تاند- وسله وال طالبان وايي چې له امریکا سره د قطر په خبرو کې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې.

د  طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه/ د قطر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل، د قطر په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته د تروریستي ګواښ د نه پېښېدو په اړه بحثونه شوي دي.

ده زیاته کړه، په دواړو یادو مسلو کې یو لړ پرمختګونه شوي او ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د خبرواترو د پایلو په اړه له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.

د طالبانو ویندوی دا هم وویل چې د دې ډلې مرکچیان او امریکايي پلاوی به په ګډه د بل پړاو خبرو نېټه وټاکي.

طالبانو او امریکایانو تراوسه پورې پنځه پړاوه خبرې کړي او ښايي د روانې مارچ په وروستیو کې بل پړاو خبرو ته کښېني.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې پر ځلورو موضوعاتو خبرې شوي خو د طالبانو ویندوی بیا بیا ټینګار کوي چې یوازې پر دوو مسلو خبرې او موافقه شوې ده.

 د سپڼې ماڼۍ مرستیال ویاند پلدینو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترورېستانو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو مسوده چمتو شوې او له لاسلیک کېدو وروسته به په بین‌الافغاني خبرو او په هر اړخیز اوربند خبرې کېږي.

پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د ده په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د مخنیوي د تضمین او د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستي ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهايي شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسي حل او عمومي اوربند پر سر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

One thought on “طالبان: پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره پر خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې”
  1. که پاکستان د طالبانو په اړه هر ډول سپکه او بده خبره وکړي، طالبان چوپه خوله وي. هيڅ حرکت او هیڅ شور نه خوري.
    عمران خان ویل طالبان ما خبرو ته کښينول
    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویل طالبان موږ خبرو ته اړ کړل
    جنرل مشرف ویل طالبان د پاکستان سپینی کوتری دی
    د پاکستان میډیا ویل چې د طالبانو د پاکستان په امر د هلمند په شورات حمله وکړه
    خو طالبان ګونګ،، چوپ، کاڼه او ړانده دي . شور هم نه خوري ته به وايي مړه دي

    خو چې خبره د افغان حکومت شي بیا نو زبیح الله په همغه شیبه اعلامیه خپره کړي

    بس سړی نه پوهېږي چې د شرم او غیرت په نامه څه شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *