تاند- د طالبانو ځیني سرچینې وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د طالبانو د مشرتابه یا کوټې شورا یو مهم غړی ملا احمد الله نانی نیولی دی.

طالب سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې ملا نانی د کوټې په سټیلایټ ټاون کې، چې د طالبانو اکثره مشران او جنګي قوماندان پکې اوسي، ونیوه.

سرچینو وویل چې ملا احمد الله نانی وروسته له دې د مولوي عبدالحکیم په مدرسه کې ونیول شو چې رویټرز د بلوچستان په کوچلاغ ښارګي کې د پنځلس کلونو په مخه په مسجد الحج کې د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د تدریس او هستوګنې راپور خپور کړ.

د پاکستان د استخباراتو له لوري د ملا ناني د نیولو خبر د افغانستان حکومت او مستقلو سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.

ادعا کېږي چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو د مشرتابه شورا او د دوهمې درجې شاوخوا ۸ مشران نیولي دي.

څرګنده نه ده چې پاکستان دا کسان پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې د فشارونو د کمولو لپاره نیولي او که یې له زړه په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی.

خو تر دې پخوا پاکستان په ځلونو د نړیوالې ټولنې د تېرایستلو لپاره دې ته ورته غولوونکي ګامونه اخیستي خو د افغانستان په اړه یې خپله ورانکارې پالیسي نه ده بدله کړې.

د سږکال د دوبي په پیل کې سرتاج عزیز او نورو پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شول، لږترلږه به یې له خپلې خاورې وباسي خو وروسته یې وویل چې د افغانستان په خاطر طالبان له ځانه خوابدي کولی نه شي.

داسي ادعاوې هم کېږي چې پاکستان په وروستیو کې طالبانو ته ویلي و چې په افغانستان کې هلمند او یا کوم بل جنوبي ولایت ونیسي او خپله شورا ورانتقال کړي ځکه چې نور د نړیوالو فشارونو له کبله دوی په خپله خاوره کې نه شي ساتلی.

5 thoughts on “طالب سرچینې وايي، آی ایس آی د دوی یو مهم مشر نیولی”
  1. طالیبانو تاسو ړانده یاستی، نه په اسلامی علومو کی پوهه لرېی، نه په دنیاوی او سیانسی علومو کی پوهه لریی او نه په سیاسی علومواو سیاسی لوبو کی پوهه لریی

    ننی زمانه دسیاست زمانه ده، هغه سیاست چه دورځی څو ځله بدلون مومی، مګر تاسو ناپوهه اوړانده دپاکستان په دغو سیاسی لوبو کی هره ثانیه اودقیقه لوبیږیی.

    طالیبانو څومره ژر چه کولای شۍدخپلو افغان ورونو سره دسولی خبری پیل کړی، که نه هم تباه کیږیی، هم ورکیږیی اوهم ختمیږیی

  2. په ټالیبانو د کاڼه کانه شویده . وایی کوڼ یې په ک …. غ….. خو ده په غوږو نه اوریده.

    1. ڑانده أو کانه هغه دی چی له قرآن او احادیثو ناخبره وی
      طالبان عالمان دی او عالمان دی نبیانو وارثان دی
      ڑانده هغه خلک دی چی دوست او دوشمن نه پیژنی
      او چی بی علمه شیخی کوی همدا کفر یی بس ده

  3. په د عصر کی چی ماشومان هم په سیاست پوهیژی داسی ظالمه او جاهله طبقه لکه طالبان و ما نه وه لیدلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *