نورالدین نورزی
طالبانو چې په وروستیو ۱۷ کلونو کې یې په سلګونو ښوونځي سوځولي یا ویجاړ کړي، نن ښوونځیو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړ.
دې ډلې ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.
طالبانو دغه راز ویلي چې که له هر ښوونځي څخه د رای ورکولو د مرکز په توګه کار واخیستل شو، حمله به پرې وکړي.
طالبان هسې هم د ښوونځیو او مدرنو زده کړو مخالف دي او اوس هم چې له ښوونځیو سره څه نا څه ګوزاره کوي، د خلکو د فشار له کبله ده.
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په افغانستان بلکې د افغانستان په دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې هم د رای ورکولو اکثره مرکزونه په ښوونځیو کې جوړېږي.
طالبان غواړي چې لږ خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي څو د انتخاباتو مشروعیت له شکونو سره مخامخ شي؛ خو د ډېرو په باور د انتخاباتو مشروعیت به هغه وخت له منځه تللی و چې خلکو د بم او مرمۍ له ډاره نه بلکې د طالبانو په غوښتنه په انتخاباتو کې ګډون نه وای کړی.
د دوی په وینا که خلکو بې وېرې د طالبانو غوښتنه منلې وای، دا به هم ثابته شوې وه چې خلک د طالبانو ملاتړي دي.
طالب دې د بم او انتحاري خبرې پرېږدي چې د دوی تر کنټرول لاندې موسي کلا او باغران کې څومره خلک په انتخاباتو کې ګډون کوي.