د طالبانو کلونه جګړه هسې هم د نوم بدۍ ده او په تېرو کلونو کې یې هیڅ داسې کوم کار نه دی کړی چې سړی یې په کارنامه یاده کړي، خو ځینې ځآیونو کې چې بیخي ځآن ورته وحشي ښکاري، بیا هغه ځای کې مسوولیت نه اخلي او د لا زیاتې نوم بدۍ څخه ځان خلاصوي.

لکه ښکاره بیلګه کې یوه میاشت وړاندې د کابل په یو هوټل کې پر دیني عالمانو برید و، کله چې برید وشو، د طالبانو له ادرس څخه اعلامیه خپره شوه او بیړنی خبر یې ورسره لیکلی و چې د کابل د ادارې اجیر علماء باندې برید شوی، خو وروسته یې چې ولیدل چې د دیني علماوو غونډه باندې برید به یې د جګړې مشروعیت نور هم ترسوال لاندې روالي، سمدستي یې اعلامیه ډيلیټ کړه او بله یې خپره کړه چې برید دوی نه دی کړی او هغه اعلامیه په جعلي ادرس خپره شوې وه.

له هغې ورځې چې کابل کې درې زره علماوو د طالبانو د جګړې پرضد فتوا ورکړه، په همغه ورځ طالبانو پر دیني عالمانو د لوی جرګې خیمې سره ځآنمرګی برید وکړ او له دې برید هم منکر شول چې ګنې دوی نه دی کړی.

طالبان په افغانستان کې د جګړې اړخ دی او له ټولو هغو افغانانو سره جګړه کوي چې له دوی سره یو ځای نه دي او دوی ته د مزدور او پنجابي خطاب کوي، طالب له لومړي سره د بل په کنټرول کې دی او هر چا چې ورته په نخښه کړي، طالب مجبور دی هلته برید وکړي.

یو کال وړاندې جمهوریت روغتون سره د امبولانس په واسطه برید وشو، طالبان فکر کو چې ځانمرګي یې کورنیو چارو وزارت مخه کې برید کړی دی، سمدستي یې د برید مسوولیت ومنه، خو وروسته مالومه شوه چې برید کې پنځه سوه عام خلک شهیدن شوي او ټپيآن و.

همداسې د دوشنبې په ورځ د ټولګټو وزارت باندې برید هم و، کله چې طالبان پوه شول چې ملګرو یې ناسم ځآی په نخښه کړی، نو له برید منکر شول، ځکه دوی پوهیږي چې که د دې ډول بریدونو مسوولیت ومني، په ټولنه کې به نور هم منفور شي او بیا به یې هیڅ ځای د پښې دایښود ځای نه وي.

ټولګټو وزارت او شهدا او معلولینو اداره باندې د طالب برید د دوی په خوښه یا شوی او یا نه، خو اسلام اباد د دې ډول بریدونو دستور ورکوي او په دې سره غواړي چې افغانستان او افغانان په قیر سړکونو باندې تګ راتګ و نه کړي او نه یې هم تازه روزل شوي انجنیران اوږد عمر ولري.

په دې برید کې داسې تنکي ځوان انجنیران شهیدان شوي چې د کافر به یې هم په مرګ زړه و نه شي، خو طالب چې یو وحشي ځناور باندې بدل شوی ، هر هغه کار کوي چې پنجاب یې دستور ورکوي او که دا کار و نه کړي، یوه کلداره هم نه ورکوي اونه به یوه ورځ ژوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *