د نن ټکي آسیا په نامه د طالبانو اړوند رسنی په وروستي ویډیو راپور کې د پکتیکا د ولس پښتونولي، غیرت، دروند کلتور او مېړانه تر سوال لاندې راوستلې ده او لیکلي یي دي چې په پکتیکا کې اربکیان د هر چا په لور باندې لاس کېږي ورسره بیایي یې او په وړو هلکانو تېری کوي.

زه لیکوال صاحب ته وایم چې ته خو به هم پښتو وایې او مور او پلار به دې هم پښتانه وي. آیا دومره سپکه خبره په سیاست کی جواز لري؟ موږ د اسلامي امارت چارواکي لیدلي ول هغه خو داسې سپک او بې پښتو هم نه ول چی په سیاسي تبلیغاتو کي دې د خپلې خور او مور ټیکری هم استعمال کړي او په هغو پسې دې هم تبلیغ وکړي. په ټوله پکتیکا دارنګ تور لګول څه معنی لرلای شی؟ آیا د پکتیکا ملت او ولس تر دې حده ضعیف او بې پښتو شو چی اربکی یا بل څوک به یی خور او مور تښتوي او په زوی به یي تيری کوي او دی به ورته ګوري. زه له دي طالب ورور څخه پوښتنه کوم چي کله په پکتیکا کي دا څو زره کاله طالب نه وو آیا حیا دې وي خلکو یو د بل خوندي او لوڼي تښتولې.

زه دامنم چي دپکتیکا په اربکیانو کي ځیني ډیر ظالم دي او د طالبانو او علماوو وروڼه اود کورنی غړي ازار کوي خو دپکتیکا تر ټولو بدسړی هم د چا ناموس ته په سپکه سترګه نه ګوري.

موږ له طالبانوڅخه هیله کووچي پکتیکا هغسي ولایت نه ده چې دلته دي کوم وسلوال دچا ناموس ته په سپکه وګوري. دلته روسانود چا ناموس ته په سپکه سترګه نه دي کتلي. پکتیکا د غیرتي پښتنو وطن ده. دلته قومونه شته جرګې او مرکې شته، سپین ږیري او قومي مشران شته. دا فکرمه کوئ چې دلته غیرت له طالب سره راغی او دطالب له تګ سره به بیرته کډه وکړي. بالعکس خبره ده په پکتیکا او ټولو قومونو کي د سر اوعزت سړي ته ترهرچا مخکې دطالبانو په لیکوکي ننوتلو بې قومه او بې نسبه خلکو په سپکه وکتل او همدا علت ده چی د پکتیکا مجاهدملت طالب ته نه وویل او په اکثرو جایو کې یې د محلي پولیسو کومک وکړ. که د طالب اشتباهات نه وای کیدای شي پکتیکا ترپایه پوري له دې امریکایي حکومت سره مرسته نه وای کړې.

اما موږ ته د پکتیکا خلقيان او پخواني کمیونسټان معلوم دي چې قسم وکړم حانث به نشم چي د پښتنولي او ناموس په مساله کي به له هغوڅخه هم بي غیرتي او بې پښتووالی ونه وینې څه معنی خو اربکی چي دهمدي سیمي له خلکو څخه راپیدا شوی اودپکتیکا د خلکو هډاو وزر ده.

زه د اسلامي امارت له لیکوالویوځل بیاغوښتنه کوم چي پښتون دي تر دې زیات نه سپکوي. وایي مېړه مړ کړه او ميړانه یي مه وژنه. تاسي خوهم دپښتون کوچنیان ځوانان او بي ګناه عوام وژنی او هم یي مېړانه ور وژنی.

By Editor2

One thought on “طالبه مړ مې کړه، بې پښتو مې مه بوله/احسان کټوازی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *