تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله تایید کړه چې له پاکستان سره له ستراتیژیکو مذاکرو وروسته د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره ږغېږي.
ښاغلي عبدالله نن د کابینې په غونډه کې وویل چې خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
طالبانو لا هم نه ده تایید کړې چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار شوي دي خو د پاکستان پوځي مشرانو د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت او رسنیو ته ویلي چې طالبان خبرو ته تیار دي.
د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې باوري سرچینې وايي چې له طالبانو سره د خبرو لار د افغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو په وسیله اواره کړه.
ورځپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نژدې اړیکې د دې سبب کېدای شي چې پاکستان د طالبانو په وسیله په افغانستان کې له اوږدې نیابتي جګړې لاس واخلي.
ویل شوي چې طالبان وروسته له دې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار شول چې پلاوی یې چین ته لاړ. بېجنګ د هغو تروریستي کمپونو د بندېدو غوښتونکی دی چې ایغور سختدریځي پکې روزل کېږي.
عبدالله عبدالله د کابینې غړیو ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو تفصیل به په راروانو څو ورځو کې اعلان شي.
ده وویل:«د افغانستان خلکو ته به معلومات ورکړای شي چې خبرې له کوم ځایه پیلېږي او د مذاکرو په لړ کې څه پرمختګونه کېږي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز او ورسره ملګری پلاوی یې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغی، موږ د دوی د دې خبرې هرکلی وکړ چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی. پاکستان دغو کسانو ته چې جګړه کوي، ویلي چې د افغانستان له حکومت سره له خبرو پرته بله لار او انتخاب نه لري.»
د خبرو لپاره د څو ښارونو یادونه شوې خو ټیلګراف وايي چې غالباً به دا خبرې د قطر په مرکز دوحه کې وشي.
د ډیلي ټیلګراف د راپور پر اساس، په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سیمپل، چې په نړۍ کې د افغانستان د چارو یو مخکښ نظرخاوند بلل کېږي، وویل:«حقیقي پرمختګ د هغې نوې تګلارې په نتیجه کې ممکن شو چې ښاغلي غني له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې غوره کړې ده. داسي ښکاري چې د پاکستان پوځ په دې برخه کې د افغانستان د حکومت پر صداقت باورمن شوی دی.»
ده زیاته کړه:« غني په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو په هدف ستراتیژیک ابتکار وکړ. له پاکستاني پوځ او استخباراتو سره یې مخامخ حبرې وکړې. ده هغه بې باوري ختمه کړه چې تر ده مخکیني ولسمشر لرله او هغه دا چې طالبان د اسلام اباد له لوري کنټرولېږي او اسلام اباد بیا د واشنګټن له خوا.»
ښاغلي غني له واک ته رسېدو راوروسته له هند سره په ظاهره سمبولیک تماسونه لږ کړل څو پاکستان ته ډاډ ورکړي. له دې کار سره د غني د ملاتړو او دغه راز د عبدالله عبدالله ملاتړ پاکستان ته قناعت ورکړ چې د افغانستان اصلي خواوې د موافقې مخالف نه دي.
ښاغلی سیمپل زیاتوي:«اشرف غني او عبدالله عبدالله آی ایس آی او طالبانو ته وښودله چې که خبرې کوي نو نتیجه یې عملي کېدای شي ځکه چې د ملي یووالي په حکومت کې یې هم پښتانه او هم غیرپښتانه مني.»
ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه پخواني مشر چې اوس هم د طالبانو له مشرتابه سره نژدې اړیکې لري، تایید کړه چې مهم پرمختګ شوی دی او ژر به خبرې پیل شي.
ده همداراز وویل:«سبا یا بله ورځ به د سولې د خبرو په اړه مهم تفصیلات اعلان شي.»