تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: امریکايي رسنیو د طالب قومندانانو له قوله راپور ورکړی چې تر اوسه یې د جګړې د کمولو په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی.

امریکايي رسنۍ واشنګټن ټایمز وایي سره له دې چې طالبانو د فبرورۍ له ۲۲مې د تاوتریخوالي د کمولو اعلان کړی دی خو په تازه پېښو کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

سرچینه کاږي، طالب قومندانان د جګړې له ډګره وایي چې تر اوسه یې د جګړې د کمولو او یا درولو په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی، نو ځکه خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال تاوتریخوالی کم کړل شي.

پرون د طالبانو د قطر دفتر غړو وویل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار روان دی څو د سولې هوکړې لاسلیک ته مناسبه فضا رامنځ ته شي.

One thought on “طالب قومندانانو ته لا د تاوتریخوالي کمولو امر نه دی شوی”
  1. ای اس ای او نور پنجابیان به پدی هکله تصمیم نیسی
    چه تاو تریخوالی کم کړیکه یه۰
    ټرلبان هو خپله کوم تصمیم نشی نیولای۰
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *