تاند- د قطر په خبرو کې د امریکايي پلاوي یو غړی وايي چې دوی له طالبانو سره په خبرو کې پر دې سلا نه ده کړې چې امریکايي پوځیان به په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه وځي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې امریکا د سولې د موافقې د یوې برخې په توګه له افغانستان څخه په ۱۸ میاشتو کې د خپلو پوځیانو د ایستلو وړاندیز نه دی کړی.

ده وویل چې دا هغه مهالوېش دی چې طالبانو پخوا له ځینو رسنیو سره پرې خبرې کړې وې.

تر دې وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې د طالبانو د یوه مشر په قول ویلي و چې امریکا او طالبانو د قطر په اووم پړاو خبرو کې د یوې مسوودې پر چمتو کولو کار کوي او امریکا هم په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو موافقه کړې ده.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د قطر په خبرو کې د امریکايي پلاوي یوه غړي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، هغه موافقه چې اوس د امریکا او طالبانو خبرې پرې روانې دي، هراړخیزه ده او د اوربند، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د مهالوېش، په بین الافغاني خبرو کې ګډون او همداراز له تروریزم سره مبارزه پکې شامله ده.

دا هغه خبرې دي چې پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم اعلان کړې.

(د خلیلزاد د خبرو جزییات)

طالبانو او خلیلزاد منلې چې د قطر د خبرو په اووم پړاو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

خو طالبان دا نه تاییدوي چې له امریکایانو سره یې د اوربند او د بین الافغاني خبرو په اړه هم خبرې یا موافقه کړې ده.

سره له دې چې دواړه خواوې په خپلو خبرو کې پرمختګ تایدوي خو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د مهالوېش په اړه هیڅ خوا رسماً څه نه دي ویلي.

دواړه خواوې نن او سبا د دې لپاره خبرې نه کوي چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *