مجیب‌الرحمن ساپی، کابل
د یک‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲) مشرانو جرګې په قطر کې د اسلامي امارت په نامه‌ وسله‌والو طالبانو ته د دفتر پرانیستو پر وړاندې جدي غبرګون وښود او د دغه دفتر پرانیستل یې له افغان حکومت سره د موازي حکومت رامنځته کېدو په معنی وبلل. مشرانو جرګې په قطر کې وسله‌والو طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانستلو سره مخالفت وښود او ټینګار یې وکړ، چې د سولې عالي شورا باید قطر ته د پلاوي له لېږلو ډډه وکړي.
بل لور ته ځينې ډلې ټپلې د وسله‌والو طالبانو فعالیت د یوه تبعید شوي دولت په چوکاټ کې بلي او پدې باور دي، چې وسله‌وال طالبان له افغانستان څخه تبعید شوي او اوس مهال دغه ډله د تبعیدي حکومت په چوکاټ کې فعالیت لري.

اصلي پوښتنه دا ده، چې په قطر کې د اسلامي امارت په نامه وسله‌والو طالبانو ته د دفتر پرانیستل واقعا له افغان حکومت سره د موازي حکومت په معنی ده؟ آیا په رښتیا سره د وسله‌والو طالبانو پنځه ویشت زره کسیزه ډله د تبعید شوي دولت خاونده ده؟
تبعید په لغت کې لرې کولو ته وايي او اصطلاحا تبعید پدې معنی دی، چې یو مجرم د ټاکلې مودې لپاره له خپل هېواد یا د اوسېدو له ځایه څخه لرې کړل شي. تبعید هغه جزا ده، چې مجرم ته د جرم تر سره کېدو په بدل کې ورکول کېږي او معمولا د ټاکلې مودې لپاره هېواد له څخه شړل کېږي.

وسله‌وال طالبان ځان مجرم نه ګڼي او نه هم د جرم تر سره کېدو په تور د ټاکلې مودې لپاره له هېواد شړل شوي دي؛ بلکې د وسله‌والو طالبانو حکومت په بشپړه توګه نسکور شوی او پر ځای یې داسې حکومت رامنځته شوی، چې د خلکو رایې او باور له ځانه سره لري. که له حکومت څخه ورتېر شو پر دې سربېره، چې ځینې ډلې ټپلې له حکومت او حتی له دولت سره مخالفت لري؛ خو د افغان ولس غوڅ اکثریت له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او د همدغه نظام تر سیورې لاندې خپله بقا ويني، نه د وسله‌والو طالبانو.

د تبعید شویو دولتونو یوه ځانګړنه دا ده، چې په بشپړه توګه ټول دولتي جوړښتونه لري او ټولې چارې له هېواد څخه بهر یا د جګړې په سنګر کې سمبالوي. پداسې حال کې، چې د وسله‌والو طالبانو دولت له نسکورېدو سره دوی خپل ټول جوړښتونه له لاسه ورکړل او اوس مهال د وسله‌والو طالبانو جوړښتونه یوازې د امیر، والیانو، ویاندویانو او کوېټې شورا تر بریده رسېږي. اوس‌مهال وسله‌وال طالبان نه لومړی وزیر لري او نه هم نور وزیران، چې ورځینۍ چارې یې مخته یوړل شي.

له بل لوري تبعید شوی دولت باید له هغه ځایه سر پورته کړي چېرې، چې فعالیت لري. د وسله‌والو طالبانو فعالیت‌ځای پاکستان دی. د تېرو کلونو په اوږدو کې پاکستان له طالبانو څخه په ښکاره ملاتړ کړی دی او اوس‌مهال اکثریت طالب مشران د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو یا د پاکستان په خاروه کې ژوند کوي. اصل دا دی، چې هر تبعید شوی دولت باید له خپل فعالیت‌ځای څخه سر پورته کړي. پداسې حال کې، چې وسله‌وال طالبان په پاکستان پر خپل فعالیت سترګې پټوی او په قطر کې دفتر پرانیزي.

د تبعید شوي دولت بله ځانګړتیا له دا شان دولتونو څخه د ټولنې پراخ ملاتړ دی. تبعید شوی دولت باید د ټولنې سیاسي، کلتوري او ټولنیزو پرګنو له پراخ ملاتړ څخه برخمن وي، چې د همدغو پرګنو د ملاتړ او خپلو هڅو په پایله کې تبعید شوی دولت هېواد ته را لېږدولی او په هېواد کې د ټاکنو له لارې د خوښې وړ دولت رامنځته کولای شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د هېواد شاوخوا پنځه نوي سلنې کنټرول په لاس کې درلود. خو د طالبانو د واکمنۍ په نسکورېدو او په هېواد کې د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو سره شاوخوا اتلس ملیونو کسانو په لومړۍ ولسمشریزو ټاکنو او شاوخوا څوارلس ملیونو کسانو په دویمې ولسمشریزو ټاکنو رایه ورکړه. دېته په پام سره، چې د هېواد ټول وګړي له اته ویشت ملیونو څخه تر دېرش ملیونو دي او په ټاکنو کې هغه کسان ګډون کوي، چې عمر یې له اتلسو کلونو پورته وي یا اتلس کاله یې پوره کړي وي؛ په ټاکنو کې د اتلس او څوارلس ملیونو کسانو ګډون پخپله له اوسني نظام څخه پراخ ملاتړ په ډاګه کوي. پداسې حال کې، چې وسله‌وال طالبان لدغه ملاتړ څخه برخمن ندي.

د تبعید شوي دولتونو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې د نړۍوالو قوانینو او نړۍوالو حقوقو په چوکاټ باید فعالیت ولري، پداسې حال کې، چې وسله‌وال طالبان نه یوازې د نړۍوالو؛ بلکې د ملي قوانینو ماتوونکي پېژندل شوي دي.

پورتني ټکي د تبعید شویو دولتونو یوازې د ګوتو په شمار ځانګړتیاوې وې، چې یوازې د همدغو ځانګړتیاوو پر بنسټ وسله‌وال طالبان نه یوازې دا، چې تبعید شوی دولت نه لري؛ بلکې د یوې وسله‌والې مخالفې ډلې په چوکاټ کې فعالیت لري او د قطر دفتر که د امارت په نامه وي یا هم په کوم بل نامه یوازې د همدغې مخالفې ډلې یو آدرس دی او بس. پر دې بنسټ له افغان دولت سره د موازي دولت رامنځته کېدل منتفي دي؛ ځکه یوازې اوسنی نظام دی، چې د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی. البته پر دې سترګې نشو پټولای، چې د حکومت او حتی دولت پر وړاندې مخالفتونه شته؛ خو د نظام پر وړاندې یوازې یوه کوچنۍ ډله ده، چې په شعوري توګه مخالفت کوي نه د ولس ستره برخه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *