وروسته له هغې چې په اندونیزیا کې د افغانستان په تړاو د څو اسلامي هېوادونو د علماوو د راټولیدو اعلان یو ځل بیا وشو چې د افغانستان د جګړې په تړاو خپل نظر په ډاګه کړي او په دې کنفرانس کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوه، خو طالبانو په کې د نه ګډون اعلان وکړ.

طالبانو پلمه دا وه چې دا کنفرانس ورته یوه توطیه ده او ګډون به یې له ګټې ورته تاوان زیات وکړي، د طالبانو لپاره دا کومه نوې خبره نه ده، ځکه هر ځل چې د سولې فرصت پيدا شوی تېښته یې کړې، یو لامل دا دی چې طالبان نور د جګړې د اوږدولو لپاره دلیل نه لري چې مخامخ یې مطرح کړي.

د اندونیزیا په کنفرانس کې دیني علماء راټولیږي چې د افغانستان په جګړه هر اړخیز بحث وکړي او د اسلام په رڼا کې د دغې جګړې په تړاو خپل نظرونه په ډاګه کړي، طالبان له وړاندې په دې خبر دي چې اوسنی جګړه یې هیڅ له اسلام سره اړخ نه لګوي، نو د اندونیزیا په کنفرانس کې بند پاتې کیږي نو ځکه یې د نه ګډون اعلان وکړ.

اوس هر څه بدل شوي، اوس هغه پخوا وخت نه دی چې جګړه مارو به کلیو او ښارونو کې خلک د اسلام په نوم راټولول او بیا به یې د خپلو او بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره جنګول، افغان حکومت اوس په دې کار پيل کړی چې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د علماوو په نظريي د افغانستان جګړه د اسلام له نظره تشریح کړي او پایلې یې له ټولې نړۍ سره شریکې کړي.

په دې تړاو مخکې هم بحثونه شوي، بیلابیلو اسلامي کنفرانسونه او کوچنۍ ناستې شوي چې د نړۍ اکثر علماوو دا فتوا ورکړې چې په افغانستان کې روانه جګړه فساد دی او له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي، طالبان خپل راتلونکی تصویر تیاره ګوري، ځکه افغان حکومت اوس د جګړې په تړاو ټول اړخونه په ډاګه کړي چې دا د بهرنیو هېوادونو د ګټو جګړه ده او قرباني یې افغانان ورکوي.

طالبان ځکه اوس د جګړې لپاره پلمه نه لري چې افغان حکومت د سولې په تړاو خپل دریځ په ډاګه کړ او دا د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.

طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور پلمه کوي، خو اوس په افغانستان کې جګړه د افغانانو پرضد ده، اوس بهرني ځواکونه د جګړې په کرښه کې نشته، اوس بهرنیان شپني او ورځني عملیات نه کوي، اوس د ټول افغانستان امنیت او دفاع د افغان ځواکونو په لاس کې ده او دا طالبانو ته هم په ډاګه ده چې له افغان ځواکونو سره په جګړه دي، خو سوله له امریکا سره غواړي.

طالبان چې د نور هېوادونه یې تمویل کوي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي، د جګړې لپاره یې ټولې پلمې ختمي دي، یواځې همدا پلمه پاتې ده چې د بهرنیو ځواکونو پرضد جهاد کوی، خو په داسې حال کې طالبان له تېرو ۴ کلونو راهیسې مستقیما له افغانانو سره په جګړه دي، ځکه همدا څلور کاله وړاندې د ټول افغانستان امنیتي او دفاعي مسوولیت افغان لوري ته وسپارل شو او بهرني ځواکونه ځینې ووتل او ځینې په هوایي اډو او بیضونو کې پراته دي.

د اوسني حکومت همدا دریځ د طالبانو د زوال سبب کیږي چې د سولې لپاره ټولې لارې یې ورته خلاصې کړي او که له دې سره بیا هم طالبان جګړه کوي، دا نه اسلام دی او نه افغانیت دی، له دې وروسته به د افغان حکومت دا دریځ د طالبانو په منځ کې هم جلاوالی راولي او هغه ډلې چې سولې ته لیواله دي له افغان حکومت سره سوله وکړي او هغه ډلې چې له سولې تېښته کوي، بیا به ورته دا فرصت نه وي، نه به یې ورځې ځای کیږي او نه د شپې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *