان کې به له ورانکاري لاس واخلي. له بله پولو پر طالبانو پوځي فشار ته په داسې بڼه زور ورکړای شي چې ملکي وګړو ته په کې زیان ونه رسېږي خو له هغوی د عمل هرډول نوښت چانس صلب او د عمل پرځای عکس العمل ته اړ شي. له بله پلوه باید د طالبانو ایدیولوژي په نښه او بې اعتباره شي چې څوک د ایدیولوژي په نوم له یادې ډلې سره یوځای کېدو ته زړه ښه نه کړي دا چې څه ډول؟ اړینه ده چې په اړه یې باید د هیواد او سیمې دیني عالمان، د پوځي او سیاسي چارو شنونکي، سیاست وال اروا پوهان، د رواني جګړې په اړه د نظر خاوندان، تبلیغاتي کارپوهان، اوسني او پخواني تجربه لرونکي دیپلوماتان، دبغاوت او شورشګري په اړه کورني او بهرني د نظر خاوندان په ګډه یو کړنلاره ان که دکترین هم وګڼل شي جوړه کړي.
TALIBS ARE NOT HONEST FOR PEACE.BECAUSE;
1; PRESIDENT OBAMA TAKE OUT UNITED STATES FORCE FROM AFGHANISTAN/BUT TLIBS START MORE ATTACKS ON THAT DISTRICTS
AND PROVINCE/FROM WHERE NATO MADE EMPTY FOR AFGHAN FORCE.
2-NOW HONOR ASHRAF GHANI MADE ESSY THE PEACE PROCESS,
BUT TALIBS WANT TALK TO UNITED STATES,
ONLY AFGHAN ELDERS CAN SOLVE AFGHANISTAN WAR.
IF AFGHANISTAN HAVE A STRONG GOVERNMENT AND PEACE COME
TO THE COUNTRY.NATO AND USA FORCE WILL GO OUT,
ALWAYS BE GREAT AFGHANISTAN AND AFGHAN SECURITY FORCE,
THANK YOU