سپين سهار | 

تیره اونۍ په سعودي عربستان کې دافغانستان دسولې او جګړې په اړه د نړۍ د لسګونو هېوادونو دینې عالمان راټول شوې وه یادو علماوو چې شمیر یې تر سلو زیات وو او دنړۍ مشهور علماوو هم ګډون درلود په اخر کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې په افغانستان کې روانه جګړه یې حرامه وبلله او دا جګړه یې فتنه وبلله چې دلته جګړه ناروا ده او دا جګړه یوازي د ورور وژنې په  معنا ده نه په بله معنا ، دا چې یاد کنفرانس څومره کولې شي د طالبانو دجګړې مذهبي اړخ وننګوې او طالبان په ډیرې مواردو کې چیلنج سره مخ کړي چې غواړم دلته پري لنډ بحث وکړم .

لومړی ! په افغانستان کې روانې جګړې ته طالبان هر وخت مذهبي صبغه ورکوې او وایې چې ګواکې نړیوال او امریکایان دلته دې ځکه دوۍ دلته جګړه کوې که څه هم دوۍ خپله جګړه یوازي دافغانانو په وړاندي مخته وړله او وړي یې ځکه هره ورځ سرکونه ورانوي ، ښوونځې ورانوي ، په عامو خلکو بریدونه کوې ، زموږ استادان را وژني او زمونږ ټول بنسټونه له منځه وړې چې ښه بیلګه یې د اختر په ورځو کې د اوربند مسایل وه دوۍ نه دا چې به بهرنیانو بریدونه ونکړل بلکې له اوربند وروسته یې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړل چې دا خپله ددی شاهدي ورکوې چې روانه جګړه په ټوله کې دافغان وژنې جګړه ده نه د پردیو پرضد او دوۍ د دې جګړې د دوام لپاره د پاکستان د استخباراتي علماوو فتواګانې له ځانه سره لري او بس خو کله چې د مکې مکرمې په فتوا ددوۍ دا ټول مسایل وننګول او نور دوۍ هیڅ جواز دروانې جګړې لپاره نلري ځکه چې په دي فتوا کې دنړۍ جیدو علماوو چې ان دحرمینو شریفینو امامان په کې هم شامل وه روانه افغان جګړه حرامه او فتنه وبلله او کله چې ددوۍ لخوا فتنه وبلل شوه نو ښکاره ده چې نور د پاکستان استخباراتي علما ددي توان نه لري چې یاده فتوا وننګوې ځکه دا فتوا د ټول عالم اسلام دعلماوو وه او دهغه چا وه چې اسلامې نړۍ کې تر ټولو مخکښ علما دي او دهغه ځای څخه صادره شوه کوم چې دنړۍ مسلمانانو ته تر ټولو سپیڅلی ځای دی او دنړۍ دمسلمانانو تر ټولو سپیڅلي ځاینوه او تقدسات هلته شتون لري نو اوس به طالبان دکوم دلیل او منطق له مخي یاده فتوا ننګوي او یا به خلکو ته وایې چې زمونږ روانه جګړه اسلامې اړخ لري او موږ دمذهبي اړخ څخه دا جګړه مخ ته وړ؟

دوهم مهمه موضوع داسلامي نړۍ سره د طالبانو مواجع کیدل دي ځکه د طالبانو نظام لومړی ځل سعودي عربستان د پاکستان تر څنګه په رسمیت وپيژدلو او له هغې وروسته په روانه جګړه کې هم طالبانو خپلې یو شمیر مالې سرچینې له هغه شیخانو برابرولي کوم چې په عرب هېوادونو کې میشت دي او ددي ترڅنګ یې دطالبانو لوړ پوړو مشرانو عربي هېوادونو ته ازاد  تګ راتګ کولو او هلته یې سوداګري هم شروع کړې وه چې ددي سوداګرۍ له لاري یې مالي سرچینې برابرولي او هم یې په سیاسي لحاظ د ځان لپاره هلته لیدني کتنې او لابینګ هم کولو خو اوس چې د اسلامې هېوادونو علماوو ددوۍ دجګړې ضد فتوا ورکړه ښکاره ده چې دوۍ نور خپله سوداګري په یادو هېوادونو کې په سمه توګه مخته نشي وړلي او نه هم به په اسانۍ سره هغه مالي سرچیني وکاروي کومې چې مخکې دوۍ په عربي هېوادونو  کې درلودي ځکه دمذهبي اړخه چې هر هغه څوک چې روانه جګړه فتنه بولي دهغي تمویلونکې هم دیادي فتني تر شاه دي نو ښکاره ده چې دیادو علماوو حکومتونه به دخپلو علماوو دپریکړو عملې کولو کې رغنده رول لوبوي او په دي برخه کې هیله ده دوۍ جدي غبرګون هم وښایې.

دپورته ذکر شوو مسایلو ترڅنګ بله مهمه موضوع هغه داده چې یو شمیر خواخوږي چې دوۍ په اسلامي نړۍ کې درلودل دهغوۍ په ذهنیت به یاده فتوا مثبت تاثیرات وغورزوي او له مخې به یې دبشري سرچینو په برابرولو کې هم دوۍ له ستونزو سره مخ شي چې دا مسله په کور دننه هم تکراریدونکې ده ځکه د اوربند وروسته موږ وکتل چې یو شمیر طالب جنګیالې نه غواړي نور جګړه وکړي او هغه حقیقتونه چې باید ورته مالوم شوی وی مالوم شول نو فلهذا د ایوه بله مهمه مسله ده چې طالبان له انزوا سره مخ کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *