تاند- ګڼو رسنیو نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې په بلخ ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان له وسلو او د شرابو له بوتلونو سره نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د یوسف په نوم طالب قوماندان یې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالي کې تېره شپه نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې له قوماندان یوسف سره یې په هایلکس موټر کې ۱۱ بوتله شراب، یو چلم، یو کلاشینکوف، یوه تمانچه، یو بادي توپک او یو شمېر مهمات نیولي دي.
طالبانو تراوسه پورې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.