تاند- ایراني اژانسونه وايي چې طالبان په خپل منځ کې د تماس لپاره له نوري فایبر څخه کار اخلي.
د فارس نیوز د راپور له مخې، طالبانو د لومړي ځل لپاره په خپل منځ کې د خوندي ارتباط لپاره نوري فایبر وکاراوه.
دې اژانس د طالبانو عکسونه خپاره کړي خو مخونه یې ورپټ کړي او دا یې هم نه دي ویلي چې طالبانو د افغانستان په کومه سیمه کې له نوري فایبر څخه کار اخیستی دی.
اژانس زیاتوي، د طالبانو تخنیکي او انجنیري ټیمونو په بېلابېلو سیمو کې د خپلو کسانو ترمنځ د چټک او خوندي ارتباط لپاره نوري فایبر ته مخه کړې ده.
په تېرو کلونو کې طالبانو د افغانستان په څو سیمو کې د نوري فایبر کېبلونه ویجاړ کړي وو.
د اژانس د راپور له مخې، طالبانو په وروستیو کې نه یوازې د پرمختللې ټکنالوژي د کارولو وړتیا پیدا کړې بلکې پرمختللې وسلې یې هم لاس ته راوړي چې له کبله یې د افغانستان د دولتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي.
اژانس وايي چې طالبانو تر دې وړاندې له ډرون یا بې پېلوټه الوتکو څخه هم په جګړه کې کار اخیستی و.
ایران ددغی ابتکار مسوول دی دهغه څه دی چی دایران تالی څټی حزب الات په لبنان کی کاروی
په درناوی
مسافر