زموږ په ټولنه کې تر ټولو کمزوري او زیانمېدونکي قشرونه ښځې، ماشومان او بوډاګان دي، چې هره ورځ د طالبانو او تروریستانو له خوا د مرګ له ګواښ سره مخ دي، د بیوزلۍ، محرومیت او رنګارنګ ظلمونو سره مخ دي. خو تر دوی هم کمزوری او د زړه خوږی وړ او زیات زیانمنېدونکی مخلوق خپله طالبان دي. که ښځې، ماشومان اوبوډاګان د جنګ اصلي قربانیان وګڼو، دوی ته لږ تر لږه دغه بدبخته ژوند او حالت د منلو نه دی او هڅه کوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواري وکړي او په فکري لحاظ خو یې خپله د چا په دام کې ځان نه دی بند کړی. خو طالب او نور ځکه د ترحم وړ دي، چې دوی لکه د روبوټ په څیر داسې پروګرام شوي دي، چې انساني عاطفه ورنه اخيستل شوې ده او لکه یو بې روحه ماشین له لري نه کنټرولیږي او د یوې وسلې په توګه ورنه د خپل خلکو په ضد کار اخیستل کېږي. طالب ځکه د ترحم وړ دی، چې نه پوهیږي د چا لپاره او د کوم مقصد لپاره جنګېږي، طالب ځکه د ترحم وړ دی چې د ځان سره نورو ته هم زیان رسوي، بل دوی ځکه د ترحم وړ دي چې نه د خپلې کورنۍ او نه د وطن او نه هم د دین په درد وخوړل شول.

ما چې کله هغه ویډیو ولیدله چې طالبان په بادغیس کې یو سپین ږیري ته شکنجه ورکوي او ورنه غواړي چې د سپي په څیر دې وغاپي او بیا یې په بې رحمۍ وژني، نو تر دغه سپین ږیرې مې زیاته په طالب خوا بده شوه، په انسان مې خوا بده شو، په هغه مور مې خوا په بده شوه چې دغه ډول زوی یې زیږولی. په دې مې خوا بده شوه چې اخر انسان څنګه او ولي دومره وحشي شي، څنګه ټول انساني او دیني ارزښتونه ورنه کډه کوي او دومره بې عاطفې جسم ورنه جوړ شي چې حتا په یو سپین ږیري رحم نه کوي. ستونزه چیرته ده، ولي انسان دومره بدرنګ شي؟ بله خوا پرون شمشاد تلویزون کې داسې رپوټ خپور شو چې د ملي اردو یو سرتیری یو داسې ماشوم ته وینه ورکوي چې پلار یې عملا طالب دی او ددغه سرتیرو په ضد جنګېږي. دا سرتیری یو ناروغ ماشوم ته د انسانیت په خاطر وینه ورکوي، هغه دې ته نه ګوري چې دا د چا زوی دی، هغه پوهیده چې ددې ماشوم پلار پروګرام شوی دی او زموږ په ضد جنګېږي، په دې کې نو ددې ماشوم څه ګناه ده؟

چا ګل ته وینې ورکړې چا سپرلو نه وینې وڅښي

انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښایسته دی

افغانان دومره کمزوري نه دي، د هر غلیم په وړاندې په نره دریدلي دي، په هر ډول شرایطو کې يې د ژوندي پاتې کېدو هڅې کړي دي، د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو جنګونو او قربانیو وروسته بیا هم د یو حیثیت او وقار خاوندان پاتې شوي دي او چا له دوی نه خپل هویت، شناخت او د ژوند ښيرازه وانه خیستلی شوای، خو له بده مرغه کوم فکر او اسلام ضد مفکوره چې د اسلام نه د دفاع په نوم ددوی مغزو کې پیچکارۍ شوې ده او دوی یې په ربوټانو بدل کړي دي او جنګ یې ددوی کور ته راوستی دی او د همدغه مفکورې او ایډیالوژۍ په اساس حتا د خپل ورور او پلار مرګ روا بولي ددې ویره شته چې که دا جنګ همداسې دوام وکړي، بیا به افغانان بیرته ددې مجال پیدا نه کړي چې خپل حیثیت او وقار وساتي. ځکه افراطیت او هغه هم په داسې خطرناکې بڼې چې هره ورځ په هر کور او کلي کې په خپریدو دی دی، دا چانس کموي چې بیا دې دا خلک بیرته متحد او ژوند ته راوګرځي.

د سیمې هېوادونه او امریکا څومره بې رحمه سیاستونه او زرګري جنګونه دلته روان کړي دي، چې زموږ ملت یې له تدریجي زوال سره مخ کړی دی. دوی خپل جنګونه زموږ هېواد ته راوړي دي او د دغه جنګونو لپاره په بېلابېلو ډولونو افغانان لکه د اور خاشاک استعمالوي، هغوی خو پردي دي، خپلې سیالۍ یې افغانستان کې روانې کړي دي، اوس نو موږ ولي دومره جرات نلرو چې ددغو ناخوالو مقابله وکړو، یا یې غندنه وکړو.

له عامو خلکو ګیله نه ده په کار، دوی هسې هم د دغې لوبې قربانیان دي، خو بدبختي دلته داده چې زموږ سیاسي مشران، نخبه ګان او تاثیر ګذاره شخصیتونه هغه که د طالب په خوا کې دي او که د دولت سره دي، ولي دومره بې رحمه شي چې دا هر څه ګوري بیا هم د نورو ډول ته ګډیږي او دا هره ورځ وژني او تباهۍ ورته هیڅ هم نه ښکاري.

طالب مشران او زموږ اکثریت سیاسیون دواړه پوهیږي چې دوی څنګه د خپلو ګټو لپاره خلک استعمال کړي، خو طالب مشران بیا دا کار په ډېر شرمیدلي ډول کوي، دوی نه یوازې زموږ ځوانان د خپلو شخصي ګټو لپاره د پردیو د لویو اهدافو لپاره استعمالوي، بلکې تر ټولو بده داده چې حتا خپل ملي او اسلامي ارزښتونه یې هم لیلام ته ايښي دي. دوی د خپل سیاسي تجارت د دوام لپاره تر دې وحشي انسانانو ته اړتیا لري او هره ورځ هڅه کوي تر بلې ورځې نوي نوي وحشتونه نندارې ته وړاندې کړي، هر څومره چې د طالب وحشت زیاتېږي، هغومره یې د مشرانو رزق او دانه زیاتېږي، هغومره ورته په قطر او پاکستان کې د اهمیت په نظر کتل کېږي، نو دوی هیڅ ضرورت نه لري چې په خپلو خلکو رحم وکړي، یا د مدرسو په طالبانو رحم وکړي، دوی ته جنګ نوم ورکړی حیثیت او بین المللي اعتبار ورکړی دی، دوی هیڅکله هم په اسانۍ دغه کاروبار نه پریږدي.

کله چې دغه روان ناورین او جنګ ته ګورم، تر بل هر چا راته طالبان د ترحم وړ ښکاره شي، ځکه دوی د وطن ځوانې مټې دي، میندو او پلرونو یې په زیږولو او لویولو خواري کړې ده، خو خپلو خلکو او بوډاګانو باندې د سپیو غاړي کوي او بیا خپله هم په جنګونو کې د سپي په مرګ مړه کېږي، افسوس صد افسوس د طالب په حال.

10 thoughts on “طالب د ترحم وړ دی!/سید ګلاب بیدار”
  1. طالب دازادۍ اتل، طالب داسلام نظام دحاکمیت هیله، طالب دمظلوموپرګنودهیلې او توقع منار او طالب د ګران افغانستان ساتونکی.
    لیکواله تا چې څه لیکلي دي له حقیقت نه ډیر لرې دي، طالب دومره متوجه دی چې یوادنی عمل هم داسلام پرخلاف نه کوي په هرکار کې یې درهنمایي سرچینه محمدي غره شریعت دی.
    که طالب نه وای نو نن به پښتني او افغاني غیرت وجود نه درلود که طالب نه وای نو نن به له کبال نه لندن او واشنګټن هم شرمیدلی ، که طالب نه وای نو نن د ډیرو افغانانو نومونه په ټر او پر، سینګ او اوف اوښتي وای. لږ دعدل نه کار اخیستل پکار دی دطالبانو قربانیوته باید درناوی وشي دطالبانو ملاوې باید مضبوطې کړای شي دطالبانو بیرغ باید ښکل کړو.

    دا چې دیو سپیږیري ویډیو خپره شوي ما هم ولیده خو دا مې ایمان نه قبلوي چې یو طالب دې دومره وحشي شي دومره دې ظالم شي ځکه چې طالب داسلامي شریعت دنفاذ لپاره قرباني ورکوي. البته دا کار شاید دافغانستان استخباراتو ددې لپاره پکار اچولی وي چې طالبان بدنام کړي چې داسې ډیرې بیلګې یې ما پخپله لیدلي دي. سي آی اې او دافغانستان استخبارات دطالبانو دبدنامولو لپاره افغانان ډیرځله دمرګ په خوله کې ورکړیدي. په اطمنان درته وایم چې زمونږ په سیمه کې طالبان دي دلته هیڅ حکومتي

    واک نه چلیږي په خدای قسم چې له ژوند نه مو خوند واخیست کاملا ارامي ده امنیت دی هیڅ ظالم ظلم نشي کولی که کوم طالب چاته ترخه خبره هم وکړي دخپلو مشرانو لخوا ډیر زر اصلاح کیږي . نو زه وایم دخدای پار دی طالبان مه متهم کوئ.

  2. بيدار صاحب آفرین په دی لیکنه
    قمرعلی شرم وکه. له الله ووریژه
    د پاکستان غلام مه کیژه
    آیا د مظلومان په وژلو اسلام آبادیژی او که د اسلام نوم بدیژی

    افسوس ستا په غلامانه فکر

  3. د ټاليب په اعمالو هغه څوک ښه پوهيږي چي د ټاليب نه متضرر شوي دي او ددوي وحشت او دهشت ښکار شوي دي ټاليب ولي دمسلمانانو ،افغانانو،پشتنو او حتى د خپل کلي دخلکو بد هيسي او نفرت ترينه کوي هغه ځکه چي ټاليب ځان مجاهد بولي خو کارونه د فاسق کوي ځان مسلمان بولي کارونه دکافر کوي له ځانه يي وحشي ځناور جوړ کړى ده نه روغ پريږدي نه نا روغ هر څوک داړي څوک چي د ټاليب ننګه کوي حتماً به دټاليب يو صفت پکې وي ټاليب د ميږې په څرمن کي ليوه ده

  4. زما طالبان دیر خوښیږی اکثریت یی سپیڅلی خلک دی او د ترحو وړ دی .
    خو افسوس په دی راځی چه هغه چا چه یو ځل په دوستم او مالک خرڅ کړل او په دشت لیلی کی یی شهیدان کړل
    او بیا یی په امریکا خرڅ کړل او په کنتنرو کی یی شهیدان کړل ، اوس هم اعتماد کوی او د هغوی په دستور خپل هیواد
    ښونځی ، جوماتونه ، پلونه او مظلوم هیواد وال شهیدانوی ،رښتیا هم د ترحم مستحق دی
    چه د خپل دښمن په امر خپل وروڼه شهیدانوی او دوی خپله هم دهغوی دلاسه خرڅ شول مړه شول
    او همداسی نه پوهیږی

  5. زه د بیدار صاحب سره موافق یم لیکنه یی په حقیقت ولاړه ده. تالیبان د اسلام، انسانیت، افغانیت او د افغانستان د خاوری دشمنان دی. تالیبان د پاکستان د پنجاب ګټو ته پوره ژمن دی او د دهغوی د ګټو لپاره هر قسم وحشت ته ادامه ور کوی. تالیبان د پاکستان د پوځ یوه برخه ده چی ښکاره بیلګی یی د هلمند د بارمچه ده چی پاکستان پوځ یی راوستو او د افغانستان په خاوره کی یی پاکستانی بیرغ اوچت او د پاکستان ترانه یی واروله.
    ددی علاو کنړ، کندهار، غزنی او داسی نورو ولایتونوکی ښکاره نښی شته چی دا پاکستان لپاره زمینه برابره کړی چی
    دډیورنډړکرښی نه دی غاری ته راواوړی.

    تالیبان هیڅ د رحم وړ نه دی

  6. د ټالیب په نوم د پنجاب ګوډاګیان د افغانستان په کوم درد دوا شول؟
    د نړیوالو په مرسته جوړشوی ښوونځي ، روغتونونه ، لويې لارې ، کلینیکونه او نور تاسیسات چی د یوه اسلامی دولت او مسلمانانو په خدمت کې دی ، د ټالیبانو په لاس ورانیږی. هره ورځ بیګناه ماشومان ، ښځې ، بوډاګان ، د هیواد تنکی ځوانان ، د ملي اردو سرتیری چی د یوه اسلامی هیواد محافظین دی د پنجاب په امر د ټالیبانو له خوا وژل کیږی، په کلیو کی تنکی ځوانان چې باید ښوونځیو او مدرسو ته لاړ شی او د هیواد واقعی طالبان ، قاریان او ملا امامان ترې جوړ شی ، د همدې مزدورو چودریانو ، چوپړه زادګانو، تش په نوم آخندزادګانو او ډیزلی فضلو آی اس آی په امر وژل کیږی او انتحاریان تربیه کیږی.
    وطن د خپلې مور حیثیت لری او ساتل یی د هر مسلمان او افغان دنده ده خو ټالیب بیا د وطن ساتونکی وژني، دا ځکه چې دوی د پنجاب په خدمت کي دی
    د ټالیب له لاسه د پښتنو سیمو کې ښوونځي وتړل شول، د پښتنو وکیلان په پارلمان کی د نشت تر سطحی ورسیدل، د پښتنو سیمو ملی مشران د دوی له لاسه یو یو وژل کیږی. د کندوز او بغلان پښتان د دوی له لاسه د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شول او ژمی یی په لالهاندی او دربدری کی تیر کړل، کورونه یی ویجاړ او په کنډوالو بدل شول. نو اوس تاسې قضاوت وکړی چی دوی ګران افغانستان ته څه خدمت کړی دي؟

  7. قمرعلي خانه نوم خو دې د پاکستانیانو دی نو خدای عالم دی چې پخپله به څنګه یې. په هر حال، ته چې طالب د غیرت او اتلوالې نښه ګڼې بیا دا د پښتنو د ښځو په لباس کې بمونه چا له پاکستان نه راوړل، د پښتنو په پګړۍ کې چا د آی ایس آی له خوا برابر شوي چاودونکي مواد راوړل او افغانان یې پرې ووژل؟ په مقعد کې چا چاودونکي مواد راوړل او افغانان یې پرې شهیدان کړل؟ ته او خدای چې تاسو د شرم په نامه څه پېژنئ؟ همدا اوس مو پاکستانیان د غپېدونکيو په څېر کاروي چې هر چېرې یې خوښه شي هلته مو استعمالوي. کاش چې شرم د خره… وای چې ستا په تندي راځوړند شوی وای.

  8. قمرعلي خانه نوم خو دې د پاکستانیانو دی نو خدای عالم دی چې پخپله به څنګه یې. په هر حال، ته چې طالب د غیرت او اتلوالې نښه ګڼې بیا دا د پښتنو د ښځو په لباس کې بمونه چا له پاکستان نه راوړل، د پښتنو په پګړۍ کې چا د آی ایس آی له خوا برابر شوي چاودونکي مواد راوړل او افغانان یې پرې ووژل؟ په مقعد کې چا چاودونکي مواد راوړل او افغانان یې پرې شهیدان کړل؟ ته او خدای چې تاسو د شرم په نامه څه پېژنئ؟ همدا اوس مو پاکستانیان د غپېدونکيو په څېر کاروي چې هر چېرې یې خوښه شي هلته مو استعمالوي. کاش چې شرم د خره… وای چې ستا په تندي راځوړند شوی وای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *