څه کم دېرش کاله کیږي، چې د نړۍ استخباراتي لابراتوارونه د طالبوفوبیا (له طالب څخه وېره) په جوړولو او تولید بوخت دي. طالبوفوبیا (طالب وېره) اسلاموفوبیا( اسلام وېره) نه ده، بلکې اسلاموفوبیا یې سایډ اېفېکټ (جانبي عوارض) ګڼلای شو.

طالبوفوبیا په سیاسي ـ ستراتيژیک برخه کې د روسیې، ایران، منځنۍ اسیا، چین او ځینو نورو هېوادونو دوېرولو لپاره جوړه شوې وه، خو په پاکستان او افغانستان کې یې د پښتنو د تباهۍ لپاره هم کار ورکړ او په دې پروژه کې د پاکستان ښکېلېدل له همدې کبله و، ځکه پاکستان په کورني سیاست کې تر بلوڅو بېلتونپالو وروسته ډېر زیات له پښتني نیشنلیزم څخه وېرېده او د خطر احساس یې کاوه، له همدې کبله یې د پښتنو سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه په طالبوفوبیا ورویجاړ کړل. له بده مرغه او بیا هم له بده مرغه چې پښتانه په طالبانو داسې تور او ککړ شوي، لکه عرب چې په داعش او القاعده تور اوککړ دي. اوس چې هرچا ته وايې، چې طالبان د پښتنو استازي نه دي او تر هر بل چایې ډېر پښتانه وژلي او ربړولي دي، یا دا چې په شمال کې تر ټولو سخت زړي او بېرحمه طالبان د بدخشان تاجیکان یا اوزبکان و نور اقلیتونه دي، څوک یې نه مني. طالبوفوبیا روانه ده، چې په پښتونوفوبیا(پښتون وېره) بدله شي.

نړۍ ته هر پښتون طالب ښکاري او هغه خاطره هرچا ته ورپه یادوي، چې تر دوه زرم کال وروسته به یې په کوریا، جاپان، هند او چین که له پښتنو محصلینو څخه په کرکه پوښتنه کوله، چې د بامیان مجسمې مو ولې ویجاړې کړې؟ د محصلینو بیچارګانو استدلال ځای نه نیوه، چې : دا مجسمې پښتنو نه، بلکې طالبانو د پاکستان په حکم ویجاړې کړې، خو چا نه منله.

طالبانو پرېمانه پښتانه ووژل، بلکې د دوی ۹۰ فیصده قربانیان پښانه ول او لا دي. له اقتصادي پلوه یې شاته وساتل او ګدايي ته یې کېنول، مکتبونه یې وروسیځل او له فرهنګ و ادب و تکنولوژي یې له یوې مخې بې برخې کړل، افراطیت، عقیدوي جنون او ځانوژنې ته یې وهڅول، په کلیو کې یې پټ شول او د پښتنو له کورونو یې په امریکايانو او حکومت ډزې وکړې، چې په ځواب کې یې پښتانه کلي په بېرحمۍ بمبار شول، دا کیسه زړه ده، پاکستان د مجاهدینو او طالبانو دواړو پرمهال پښتانه له مرکزي حکومت سره په همدې تکتیک ښکېل ساتل او د پښتنو عقده یې زیاتوله، چې هلته تر ډیورند پورې غاړه د پښتونستان یا ډیورند ضد سیاست پرې وځپي.

دا کار طالبانو تر هرچا ښه عملي کړ.

پښتون د طالب له لاسه د مدني ژوند ټول ارزښتونه وبایلل او په نړۍ کې په وحشي جنګیالي قوم مشهور شو. اوس نو طالب که بلک واټر ته ځي یا هم د سیمې په خشن او بېرحمه ځپونکي پوځ بدلیږي، هغه د امریکا او پاکستان کار دی، چې څه ډول ګټه ورڅخه اخلي خو له بده مرغه چې د طالبوفوبیا تر څنګ پښتونوفوبیا ( پښتون ویره ) څنګ په څنګ په موازي توګه پرمخ ځي.

په دې وروستیو کې د عامو خلکو د ویشتلو او وژلو ویډیوګانې، په درېیو پرې کړیو سرونو د طالبانو د فوټبال او خنداګانو ويډیو، د شکنجو او وهلو کلیپونه او د طالبانو داسې لیکنې، چې:

(( د دوی تر واک ته رسېدو وروسته، ټول هغه افغانان چې طالبان یا طالب پلوي نه دي باید ووژل شي او دا ځل یې ښځې او لورګانې هم کنیزانې شي، ځکه غلامي او کنیزي د اسلام یو اصل دی)) د همدغې طالبوفوبیا د پیاوړي کولو نړیوالې هڅې دي. هغه څه چې په یویشتمه پېړۍ کې پېښیږي.

طالبانو هيڅکله ونه ویل، چې بدل شوي دي، که څه هم په غرب کې د دوی یو شمېر عقده یی علاقمندانو ورته ډنډورې ووهلې، هغوی چې خپلې کورنۍ یې په امریکا و اروپا کې دي او دافغانستان په حکومت کې ورته څوکۍ نه دي رسېدلي، له عقدو څخه طالبان شوي، هڅه وکړه، چې ووايي: طالبان بدل شوي او نور هغه طالبان نه دي، خو طالبانو په توندۍ سره دغه ادعا رد کړه او ویې ویل: طالبان هماغه دي چې ول او دا ځل به لا پسې سخت او بېرحمه وي، ځکه دوی په دې خپه دي، چې د ښځو او نارینه و د کنیزۍ او غلامۍ اسلامي اصل یې ولې تېر ځل نه و عملي کړی.

که د طالبانو سیاسي واک ته رسول د نړیوالو استخباراتو هدف وای، نو د هغوی یوڅه نرم او نسبتاً معتدل تصویر یې هم وړاندې کولای شو، خو نرم او معتدل طالب هېڅ په درد نه خوري، معتدل طالب یعنې څه؟ مجاهدین چې د پانګې او ښاري ژوند په پایله کې یوڅه عصري شول نور نو د سیمې او غربي استخباراتو لپاره په هېڅ درد نه خوړل. نه ! طالب همداسې وحشي او ویروونکی په کار دی. له دې ښکاري، چې د طالب لپاره رښتیا هم نورې سیمه ییزې اجندا ګانې په نظر کې دي او باید د انسانانو په سرونو فوټبال وکړي، د ټولو غیرطالب بنیادمانو نارینه غلامان او ښځې کنیزانې کړي او د بنیادمانو د ویشتلو سرګرمي او تفریحي ویډیوګانې خپرې کړي. هو هغه طالب چې تلویزیون، عکس، کامره او تصویر یې سوچ کفر ګاڼه اوس څنګه د خپلو وژنو ویډیوګانې خپروي؟ دا ټول د طالبوفوبیا پروژه ده، چې پرمخ ځي.

پښتون که په وروستیو شېبو کې له دې ذلت څخه ځان بېلولای شي، ښه او که نه د دې پروژې دوهم پړاو ته دې په تمه کیني او هغه پښتونوفوبیا ده.

By Editor2

One thought on “طالبوفوبیا – محمدزی”
  1. نو ښه خبره دا ده ، چې د دې طالبوفوبیا څخه اروپا ته وتښتو، ځکه چې زمونږ حکومت یو فاسد حکومت دی ، او چارواکي یې له یوه سره بې غوره دي، او دښمن د سیمې د استخباراتو لینځکې دي، ښه او هوښیاره خبره هم دا ده ، چې نور ځان د افغان نه لرې او د بل سوله اییز هیواد تبعه شو، ځکه تر هر څه مخکې مونږ انسانان یو او د انسانیت حق چې ازادي ، بشري حقوق او ښه ژوند دی هغه ترلاسه کړو،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *