تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دغې ډلې د اوربند پر ځای د لنډ مهال لپاره د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه باندې کار روان کړی دی.
سرچینه وايي، په دې طرحه کې په لویو ښارونو کې د طالبانو لخوا د ځانمرګو، موټر بمونو او تهاجمي بریدونو نه ترسراوی، د ولسوالیو نه نیول او د لویو لارو نه تړل شامل دي.
پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری وايي، قطر ته د طالبانو ستون شوي پلاوي له کویټې شورا څخه همدا طرحه او هوکړه وړې ده: (( طالبان اوربند نه کوي خو د خشونت په کمولو نسبي هوکړه شوې ده چې طالبان به خپله پریکړه په دې اړه ژر اعلان کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سرچینې راتلونکو څو ورځو کې د مذاکراتو د بیا پیل خبر هم ورکوي او وايي د نوي کال له رخصتیو وروسته له امریکا سره د مذاکراتو وقفه ختمېږي.
طالب سرچینې زیاتوي چې د اوربند په اړه بحث به په بین الافغاني مذاکراتو کې مطرح کېږي، خو دا به وروسته ولیدل شي .
څه معنی لری ؟ داوربند پر ځای د لنډ مهال خشونت را کمول ، دا دطالبانومشران غواړی د افغانستان ملت ته ووایی ( چه د افغانانو قتل دی مکمل نه بندیږی یوڅه ناڅه خونریزی باید دوام ولری او موږ دا حق لرو چه چه څه نا څه قتلونه وکړو ) یا دا معنی چه ( د افغانستان ملت باید زموږ احسان ومنی چه د ډیرو قتلونوپه عوض به په آینده کی لږ افغانان په قتل رسوو !! )
دغه ده هغه ژبه چه غیر شرعی عمل شرعی توجه کوی د خپل پردی بادار د رضایت د پاره او د هغه شخصی مادی ګټو او پیسو په مقابل کی چه د خپل بادار څخه یی تر لاسه کوی ډیر افسوس ! د کوم هدف د پاره چه طالب تروریستی ډله چا جوړه کړی او بیا زموږ وطن ته د واسکټ او بمب سره رالیږلی خپل اهداف او خوبونه به دواړه طرفه ګورته ورسره یوسی .
تاسی وګوری ددی ډلی د مشرانو د عیش وعشرت ژوند په قطر کی ددوی سفرونه او ناستی پاستی د قطر په لوکسو هوټلونو کی ، ددوی اولادونه په ناز ونعمت او لوکسو پوهنتونونو کی او د په افغانستان کی د هغو طالبانو د بدبخت ژوند سره چه د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت او اسلامی جمهوری دولت سره یی په بدی او دښمنی اخته کړی. څو روځی مخکی دطالبانو سیاسی چارواکی شیرمحمد ستانکزی د خلیلزاد نه هغه ۱۵ میلیونه ډالر چه آمریکا وعده د طالبانو سره کړی وه وغوښتل او هغه ورته اطمنان ورکړ چه دا پیسی به ژرتر ژره ورته ورسیژی ، د ځینو خبرونو په اساس غه مبلغ اصلآ ۴۱ میلیونه ډالر دی نه ۱۵ میلیونه .