(سنټرل اېشيا انلاين) په خپل يو تازه خپاره شوي راپور کې ويلي دي، چې افغان او پاکستاني وسله وال طالبان په خپلو ليکو کې کم عمره ماشومان شاملوي او بيا ورباندې وخت ناوخته خپله جنسي تنده ماتوي.

سرچينې، په دغه اړه له پخوانيو طالب چارواکيو، ديني عالمانو او د پاکستان له پوځي مامورينو سره خبرې کړې دي.

پېښور مېشتي ليکوال او خبريالان عقيل يوسفزي سنټرل اېشيا ته ويلي دي، چې ده په خپله هم په دغه اړه يو مفصل راپور تيار کړی دی او دا يې په ثبوت رسولې، چې طالب اورپکي پر هغو ماشومانو جنسي تېري کوي، چې له دوی سره د دوی په سنګرونو کې شپې تېروي.

ده ويلي دي، په دې اړه کره اسناد او شواهد هم په لاس کې لري.

عقيل يوسفزي وړاندې ويلي دي، چې اورپکي په باقاعده توګه د خيبر پښتونخوا د سرحدي سيمو ښوونځيو ته ورځي او هلته پکې ښکلي ښکلي ماشومان د ځان لپاره خوښوي.

د ده په خبره، د پوهنې سيمه ييزو چارواکيو په دې اړه د پاکستان د متحده مجلس عمل (له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۷) ايالاتي چارواکي هم خبر کړي دي، خو وايي، تر اوسه په دې اړه چا د پام وړ څه نه دي کړي.

په سيمه کې د طالبانو يو پخواني قومندان (چې د سرچينې په خبره اوس سبزي خرڅوي) هم سنټرل اېشيا انلاين ته منلې ده، چې د طالبانو په ليکو کې قومندانان پر ماشومانو جنسي تنده ماتوي.

دغه قومندان چې خپل نوم مومند ښيي وايي، په ټولنه کې هغه ماشومان چې د جنسي تېري ښکار شوي وي، دغه کيسه د يو راز په توګه له ځان سره ساتي، ځکه خلک بيا دې ته نه ګوري، چې دغه جنسي اړيکه ماشوم په خپله خوښه له چا سره ټينګه کړې او که تېری ورباندې شوی دی. بس يوازې ماشوم ملامت بولي.

ده ويلي، د طالبانو ځينې قومندانان چې پر کوم ماشوم جنسي تېری ورکړي، وروسته خپل نور ملګري هم را خبروي او هڅوي يې، چې هغوی هم په دغه ماشوم ده ورته تېری وکړي.

ده ويلي، په دغه چاره د طالبانو وتلي قومندانان هم خبر دي خو، چې د هرې دغسې پېښې په اړه ورته حال ورسېږي، نو غوږونه ورباندې کاڼه واچوي.

په پېښور کې د مرکز اسلامي په نامه د يوې مدرسې مهتمم مولو عبدالاکبر چترالي سرچنې ته ويلي، توند لارې خلک وژني چې ولې د خدای پر لاره نه دي برابر، خو په خپله داسې کارونه کوي، چې له دغې لارې سره په ښکاره په ټکر کې دي.

ده ويلي، دغه ډله کسان به هيڅ کله هم خدای و نه بخښي.

خو د پاکستاني پوځ يو متقاعد افسر سيد نذير بيا د وسله والو په ليکو کې پر کم عمره ماشومانو د جنسي تېري کيسه، اوس يوه عادي خبره بللې ده.

ده ويلي، په افغانستان کې د شوري پر ضد د جګړې پر مهال به لا قومندانان ګرځېدل او کم عمره ښکلي ماشومان به يې د ځانونو لپاره پيدا کول، چې وروسته به يې ورباندې جنسي تېري کول.

ده ويلي، له هغه وروسته طالبان راغلل، چې دوی هم د هماغو جګړه مارانو پاتې شوني دي او هماغه ډول کړه وړه لري.

دی وايي، په افغانستان او پاکستان کې د طالب قومندانانو له خوا پر کم عمره ماشومانو جنسي تېری، اوس عادي خبره ده.

34 thoughts on ““طالب قومندانان پر خپلو کم عمره ملګرو جنسي تنده ماتوي””
  1. که هرسومره تبلیغات وکڑئ نو جهاد ستاسو په دی خبرو نه بندیگی دا به تر قیامته پوری جاری وی

  2. ﺩاﺧﻮﻳﻮﻩ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮﺩﻩ ﺩاﺩﺩﻳﻦ ﭘﺘﻨﮕﺎﻥ ﻣﺎﻫﻢ ﭘﺨﭙﻠﻮﺳﺘﺮﮔﻮﻟﻴﺪﻟﻲ ﺩﺣﺼﺎﺭﻙ ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﻫﻤﺪاﺳﻲ ﭘﺘﻨﮕﺎﻥ ﻟﺮﻱ اﻭﺩﻫﻤﺪﻱ ﻟﭙﺎﺭﻳﻲ ﺳﺎﺗﻠﻲ ﺩﻱ ﺩاﺳﻮﻙ ﻭاﻳﻲ ﭼﻲ ﺩاﻣﺠﺎﻫﻴﺪﻥ ﺩﻱ ﺩاﻳﻮﻏﻼﻡ ﺧﻠﻚ ﺩﻱ اﻭﺩﺑﻞ ﻣﺰﺩﻭﺭاﻥ ﺩﻱ ﻳﻮﻩ ﻣﺠﺎﻫﺪ اﻧﺴﺎﻥ ﺩاﺳﻲ ﻛﺎﺭﻧﻜﻮﻱ اﻭﻧﻪ ﺩﺧﭙﻞﻭﻃﻦ ﺳﺮﻙ ﻭﺭاﻧﻮﻱ اﻭﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﻛﻲ ﺑﻤﻮﻧﻪ اﻟﻮﺯﻩ ﻭﻱ ﺳﺘﺎﺟﻬﺎﺩ ﭘﻪ ﻣﺴﺠﺪ ﻛﻴﺪﻩ ﻧﻪ ﭘﺪﻱ ﺧﻠﻜﻮ ﻛﻲ اﺳﻼﻡ ﺷﺘﻪ اﻭﻧﻪ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﺑﻲ ﮔﻨﺎﺧﻠﻚ ﻭﺟﻨﻲ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻥ ﻳﺘﻤﺎﻧﺎﻥ ﻛﻮﻱ ﻭﻟﻲ ﺯﻛﻪ ﭼﻲ ﻣﻮﮊ ﺧﻮ ﺩﻳﺮﻟﮋﻳﺘﻤﺎﻥ ﻟﺮﻭ ﺩاﺩﻛﻮﻡ ﺩﻳﻦ اﻭﻣﺬﻫﺐ ﺧﻠﻚ ﺩﻱ ﻛﻴﺪاﺷﻲ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻥ ﻛﻲ ﻳﻮﻧﻮﻱ ﻣﺬﻫﺐ ﭘﻴﺪاﺷﻮﻱ ﻭﻱ

  3. زه په بشپړ باور سره ويلای شم چي دا خبره حقيقت لري، د طالبانو ډېری برخه که جګړه کوي او که په مدرسو او مسجدونو کي درسونه وايي په دې ناوړه فعل اخته دي ، دوئ له چړيانو د همدې لپاره کار اخلي او بيا يې د جګړې ډګرونو ته هم ورسره بيايي څو دا پروژه جريان ولري.
    زه په طالبانو کي ډېر داسي قومندانان پېژنم چي په ډاګه هلکان ګرزوي خو لکه څرنګه چي دا په طالبانو کي يو ټوليز کار دئ نو ځکه پرې هر يو ځان کوڼ اچوي او يو بل له دې کاره نه منعه کوي، ځکه هغه بل وېرېږي چي بيا به ما ته هم د همداسي کار د کولو پر دروان د نه کولو ووايي.

  4. دا خبره ۱۰۰٪ رښتیا ده که بیا څوک نه مني دلته پکتیکا ته دی راشی په خپلو سترګو د طالبانو صفونه وګوري چی څومره ښکلی ۱۵،۱۶،او ۱۷ کلن ځوانان له دوی سره دی، بلکی یوه جالبه خو تیر کال وه هغه داسی چی تیر کال یو ۱۶ کلن ځانمرګي ځان له واسکټ سره تسلیم کړو بیا د هغه د کم عمر په حساب محکمي دارالتادیب ته معرفی کړو هلته ورباندي نور ماشومان لګیدلی و غلط کار یی ورسره کولو کله چی له ده څخه پوښتنه وشوه چی دا ولې ؟ ده ویل چی ما ته دا ناروغۍ لګيدلې ده ځکه چې زه له کوم طالب قومندان سره وم هغه به هر وخت همدا کار راسره کولو ، د نوموړي په خبر چې پلار ته يې ویل چې بل ځای له بل قومندان سره به جهاد وکړي، خو پلار یی ویل چی شکور ډیر مسلمان سړی دی ته به یوازی له هغه سره جهاد کوی

  5. ظالمانو مجاهدین خو هغه خلک دي چې په ټوله دنیا کې یې خلک په دې خاطر حکومت کولوته نه پریږدي چې پاکي خوښوي او هماغه د لوط علیه السلام د قوم خبره چې لوط علیه السلام ته کوله کوي چې اخرجوهم انهم اناس یتطهرون- دوئ له خپل کلي وباسئ دوئ پاکي خوښونکي خلک دي ځکه که دوئ راشي بیا خو دا په درجنو تلویزیونو نه او په هغه کې هندي ډرامې او فلمونه بندیږي سینماوې، مردارخانې… تړل کیږي خو په یاد ولري د تاند ادارې او د غرب فکري غلامانو که مجاهدین ژوندي نه وه نو نږدې ده چې هماغه ستاسو د امریکایي بادارنو د همجنس بازي قانون درته په افغانستان کې هم عملي کړي بیا به ډیر خوشحاله واست!!! الله د درته هدایت وکړي که هدایت مو په نصیب نه وي الله مو هلاک کړه چې مسلمانان مو له شره خلاص شي آمین

  6. رما ګرانو ورونو تور لګول اسانه خو حقیقت بل څه وی که واقعآ د طالبان د اول نه په جنسی تیری اخته ول نو ولی د افغانستان خلکو د انګریز او روس مخالفت وکړ او دوه نیم دری میلونه مسلمانان بی ګناه مو شهیدان ورکړل
    او که اوس وی نو ولی بیا ورسره صلحی ته کینو ولی د ۱۵ کلن ۱۶ او ۱۷ کلن ځوان ته یی خپل ۱۵،۱۶او ۱۷ کلن ځوان ځوی ور ونه باسو ……..
    خودالله ج نه وډار شی په سپینو جامو داغ مه لګوی د خلکو د پاکه وینو بی عزتی مه کوی کنه نو الله ج به دربا ندی داسی عذاب راولی لکه د نوح ع دقوم اولوط ع دقوم خو کاش چی تاسو دومره علم لرلی چی ددی قومونو دغذاب نه خبر وی

  7. د طالبانو تو ل صف ، او دینی مدرسی مه بدناموی، هر هغه قوماندان چه دار کار کوی اصلا طالب نه دی بلکی یو غل او پردی جاسوس دی د طالبانو نو م بدی او دبل لپاره کار کوی تر خو عامه ذهنیت د دین ، طالب او مدرسی په مقابل کشی تغیر کری.

  8. Da siraf da talib qomandanano khabara na da balke pa hara madrassa ke kam umra taliban da khpalo ustazano da tarafa ao mashrano talibano da tarafa da jinsi tanda matolo da para istimalegee.Da yao aama khabara da ao yao talib hum da qasam nashee khwarre che agha kuna na da werkarre.Tolo pa khpal khpal numbar bahde kune werkrree ao werkawee zaka kho da dawal karoona kawee.

  9. ay Talibano khuday ta wagore nor Islam ma sharmay ka har somra bahani wakri kho Allah Pak da zrono badshah de aw ta staso da tolo bado amalo na khabar de, lag Haqiqi Islam ta makha
    kare, Zan mo sa chi tol Islam lagya yaste aw sharmawaya, lag da khuday wawereghe.

  10. همدغه وجه ده چه بیا نه خدای ج پیژنی، نه دین، نه وطن او نه ناموس، ځکه خپله کنیان وی، که هغه زاړه وی که نوی مجاهدین اوکه طالبان، خو کنیان دی، او هغه ظلمونه او ناروا کوی چه په ټوله نړی کښی یی مثال نشته. نه په خپل ناموس ولاړ وی او نه دبل. د کنیانو نه څه ګیله

    تراب

  11. له لوی او متعال خدای ج سخه ودار شی داسی لیکنی مه کو وی او داسی له در واغو او له عقل سخه لری افتراوی مه لیکی داشه کار ندی له خا رجیانو او نورو خلقو لږ شرم فکار دی که هغو ی دا لیکنی ووینی وای دا افغا نان سو مره بد اخلا قه خلق دی ۰۰۰ که سوک شخصی دشمنی کوم طا لب سره سره لری له نورو لارو دی ورسره دشمنی وکړی دا له اخلاقو لری خبری دی نه لیکی ۰۰۰ دا واقعت نلری دا یو خیانت خفل کلتور سره دی چی داسی لیکنی کوی له خدایه وویر یږی وا

  12. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    يو شمېر د لوط خپلوان هر چيرته شته دي، چې لواط ته هم جهاد وايي، چې د اسلام مږوی په نورو کې خښ کړي! نو خدای دې دوی برباد کړي، چې هم يې د جهاد سپېڅلې کلمه وشرمول، هم يې اسلام برباد کړ او هم يې انسانيت ذليل کړ!

    معه سلاموکم الاهلول مباحثون

    ملا ميوند آخوند

  13. گو.ری ورونو کیدای د طالبانو په لیکو کی داسیکسان وی چی له دین او شریعیت نه سم خبر نه وی نو پکار نه ده چی خدای ج دی وزته هدایت وکری نو ضرور نه ده چی دومره پلتنی وکرو یوصف زی صاحب ته وایم چی داسی لیکنونه لاس واخالی په مثبتو ارخونو کار وکری عبدالولی له کابل نه

  14. طالبان تول مفعول دى دوى چي په مدرسو كې تعليم كوى د ملايانو لخوا جنسي تيري ورسره كيږى ملايان هم همدا دول دى كه كوم ملا ته ووايي چې جنت نشته نو له اسلام به بل دين ته واوړى يوازيني دليل چې ملايان او طالبان لمونځ كوى د جنت ۷۲ هوري دى دوى د افغانانو او د اسلام د مقدس دين دښمنان دى دوى اسلام بدناموى جوماتونه په بمونو خرابوى زموږ بيګناه خلك په يو او بل بهانه وژنى زموږ ښوونځى سوځوى شفاخانه سوځوى داكتران وژنى خلك مكتب ته نه پريږى ترڅو سواد زده كړى دوى د دالرو او كلدارو مزدوران دى نعلت دى وي پر ملايانو او پر طالبانو

  15. طالبان د پاكستان مزدوران دى چې جهاد او د اسلام مقدس دين يي په نړي كې بدنامه كړ دوى سبب شول چې زموږ هيواد تباه شي او له پرمختګ څخه پاتې شي . ما په خپلو سترګو ليدلي چې طالبان په جوماتونو كې تنكى ماشومان له ځآنوسره څوملوى او زنا ورسره كوى. خداي دى دوي برباد كړى دوي د پيسو په بدل كې هرڅه كوى خپل ماشومان مدرسو او جوماتونوته مه ليږى ځكه چې په ملايانو او طالبانو هيڅ اعتبار نشه او دهغوى يو شمير د ارامي زامن دى

  16. اصیل مسلمان طالب هیڅکله داسې ناروا غیر شرعي اعمالو ته لاس نه اوږدوي،هر څوک چې د اسلام او مسلمان په جامه کې داسی کړنی تر سره کوي، د اصیلو مسلمانانو نماینده ګي نه شي کولای ، بلکه غیرو ته د اسلام مبارک دین په بدنا مولو سره غلامي او مړزدوري کوي، دوی داسلام دښمن دی.

  17. ټول امت مسلمه باید په دی پوه شي، چې داسلام مقدس دین د بد نامولو د پاره په ډول، ډول جامو کې زهرجن سازشونه روان دی، په کار ده چی اصیل مسلمانان بیدار اوسي، د غفلت، کسالت او بې غورۍ خوبونو څخه سترګی راپورته کړي..

  18. نوم دی پرزان دملامیوندیشی دی پہ اصل کی بلایی داتارنگہ خلگ دہ طالب اودملاپہ نامہ لواطت کوی نوم دھغوبیچارگانوبدوی

  19. ګرانو وروڼو! دا بهتان نه دی، دا رښتیا دی موږ باید حق ته حق ووایو هر طالب (ټوپکي طالب) چي اوس مهال د وطن په ورانولو بوخت دی د هلکانو شوق لری او همدا شوق پوره کوی هم دلته راشئ په پکتیکا کی د طالبانو صفونه وګورئ بیا پرېکړه وکړئ، تاند څه ګناه کړېده حقیقت یی ویل دی؟
    که دا حقیقت نشی زغملی نو بیا ځان اصلاح کړئ، کنه بچه بازې خو د ملا ذاتي دنده ده شین ټاغی ناول وګورئ چی ورسانو هم یو ملا ته هلک راوستی او خپل کارونه یی ورباندی کړیدی، په ټولو مدرسو کی همدا حال دی تیر کال یی هم قاري نور په جومات کی له ۱۴ کلن هلک سره نیولی و

  20. دا خبره درواغ ده دا داسلام د دشمنانو کار دی گرانو پشتنو په تاسو چه سوی چی تاسی هم د کفارو سره ملگری یاست دامنمه چی یو چه درس مو ویلی او د کامپیوتر شاه ته ناست یاست او جان ته روشلن فکران وایاست خو د دشمن په تبلیغاتو مه خطاوزی

  21. طالبانوخوستاسی لوڼی اوزامون دهم دغوټوپک سالا رانوڅخه په زور راخلاسول ستاسوهغه ظلم هیر دی چی ستاسو پلار خال مححد به پرهلکانو لغړی دی دکیبرناری بی وهلی اوبل ستاسو نیکه امیر لالی به لوڅ لغړپه کامره کی ناست وو هلکان به تری راتاوسوی وه
    اوستاسوماما اتامحمدنور موهیر دی چی دری څلور هلکان بی یوزای کړل بیابی کار ورباندی شروع کړ
    چی تاسو هرڅونه غول وخوری طالبان الحمدالله خدای علم ورکړی دی داسی کار په ټوله ژوندکی نکوی
    اوکه دطالبانو په نامه چاه داسی کارکړی وی هغه دطالبانو لاسته ورغلی دی هغه پورن سنګ سار سوی دی کده دغسی غول خوره
    خلګ اوس هم پلاس ورشی دوی به دډبروسنګ سار وونی

  22. mula and talib always in musjed did this kind sex did with young boys.
    we saw dvd in lugar,kandahar .in helmand sangin we saw young buy,,
    qumandan used for sex.but not all.
    mulla omer self in jihad time use boy for sex,wallah one engineer from Kandahar told me.
    mulla omer leader of talib keep boys for sex,

  23. طالبان د نری اتلان وو خو چی بی گناه مسلمنان یی نه وژلی موژ له تاند ویب پانی هبله کوو چی مزخرب خبرونه نه خپروی

  24. هرهغه څوک چی داخبره کوی اول به دهغه څخه دا پوښتنه وکړوچی ایاته طالب پیژنی ؟که یی نه پیژنی نوزه به یی دروه پیژنم طالب معنی ده طلب کوونکی دعلم اویاهغه کس کوم چی دالله وای

  25. دولس کلن اعتراض او د هغی مختصرځواب:
    د اسلامی امارت د مجاهدینو مخالفین دادولس کاله په مسلسل ډول دا اعتراض کوی چې طالبان دپنجاب لپاره کارکوی،ولس وژنی،وطن ورانوی او زمونږعسکر چې دپنجاب لپاره ښه دی دا را وژنی ولی؟
    ځواب:ښاغلواواغلومعترضینو!دولس کاله وشول چې ګران هېواد مو اشغال دی،راغلی یرغلګر زمونږ اوستاسوشریک دښمنان دی،داچې وطن مو اشغال دی،مال او ځان مو په خطرکې دی،دین او مذهب ته مو سپکاوې کېږی،ساده او ناپوهه خلك مونصرانیت او یهودیت ته دعوت کېږی خویندې او ورونه مو په زندانونو کې دی،ځمکنۍ اوهوایې تمامیت موتربشپړسوال لاندې دی،نو بې له شک اوشبهې جهاد په نراوښځې فرض عین دی،جهاد دپنجاب امرندی جهاد دقرآن حکم دی که د خپل دین،وطن او ناموس څخه دفاع پنجابیتوب وی بیاخودنړۍ هرحقیقی مسلمان پنجابې دی او که داسی نه وی نوبیاستاسواعتراض هسې یو ناحقه الزام دی،طالب ستااوزما دوطن بچې دی هغه کله هم خپل ولس نه وژنی په استشهادی بریدونوکې اول خو عام وګړی ندی وژل شوی که فرضاوژل شوی وی دومره ډېرندی لکه تاسو چې ورباندې شخوند وهۍ،یرغلګر دښمن اوداخلی ګوډاګیان یې تل هڅه کوی چې په عاموبازارونو،مساجدواولویو لاروکې په عوامو چاودنې وکړی
    اوپدې طریقه داسلامی امارت مجاهدین بدنام کړی،راځۍ داسې ثبوت راوړۍ چې له مخې یې په بازارونو،مساجدو،مدارسو،ودونو،جنازو او میلو کې انفجارونه د اسلامی امارت کار وی، مونږ پوهېږو چې هېڅوک داډول جنایات په مجاهدینو نشی ثابتولای،ځکه چې د دې خونړیو چاودنوعاملین دکابل دادارې او د سی ای اې استخباراتی کړۍ دی،ستاسو دا اعتراض چې طالبان پنجاب ته کارکوی هسې ځان غولوونه ده که طالب دپنجاب لپاره کارکولای اوس به طالب سره پنجابی ټوپک،په تن به یې پنجابی لباس او په جیب کې به یې په لکونو کالداری وی،خو داسې نده طالب د خپل خدای ج په ځانګړی نصرت سره جهادکوی،پنجاب څوک دی چې نړیوال کفر ماتوی؟دپنجاب زور خو دا و چې د بوش په یو ټیلیفون مشرف دپنجاب ټول امکانات دامریکاخدمت ته وړاندې کړل دا هرڅه یې له ډاره وکړل او اوس هم پنجاب له واشنګټن نه ډاریږی،تاسو وایاست چې طالبان زمونږ اردو راوژنی!!! مونږ وایو دا زمونږ اردو نده دا د امریکا او ناټو ډالری مزدوران دی که دا نن ورباندې ډالر او افغانئ بندې شوې بیابه تاسو وګورۍ چۍ اردو دې څنګه ړنګېږی،داردوپه لاسوکې امریکایې ټوپک داسلام او وطن پرضد پورته شوې دی او بایدپرضد یې جهاد وشی.

  26. Do not blame only Mullah or Talib; check your own background how many Mullah, Talibs or others have asked you for a worldly favour :). Majority of Afghans including Muslims have faced these social sicknesses. True or lies, people should be protected by legal means.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *