تاند- راپورونه وايي چې د هلمند ولایت په څو سیمو کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

شاهدان او چارواکي وايي چې وسله وال طالبان له خپل نهايي زوره کار اخلي چې د ولایت د مرکز لشکرګاه ښار په شاوخوا کې د ګریشک، سنیګن او مارجې ولسوالۍ ونیسي.

دا درې ولسوالۍ د طالبانو لپاره له دې کبله هم مهمې دي چې زیات کوکنار پکې کرل کېږي.

د افغانستان حکومت له پلازمېنې کاله هلمند ته کومکي ځواک لېږلی او ټاکل شوې ده چې نوره قوه هم ولېږي.

د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ وویل، د سنګین، مارجې او ګریشک د ساتنې لپاره کومکي ځواکونه لشکرګاه ته رارسېدلي او تمه لري چې نور ځواکونه به هم ورسېږي.

د قوماندان سرجنګ په وینا په ځینو سیمو کې جګړه د کابل- کندهار د لویې لارې په څو سوه مترۍ کې روانه ده.

ده نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل:«طالبان له خپل ټول وس څخه په دې جګړو کې کار اخلي.»

په همدې حال کې د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل، د امنیتي ځواکونو لویه ستونزه دا ده چې طالبان د خرپ و ترپ جنګ کوي، کله چې امنیتي ځواک یوې سیمې ته واستول شي، طالبان له هغې سیمې تښتي او پر بلې سیمې چې هلته کافي شمېر ځواکونه نه وي، یرغل کوي.

«دوی عموماً پر کمزورو نقطو برید کوي او له امنیتي تشې (خلا) څخه سو استفاده کوي.»

طالبانو سږ کال د تېرو کلونو خلاف په ژمي کې هم د دوبي په شان جګړې ته دوام ورکړی دی او په ځانګړي ډول یې ډېر تمرکز په هلمند کې کړی دی.

طالبانو تېره اوونۍ له امریکايي پوځیانو وغوښتل چې د هلمند په جګړه کې مداخله ونه کړي او که له جګړې لاس وانخلي د سولې روان یهبر به ګډوډ شي.

اړوند خبرونه:

طالبانو له امریکايي پوځیانو وغوښتل چې د هلمند په جګړه کې برخه وانخلي

په هلمند کې پر امریکايي الوتکې ډزې شوي

ملي اردو په هلمند کې ۵۹ برمته خوشي کړل

One thought on “طالبان په هلمند د ۳ ولسوالیو د نیولو لپاره نهايي هڅې کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *