تاند- د طالبانو استازي به نن /دوشنبه/ په متحده عربي اماراتو کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره وویني.
دا خبره د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وکړه.
مجاهد همداراز وویل چې په دې خبرو کې به د پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان استازي هم ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي و چې د امریکا او طالبانو د استازو د خبرو امکان یې برابر کړی دی.
تمه وه چې د دواړو خواوو خبرې په پاکستان کې وشي.
طالبان وايي چې له امریکا سره په څو مهمو مسلو خبرې کوي چې په هغو کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش، د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون، د افغانستان د اوسني نظام منل او د ښځو حقونه شامل دي.
د نننۍ غونډې په درشل کې پرون /یکشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزداد د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر شیخ النهیان سره وکتل.