دا امېد ډیر و چې طالبان به په نژدې ورځو کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني خو هغوی له اوږده سکوته وروسته وویل چې خبرو ته حاضر نه دي.
دوی خبرې له شرطونو سره غوټه کړې دي خو حقیقت دا دی چې شرطونو ته د مثبت یا منفي ځواب ورکولو لپاره هم خبرې پکار دي.
د طالبانو له انکاره وروسته هغه کسان چې د طالبانو له فزیکي محوه کیدو سره ډیره دلچسپي لري او ډیر تاکید یې دا دی چې طالبان باید خامخا مات شي، خوشحاله ښکاري. البته، ټول هغه کسان چې افغانستان نه غواړي او خدای مکړه د نړۍ د نقشې له مخې د افغانستان د لرې کیدلو ارزو ورسره ده، د جنګ په اوږدوالي کې خپله ګټه ویني. دا هم یو ښکاره حقیقت دی چې د افغانستان په جګړه کې د ځینو کسانو شخصي ګټې دي او هغوی چې په خړو اوبو کې کبان نیسي، د اوبو روڼتیا ته زړه نه ښه کوي.
طالبان ولې په شا شول؟ دا مهم سوال دی. د ځینو ښنوونکو په نظر، طالبان ځکه په شا شول چې که په اسلام اباد کې خبرو ته حاضر شي نو داسې به ښکاره شي لکه د پاکستان لاسپوڅي چې وي. تیره اونۍ د پاکستان د صدراعظم لوی سلاکار سرتاج عزیز په امریکا کې وویل چې طالب مشران له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې اوسي او پاکستان تر یوه حده کولای شي، په دوی باندې فشار واچوي. له دغسې څرګندونو وروسته که د کوټې د شورا مشران د اسلام اباد په مذاکراتو کې کښېني نو دا به ورته سخته وي چې خپل پلویان قانع کړي چې دوی مستقل کسان دي.
د طالبانو د انکار په باره کې د پاکستان مشهورې ورځپاڼې ( ډان) په یوه تبصره کې کښلي دي چې د طالبانو دغه اقدام د امتیاز اخیستلو لپاره دی. د ډان منظور شاید دا وي چې که د افغانستان حکومت د طالبانو د قطر دفتر په رسمیت وپیژني او د دوی د سیاسي کسانو د تګ راتګ د ازادي لپاره اقدامات وکړي نو طالبان به مذاکراتو ته تیار شي. طالبانو لږ څه مخکې ویلي وو چې که څوک له دوی سره خبرې کول غواړي نو اول باید دوی ته د خبرو اترو حد اقل زمینه مساعده شي.
د طالبانو ځینې مقدماتي غوښتنې که غیر واقعي وبولو، ځينې خو یې ډیرې منطقي ښکاري. البته، دا استدلال هم قوي دی چې د منطقي شرطونو د پوره کیدو لپاره هم بهترین کار دا دی چې خبرې وشي.
د افغانستان له حکومت سره ویره ده چې تر خبرو له مخه که د طالبانو شرطونه ومني او بیا وروسته په خبرو کې څه پرمختګ ونه شي نو په داخل کې به له سختو نیوکو سره مخ شي. دې ته ورته ویره طالبان هم لري. د ملا عمر اخوند په وخت کې طالبانو یو داسې څوک لرل چې ټولو یې خبره اوریده خو ملا اختر محمد منصور ته مشکله ده چې خپل ټول کسان قانع کړي.
که د قضیې دواړه لوري پریږدو او افغان ولس ته راشو، نو حقیقت دا دی چې له ځینو خاصو کړیو پرته نور ټول په وطن کې سوله غواړي او په دې خپه دي چې هره ورځ د د دې وطن د خلکو وینې بهیږي او زموږ وطن په کنډواله بدلیږي.
د جنګ اوږدوالی خصوصا طالب مشرانو ته ډیر مسولیت متوجه کوي، ځکه له اسامه بن لادن سره د طالبانو ملګرتیا د دې سبب شوه چې امریکایان په افغانستان باندې حمله وکړي او اوس چې امریکایان په مختلفو ژبو وایي چې د عسکرو وتلو ته تیار یو او په دې لړ کې یې تر نوي فیصده زیات عسکر له افغانستان څخه وتلي دي، نو که بیا هم د سولې مذاکرات ځنډیږي او امریکایي عسکر پاتیږي، ډیر مسولیت به یې طالب مشرانو ته متوجه وي.
د ټولو افغانانو یو مشترک هدف دا دی چې د مسلمانانو په حیث د عزت ژوند وکړي. اوس سوال دا دی چې ایا مسلماني په علم او ترقي او انکشاف او خوشحالي او سوکالي کې ده او که په جنګ او ماین او تباهي کې ؟
طالبانو ته به دا سخته وي چې له هغو کسانو سره خبرو ته کښیني چې په کلونو کلونو یې جنګ ورسره کړی دی ، مګر لویه کامیابي او حقیقي کامیابي صرف د هغو په نصیب کیدای شي چې په ولس ورحمیږي او له جنګ او تباهي یې وژغوري.
د جنګ د دوام لپاره خیالي یا واقعي دلایل پیدا کول سخت کار نه دی. د جنګ لپاره د کسانو موندل هم مشکل نه دي. مګر نتیجه مهمه ده چې څه ترلاسه کیږي. طالبانو ته او بل هر افغان ته چې په اسلام یې زړه خوږیږي او په افغانستان یې زړه خوږیږي، دا پکار ده چې دوراندیش واوسي او د افغانستان او افغانانو خیر وغواړي. د جنګ او ناامني نتیجې معلومې دي. جنګ د فقر، بې رحمي، عقدو، کینو، تربګنیو، غلامي، جاسوسي، ذلت او سل نورو نارواوو باعث ګرځي خو برعکس، سوله د اخوت، محبت، خوشحالي، ترقي او سړیتوب زمینه مساعدوي. هغه سوریه چې اوس ده او هغه سوریه چې لس کاله پخوا وه، ډیر فرق یې دی. په عربستان کې به هم امریکایي قواوې وي او هم به یې حکومت مستبد وي، مګر تر هغې لیبیا په مراتبو انساني او اسلامي هیواد دی چې ډلې یې بو بل وژني. د جهاد په پیل کې حزب اسلامي د شهید ادم خان غوندې قوماندان لرل چې پاک کسان وو او عقیده یې لرله مګر جګړه
چې اوږده شوه، بیا نو حزب اسلامي زرداد ته پاتې شو. طالبان هم که جګړه اوږدوي، په نورو بدمرغیو سربیره په داخل کې خپلو زرداد خېلو ته محتاجیږي. دا د هر داخلي جنګ د اوږدوالي حتمي نتیجه ده. طالب مشران باید د اسلام، مسلمانانو او افغانانو او افغانستان لویې ګټې په نظر کې ونیسي او د سولې لاره غوره کړي. د قرآن حکیم صریح حکم هم دا دی چې مخالفان سوله وغواړي نو تاسې هم سوله وغواړئ.
dera manana wroora Allah pak na derta noor hum dde kher nasher kaolo toufiq ghwarem.
هو! ماهم وارویدل چې تیره اونۍ د پاکستان د صدراعظم لوی سلاکار سرتاج عزیز پنجاپي په امریکا کې وویل چې طالب مشران له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې اوسي او پاکستان ددوئ سره مرستې کوي او ددوئ ناروغان اود جنګ د پرهاریانوعلاج کوي۰نو پاکستان کولای شي، په دوی باندې فشار واچوي اوسولې ته ئې اړباسي۰
نوزه دیوې افغانې خور په حیث له داوړوخواونه داهیله کوم چې دقرآن په خاطرجنګ بس کړئ ، زمونږ ژوند مو په مردارئ کې تیرکړ ،جنګ صرف دځان تبائي ده، بې عزتي ده ۰ که څوک په ریښتیا مسلمان او افغان دئ نو په هر حالت، بې قید اوشرطه به دخپل اولس دعزت اوکرارئ لپاره ســـوله وغواړي که نه پاک الله دې ورسره پوې شي۰
دیر فه زره فوري اومعقوله تبصره وه. بايد يوقانون ولرواودهغه عملي كونكي قوه وي
اوترسويوه نظريه جور سوياست
بيافه يوه وطن كي نه فه لگن كي هم سره جايزو
اوس خو زمونز دقوي يو كندك هم فه سل فكره دي
نو گيله ولييييي
ياره اوس خو افغا ني ماشومان هم په دی پوهيږي چي، طالب ته مستقل ويل د افغاني حالاتو نه د پوره بي خبرۍ په معنا دي. طالب د هغه خداي روي نه مني چی دي عقيده ورته لري نو ستاسی زارۍ به څه فایده ولري
Taliban don’t have freedom of decision making power and the game is in someone else hand and just use Taliban as front face. The Taliban leaders and their families have been kept captive and they have the only option to implement ISI and Punjab strategic plan. In order to reach this goal, they don’t care of Islam, humanity, nationality, land and any other things. Taliban are the a branch of Pak Army and they die for Pakistan everyday and go to hell. We should not trust on Taliban as they are the puppy of ISI and the Afghan Government should not accept any of their demand and condition. The best solution is to eradicate all Taliban from the surface of earth and send them all to hell.