طالبان داسې سوله غواړي چې پاکستان يې مشري کوي، عمران يې خليفه وي. د دې هدف د ترلاسه کېدو لپاره عمران ډېره لابي وکړه، مطبوعاتي تبليغات يې وکړل چې خپل هېواد د افغانستان د سولې د کوربه په توګه وکاروي او په دې موقف کې خپل اهدافو ته ځان ورسوي. پر پاکستان د نړۍ والو فشارونو په واردلو سره عمران او د دغه هېواد پوځ د مجبوريت دې حد ته رسېدلی چې لږ تر لږه طالبانو ته د سولې د ملي پخلاينې په نوم د اوړو يوه پزه جوړه کړي.

پاکستان څنګه سوله غواړي؟

دا ځل هم چې د مذاکرو خبرې دا څنګه ابوظبۍ کې پيل شوې، سمدلاسه ورسره د طالبانو په اصطلاح د امارت وياند ذبيح الله مجاهد اعلاميو هم د ای ايس ای د چاپ له ماشينه په راوتو پيل وکړ. ذبيح الله په هره اعلاميه کې فقط همدا يوه خبره تر لکۍ نيولې وه چې امارت د افغانستان له حکومت سره خبرې نکوي، له امريکايي لوري سره يې کوي. پوهېږئ دلته اساسي هدف څه دی؟ اساسي هدف دا دی چې طالبانو ته دنده ورکړل شوې چې تاسې ځانونه لوړ وښياست، له افغان حکومت سره له خبرو ډډه وکړئ او خپلې غوښتنې له امريکا سره شريکې کړئ.

د طالبانو له لوري د افغانستان د حکومت پر ځای له امريکا سره د سولې خبرې په اخلاقي لحاظ له شرمه ډک دريځ دی. طالبان سره له دې چې اخلاقي شرم او سياسي بصريت نلري، خو دا مهمه ده چې دا مسئله لږه نوره هم را روښانه کړم. تاسې ګورئ طالبانو جګړه د افغانستان د حکومت پر ضد پيل کړې، وژني افغانان، سړکونه د افغانستان ورانوي، د جګړې په ليکو کې د تسليمۍ پېغامونه افغان عسکرو ته لېږي، ښوونځي د افغانستان ورانوي، هر څه يې د افغانستان پر ضد دي، خو کله چې د مذاکرې او مصالحې خبرې راوړاندې شي، طالب شاته شي، وايي، زموږ داعيه له امريکا سره ده له هغې سره خبرې کوو.

کله چې امريکا د افغانستان پوځ ته مالي مرسته ورکړي، او کله چې د افغانستان د ټولګټو بنسټونو، سړکونو او ښوونځيو لپاره پيسې ورکړي، طالب غوغا جوړه کړي، له اسلام اباده فتوا را وتوغوي چې هلئ، له کافرانو مرسته غواړي، مرګ يې روا دی. سړک يې کافر جوړ کړی، بايد وران شي، ښوونځی يې د کفر په پيسو جوړ کړی، بايد وران شي، او پوځ ته يې کفر پيسې ورکوي، مرتد دی، بايد ووژل شي. مګر هلته چې دوئ له روسيې پيسې غواړي، له ايرانه وسلې غواړي، او له امريکا سره د خپل په اصطلاح جهاد پر سر معامله کوي، بيا نه پکې کفر شته، نه پکې تفکير شته.

طالبانو اسلام په خپله چمبه کې اخيستی دی. له اسلامه يې يوه وسيله جوړه کړې ده. پر چا چې زړه وغواړي، کاروي يې او پر چا چې يې زړه وغواړي په بېروي يې. اسلام ته يې داسې معيار جوړ کړی چې دوئ هم پکې سوله کولی شي، هم پکې جګړه کولی شي. که چا د دوئ پر سوله يا جګړې انتقاد وکړ، دوئ يې له اسلامه بهر بولي، بيا يې مرګ جايز ګڼي او د پاکستان په امر د توپک شپېلۍ پر وراړوي. دا هر څه د پاکستان اهداف او د افغانستان په چارو کې د مداخلې لاسونه دي چې د طالبانو پر مټ يې عملي کوي.

پاکستان په هيڅ صورت داسې افغانستان نه شي زغملی چې جګړه دې پکې نه وي، امن دې پکې حاکم وي، او د ډېورنډ کرښې سل کلنې قضيې ته دې وخت پکې پيداشي. پاکستان چې اوس د سولې په اړه فقط ډېره لږه فصدي علاقمندي وړاندې کړې، دا فقط په نړۍ واله کچه د امريکا د فشارونو له امله ده چې دی ځان بدنام پکې ويني. پاکستان غواړي، طالبانو ته دا په خوله ورکړې چې موقت حکومت وغواړئ، د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړئ او په حکومت ځانونه ګډ کړئ.

پاکستان په تاريخي لحاظ د افغانستان د کورنۍ جګړې شاهد دی. کله چې له افغانستانه نړۍ واله ټولنه لاس اخلي، يا په داسې بحراني حالت کې چې کورني سياسي موضوعات د کړکېچ حد ته رسېدلي وي، د ټاکنو دوې درې پرلپسې اوږدې او له ستونزو ډکې دورې پاتې وي، او بيا طالبانو هم دې کړکېچ ته ورداخل شي، او بيا پکې موقت حکومت رامنځته شي، هر څه له (الف) څخه پيل شي، حتما وضيعت بحراني کېږي، کورني اختلافات اسمان ته پورته کېږي، او د جګړې باوجود داخلي موضوعات د حل له سرحده وځي.

د دې وضيعت د لا خرابۍ لپاره عملاً داعش تروريستي ډله د پاکستان يوه تر ټولو ښه وسيله ده. کورنی کړکېچ د داعش په وسيله لا پسې پراخېدلی شي. بيا به لس پنځلس کاله دا خبره روانه وي چې داعش د پاکستان ډله ده، بايد سوله ورسره وشي. پاکستان به له نړۍ وال فشار څخه د خلاصون په خاطر طالبان په يوه کډوډ جريان کې سولې ته کښېنوي، خو چې ثبات پکې نه وي، سوله بېرته په کورني اخ و ډب بدلېدلی شي، او حالت تر دې لا پسې خرابېدلی شي.

لنډه يې دا چې پاکستان غواړي، تل پر افغانستان سياسي، اقتصادي او هر اړخيز حاکميت ولري. د دې لپاره پاکستان هرې قربانۍ، هرې موردګاوۍ او هرې وطنپلوۍ ته چمتو دی. د دې لپاره پاکستان خپل ناموس هم د امريکا په پښو کې خيراتولی شي، هم يې د روسيې جنرالانو ته نڅولی شي، او هم يې چين ته ډالۍ کولی شي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره هر څه ته تيار دی، هر څه کولی شي، او هر څه کوي.

کومه سوله ثبات لري، څنګه سوله دې وشي؟

افغانستان له سولې پرته بل لومړيتوب نلري. موږ هم په هره مشروع او ګټوره قربانۍ د سولې راوستو ته انتظار يوو. سوله که طالبانو ته په واک ورکولو راځي، که په سياسي قدرت وېشلو راځي، که د اساسي قانون په بدلونولو راځي، او که د ټاکنو له لارې د نوي حکومت په جوړولو راځي، موږ يې هر کلی کوو، سترګې مو ورته په څار دي. مګر سوله د دې لپار غواړو چې امن راشي، سوله د دې لپاره نه غواړو چې موقتاً ارامتيا او بيا پسې د سېلابونو او جګړو نوی فصل پرانيستل شي.

په دې وخت کې د نوي حکوم د غوښتلو طرحه د افغانستان په ګټه نه ده. تر پنځوس ډېر کلونه کېږي پر موږ د نويو حکومتونو موسمونه او بدلونونه راغلي دي. موږ تر هر چا ډېر نوي حکومتونه تجربه کړي، او پر دې تجربه لرو چې له دې پرته نوی حکومت زموږ د وطن درد نه شي دوا کولی. دا حکومت د افغانستان د ملت د سرونو په قربانۍ، په سختي لالهاندۍ او سترې سرګردانۍ موږ ترلاسه کړی دی. زموږ ماشومانو، مېرمنو، ځوانانو او سپين ږيرو د دې حکومت د ترلاسه کېدو لپاره خپل سرونه قربان کړي. زموږ ځوانانو څه باندې ۱۵ کلونه د خپلو سرونو په قربانيو د دې حکومت دفاع کړې ده.

وطن مو روانې جګړې په روحي ناروغۍ اخته کړی. په لکونه هېوادوال مو شهيدان شوي. په ميلونونه، زيانمن شوي او تر دې ډېر ژوبلېدلي دي. په ټول هېواد کې داسې څوک نشته چې د دې بدمرغې جګړې د اور لمبې نه وي ورته رسېدلي. موږ چې دا تولې قربانۍ ورکړي، د دې ورځې لپاره مو نه دي ورکړي، چې بيا يې پاکستان ته وربخشش کړو. موږ ولې بيا د پاکستان لپاره جوړ تيار حکومت وران ويجاړ کړو. ولې بيا د سولې په انعام کې خپل وطن د پاکستان د دالو کټوي ته ور واچوو.

موږ داسې سوله غواړو چې افغان حکومت او طالبان پکې خپلواک وي. دا توپير بايد په ډاګ شي چې حکومت د دې خپلواکۍ د ثبات لپاره خپل وطن او هېوادوالو ته هر څه وښول. له طالبانو سره يې په پوره ازادۍ سره په هر ځای او هره شېبه کې له هر ډول شرط څخه پرته د سولې وړانديزونه وکړل. يانې دا تثبيت شوې چې حکومت د سولې په قضيه کې په پوره ډول خپلواکي لري. په عين ډول له طالبانو همد دغسې هيله کوو چې له دې فرصته په ګټې اخيستنې د پاکستان له لکۍ رابېل شي او په يوه نړۍ وال ميدان کې د نړۍ والې ټولنې په حظور کې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، او خپل شرايط د افغانستان د شرايط پر اساسي د افغانانو په بڼه وړاندې کړي.

داسې سوله چې طالبان پکې د پاکستان له غوښتنو پرته بريا ته ورسېږي، نه بې ثابته کېږي، او نه په جګړه بدلېږي. که طالبانو ته خپل وطن ګران وي، او د پاکستان په ګډون د نړۍ له هر هېواد څخه د وطن د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ د ترلاسه کېدو هوډ ولري، سمدلاسه دې پر نړۍ وال سټېج خپل دريځ څرګند کړي. پاکستان ته دې شا کړي، وطن ته دې مخ کړي. داسې سوله چې د پاکستان پر ځای د افغانستان ګټې پکې را ونغاړل شي، او لومړيتوب ورکړل شي، بيا يې نه عمران په کړکېچ بدلولی شي، نه يې باجوه او نه يې بل څوک.

طالبان که سوله غواړي، دا نغاره دې پای ته ورسوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوو. د افغانستان حکومت د کشالې اړخ. طالبه دا څه مانا لري چې ستا کوناټی کا کوي، او ته  دې تندی ګروې. ته له حکومت سره په جګړه اخته يې. له امريکا سره پکې د سولې خبرې څه مانا لري. امريکا هم تراوسه – اوسه پر دې نظر ده او پر دې تاکييد کوي چې موږ له طالبانو سره خبرې نه کوو، طالبان دې د افغانستان پر مشرۍ له افغان حکومت سره خبرې وکړي، مګر طالبان لا بيا هم پر هماغه خره سپار دي چې نه موږ له امريکې سره خبرې کوو.

که طالبان سوله او تر هغې را وروسته ثبات غواړي، او داسې افغانستان غواړي، چې بيا يې نه روسيه اشغال کړي، او نه چين يرغل پر وکړي، او نه پاکستان لاسوهنه پکې وکړي، بايد د پاکستان له مريدۍ لاس په سر شي، افغانستان ته د صداقت غېږه ورکړي. دا ډول سوله چې د طالبانو، کلخوايتونه، او هدفونه پکې خپل وي، او د دې معيارونه يې د افغانستان د ګټو پر بنسټ غوره کړي، وي په واقيعت سره د افغانستان لپاره لوی بری دی، او د طالبانو لپاره غټ اخلاقي عمل دی چې تاريخ به يې ټولې بدنامې هېرې کړي، او دا کار به يې وستايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *