سید عبدالله پاچا
سږ کال ټولو ته مالومه ده چې د جګړې یو سخت کال و، خو په دې جګړه کې طالبان داسې ووژل شول، لکه د غنمو لو (ریبل) چې کوې.
طالبانو عملیاتو ته د الفتح نوم ورکړ او خپلو والیانو او قومندانانو ته یې خپلې ولسوالۍ او سیمې وسپارلې او امر یې ورته وکړ چې باید و یې نیسي او پرمختګ وکړي.
د طالبانو له عملیاتو سره افغان ځواکونو خپلو عملیاتو ته د خالد نوم ورکړ او په دې سره افغان ځواکونو ته امر وشو چې پر ترهګر هیڅ رحم و نه کړي.
هغه ترهګر چې عام افغانان په ماینونو الوځوي، ځانمرګو بریدونو کې یې شهیدان کوي، د افغانانو غوښتنه وه چې باید ووژل شي او سخت وځپل شي.
سږ کال طالبانو د ډير فتحو خوبونه لیدل، خو افغان ځواکونو پرې وار لومړی کړ، هغو سیمو کې چې د طالبانو د جګړې تمرکز و، هلته افغان ځواکونو هم د جګړې تمرکز درلود او دا ډله به یې په مخه کړه، ځینې به یې ووژل او ځینې نورې ډلې به وتښتیدې.
افغان ځواکونو تيښتیدونکي ډلې نه پریښودلې، بلکې شا یې د دوی نیوله او تر هغې یې ځغلول چې و به وژل شول او یا به تسلیم شول.
یو مثال د تخار دلته ذکر کووم، هلته د بهارک، خواجه غار او درقد ولسوالۍ طالبانو سره وې، کله چې عملیات پيل شول، دا ولسوالۍ شا په شا له طالبانو ونیول شوې او کندز خواته یې مخه کړه، د کندز دشت ارچي باندې هجوم وروړ او افغان ځواکونو ترې هغه ولسوالۍ هم ونیوله، د راپورونه په اساس د جګړې په دې کرښه کې د طالبانو دومره جسدونه پراته و چې چا یې د خښولو توان نه درلود.
د طالبانو په دې جسدونو کې هغه پنجابیان هم و چې افغانستان ته د ای ایس ای په دستور راغلي و، طالبانو ته به یې د جګړې قومنده ورکوله، امکانات او پیسې به یې ورته رسولې.
د تخار تر څنګ کندهار، زابل، هلمند، ارزګان، فراه، فاریاب، بدخشان هغه ولایتونه و چې سږ کال د طالبانو لپاره هدیرې وګرځیدلې.
طالب مشران په قطر او اسلام اباد کې ناست دي، یواځې د جګړې قومنده ورکوي، طالب مشران چې هوسا ژوند لري، یواځې امر کوي چې جګړه سخته کړئ، ځانمرګي بریدونه وکړئ چې دوی د سولې په مذاکراتو کې لاس بري وي.
خو افغان ځواکونو سږ کال د طالبانو دا امر ته اجازه ور نه کړه، افغان ځواکونو سږ کال پر طالبانو داسې قیامت جوړ کړ چې هیڅکله یې فکر نه کو.
طالبانو هیڅکله د داسې عملیاتو فکر نه و کړی او نه یې د دومره بې رحمه جګړې اټکل کړی و، خو دا چې سږ کال د افغان امنیتي او دفاعي خواکونو رهبري تر پخوا جدي وه، دې ډلې ته یې وښودل چې هیڅ ځای د افغانستان کې خوندي نه دي او هر ځای چې وي افغان ځواکونو څخه نه شي پټيدلی.
د جګړې له شدت سره یو ځای ځانګړي عملیاتو کې د طالبانو دوالیانو او قومندانانو په کچه کسان ووژل شول.
د دې ور هاخوا د طالبانو هغه زندانونه مات شول چې لسګونه کسان به یې پکې ساتل، نو تاسو په خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه د نړۍ هرې ترهګرې دلې سره مبارزه کوي، خو مقابل لوری د جګړې اصولو ته لږ پام وکړي.