ډاکتر شاه اقبال ساپې
ملبورن استراليا
د اسلامي لارښوونو او تعليماتو په رڼا کې اسلام انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب کړيدې يانې د الله ج په وړاندې غوره مخلوق انسان دې. او يو دليل چې ا نسان د غوره مخلوقاتو څخه دا دې چې انسان ته خداى تعالى عقل ورکړې تر څو د ښو او بدو تر منځ توپير وکړې او همدارنګه د عقل پوسيله حقوق الله اود بنده حقوق وپيژني، تمدن او پرمختګ وکړي او داسى نور. دا چې انسان عقل لري او په عام ډول دانسان زړه نرم، زړه سواند او درحم څخه ډک وي يانې انسان هميشه په انسان خفه کيږي کله چې په تکليف او مصيبت کې يې وويني ځکه چې دا د انسانيت فطرت دی او همدې ته حقيقي انسانيت ويل کيږي.
د دې برعکس کله نا کله همدغه انسان دومره بدبخت او ظالم شي چې انساني کرامت د پښو لاندې کړي او هغه کانې يا کړنې تر سره کړي چې دڅلورو پښو ځناور پرې شرف لري. نو کله چې د انسان زړه دومره سخت او کلک شي چې دنرمۍ او رحم ځاى پکې ورک شي نو بيا د انسان په درد، ځورونې او مرګ نه خفه کيږي او دغه رنګ انسان ته مونږ د پښتو ژبې په اصطلاح کې وايو چې دې سړي زړه خو د کاڼي زړه دې يانې د نوموړي زړه د کاڼي څخه جوړ شوې او دکاڼي غوندې سخت دې.
خو که دطالبانو ظلم ، وحشت، دهشت او برباريت ته وګورو چې د افغان په مظلوم او بيچاره ولس يې کوي يانې ددې وحشيانو، ترهکرو، د اسلام د مقدس دين بدنامونکو څخه خو د افغانانو ژوند په هيڅ ځاى کې خوندي ندې حتى د الله تعالى کور يانې جومات کې يې هم کله په يو نوم او کله په بل نوم په ډيره بېرحمۍ سره وژنې او هيڅ زړه يې نه خوږيږي. د دوى دښمني د ماشومان، ځوانان، سپين ږيرو ، پيغلو اوسپين سرو سره ده، کالونه وشول چې وژني يې خو اوس يې هم زړه د مظلومو او بيچارو افغانانو په وژلو يخ نشو. زه چې دې وحشيانو ته کورم ما ته خو داسې معلوميږي چې ددوى زړونه د کاڼي څخه ډير کلک دي يانې ددې ظالمانو سخت زړونه په کلکوالې او سختوالې کې د پولادو څخه کم ندي ځکه چې ددې ځناورود ظلم هيڅ حد معلوم ندې نو پس ويلاى شو چې د طالبانو زړونه د پولادو زړونه دې يانې د پولادو څخه جوړ شوي دي. ځکه يې په افغان زړه نه خوږيږي!!!
هو بلی ګرانه وروره !
انسان اشرف المخلوقات دی ، خو هغه کوم انسان دی؟
هغه انسان چه د خپل رب ریښتونی بنده وی ،ایماندار وی، د مشرانو احترام او پر وړو مشفق وی ، د آنحضرت صلی الله علیه و سلم په اخلاقو مزین او سیرت یی ورته سرمشق وی، اشداء علی الکفار رحماء بینهم، خلق یی نور اسلام ته رابولی ، ژوند او اجتماعی معاملات یی دعوت وی اسلام ته، فاستبقوا الخیرات باندی عمل کوی، تعاونوا علی البر والتقوی ته آماده وی او کوشش کوی چه هر چاته یی خیر ورسی ، دا نښی دی د اشرف مخلوقات چه هر خصوصیت او فعالیت یی د هغه د شرافت ښودنه کوی او ښیی چه دا انسان په شرافت ، عزت او کرامت مزین او انسانیت ته ګټور او د خیر نه ډک دی .
مګر بالمقابل یی همدا انسان چه ګمراه او رذیله خواص خپل کړی اولئک کالانعام بل هم اضل ، ارذل موقف ته سقوط کوی چه د انسانیت لپاره مصیبت او تل شر زیږوی چه نن ورځ زموږ ټولنه او هم د ساینس او تکنالوجی علمداران کوم چه بشریت ته شر زیاتوی دواړه د اشرف مخلوقات نه ارذل مخلوقات ګودال کی غوطه ور دی ځکه چه انسانیت ته شر زیاتوی ولوکه تر هر نامه لاندی وی که نکتایی ولری که لنګی ، که سګرت وهی یا نسوار، که دلته وی یا اروپا کی، که دکتورا ولری یا کوم شیخ وی چه خیر ورکی نه وی د اشرف مخلوقات مقام یی بایللی .