تاند- د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو د جمعې د ورځې /اکتوبر۱۲/ له خبرو وروسته څو طالب سرچینو د دغو خبرو نور جزییات څرګند کړل.
د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپور له مخې، یوه طالب مشر وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په مهال د شپږو میاشتو لپاره اوربند اعلان کړي.
یوه بل طالب مشر وویل «دواړو خواوو د سولې پر امکاناتو او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه خبرې وکړې.»
ده همداراز وویل چې د دوی استازو له زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل چې د افغانستان د دولت له محبسونو څخه دې طالب بندیان خوشي شي یا دې تبادله شي او بهرني پوځیان دې ووځي.
دواړو طالب سرچینو وویل چې هیڅ خوا د یو بل له غوښتنو سره سملاستي موافقه اعلان نه کړه، خو په دې سلا شول چې د شخړې د حل لپاره به بیا سره کښېني.
تر دې مخکې د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې طالب استازو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ته د دوحې په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور په دې هیواد کې د دایمي سولې د ټینګښت او د ستونزې د حل په لاره کې اصلي خنډ دی.
په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې دواړو خواوو موافقه کړې چې شخړې ته د دایمي حللار تر موندلو پورې به خبرو ته دوام ورکوي.
ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د سیاسي دفتر مشر الحاج شېر محمد عباس ستانکزي، مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړیو شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، الحاج محمد زاهد احمدزي او سهیل شاهین وکتل.
خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته کابل، اسلام اباد، ریاض، دوبۍ او قطر ته لاړ. په دوحه کې له قطري چارواکو او د طالبانو د دفتر له استازو سره له خبرو وروسته کابل ته ستون شو او له ولسمشر غني سره یې د خپلو لیدنو کتنو معلومات شریک کړل.
د طالبانو د قطر په استازو کی دا یو نوم زیاتنا اشنا را ته شکاری. (سهیل شاهین) دا نوم پاکستانیان دیر استعمالوی
ګرچه پر ټول طالبانو اعتبار ختم شوی، خو سهیل شاهین چه نوم یی هم پاکستانی دی داسی بریښی چه دا کس به د آی اس آی خاص کس وي