طالب یوه دستوري ډله ده چې په افغانستان کې د پردیو د ګټو لپاره ګومارل شوې، خو ځینې افغانان لا هم نه پوهیږي او باور کوي چې طالبان د بهرني اشغال پروړاندې جګړه کوي او د توپیریز چلند له کبله زیږیدلې ده.
ډير کله په دولت نیوکه کیږي چې ګنې د سولې پر ځای په جګړه تمرکز کوي او جګړه د حل لار نه ده، ټینګار پر دې ده چې له طالب سره دې بین الافغاني سوله وشي او دا جګړه چې قرباني یې افغانان دې نوره دې بس شي.
درې ورځې وړاندې افغان دولت اعلان وکړ چې د طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر د دفتر تر څنګ په عمان کې هم دفتر پرانیزې چې د سولې خبرې وکړي او هغه شرایط چې طالبان یې لري وړاندې کړي.
خو طالب د دې پر ځای چې د عمان د دفتر او سولې خبرو په اجنډا ځان پوه کړي د بادار په امر یې د عمان په دفتر کې ناسته رد کړه او اعلان یې وکړ چې د دوی استازي به تر هغې د سولې خبرو ته حاضر نه شي تر څو چې بهرنیان په افغانستان کې وي.
د طالبانو دا پریکړه له دې سره یو ځآی وشوه چې له پاکستان غوښتل شوي چې طالبانو سره د سولې د خبرو زمینه برابره کړي او په دې کار سره د کابل او اسلام اباد اړیکې جوړیدای شي.
طالبانو د عمان ناسته ځکه رد کړه چې دلته پاکستان له منځه ووت، پاکستان هیڅکله نه غواړي چې طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي، ځکه که دا کار وشو، د پاکستان د کلونو خواري څه شوه او هغه باج چې پاکستان یې د طالبانو په اساس له افغانستان اخلي، په مخامخ خبرو کې له لاسه وځي.
که چیرې په رښتیا هم طالبانو د امریکایي ځواکونو د حضور مخالفت کولی، نو بیا د پاکستان په منځګړتوب څنګه خبرو ته حاضر دي، بیا د پاکستان د مشرانو هغه خبرې ولې نه ردوي چې موږ به طالبان له افغان دولت سره د سولې د خبرو میز ته کینوو.
خو دا ټول ثابتوي چې طالبان نه سوله غواړي او نه د دې لپاره ایجاد شوي چې په خپل صلاحیت د سولې خبرې مخ ته یوسي، پاکستان کې هغه طالبان چې په افغانستان کې د سولې د خبرو پلوي و، هدفي ووژل شول او یا بندیان دي.
طالب چې له دې زده نه کړل، نو بل به یې له څه زده کړي، طالب هر کله په افغان دولت تور پورې کړی چې ګنې د سولې لپاره اراده نه لري، خو طالب هغه وخت د سولې خبرو ته کیني چې پاکستان پکې دخیل وي او پرته د پاکستان له دخالت هر ډول خبرې ردوي.
په طالبانو کې هغه مشران چې د سولې پلوي و او پوهیدل چې ټارګيټ کیږي، د طالبانو له لیکو وتلي او نورو هېوادونو کې یې د سیاسي پنا غوښتنه کړې، ځکه چې پآکستان کې هغه طالب مشران او طالبان اوسیدلی شي چې د پاکستان د امر تابع وي.
نو له طالب د سولې تمه وخت ضایع کول دي او ښه لار دا ده چې د جګړې له لارې تر فشار لاندې ونیول شي چې لیکي یې وپاشل شي او زور وګوري.
په تاند کې د لیکوتاو په نوم ټولې لیکنې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي. د لیکوالو نظر د تاند د نظر ښکارندويي نه کوي.