د طالبانو نوی مشر اختریز پیغام کې وايي، چې د خپلو پخوانيو مشرانو په لار به روان وي، د سیاست او جګړې له لارې به خپلو موخو ته رسېدل غواړي.
هیبت الله اخوند په خپل پیغام کې له امریکایي ځواکونو غوښتي، چې له افغانستان ووځي.
دغه ښاغلي وايي، چې طالبان په سیاسي او جنګي دواړو برخو کې فعال دي، خو جګړه به یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې جاري وي.
د طالبانو مشر وایي، امریکا دې د زور کارولو پرځای یوه معقوله پالیسي وړاندې کړي.
خو زما په نظر طالب د امریکا ختمولو لپاره نه دی، نه یې جګړه او سیاست دومره پیاوړي دي، چې امریکا له افغانستان وتلو ته اړه کړي، بلکې همدا امریکا ده چې دوی یې د مړو او ژوندیو ترمنځ ساتلي، نه یې دومره ځپي چې له ډګر ووځي او نه یې ډومره پیاوړي کوي، چې افغان حکومت مات کړي.
یو وخت چې طالب وسله هم نه لرله، همدې امریکايي الوتکو ورته وسله غورځوله، ښه بېلګه یې زابل ولایت دی چې ان د ولسي جرګې غړو یې په ملي جرګه کې دا خبره راپورته کړه، شمال ته د طالب د وړلو او د هغو ولایتونو د ناامنه کولو لپاره هم امریکا خپلې الوتکې د طالب په خدمت کې ور کړې.
ښاغلی هیببت الله اخوند او نورو جاهلو طالبانو! تاسو که هر بری ترلاسه کړی تر شا یې د امریکا لاس شته، ښه بېلګه یې تېر کال د کندوز نیول و، هغه هم امریکا پر تاسو د دې لپاره ونیو چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو وخت وغځوي، ځکه په افغانستان کې د هغه وخت امریکايي قومندان په کندوز کې ستاسو له ماتولو وروسته د خپل هیواد ملي جرګې ته وویل( طالبان ډېر پیاوړي دي، کندوز یې ونیو، که موږ له افغانستان وځو د دیارلسو کلونو کړې خواري به مو پر اوبو لاهو شي.)
هغوی ور سره ومنله، په افغانستان کې یې د پوځ وخت وغځاوه، هلمند هم همداسې ده، کله چې طالبه ته پیاوړی شوې، نو برتانیا بېرته خپل پوځ راولېږه، اوس ان امریکايي ځواکونو بیا د عملیاتو اجازه او او د پښتون د ربړولو لپاره پر کورونو د چاپې اجازه ترلاسه کړې ده.
امریکا په عراق کې هم ورته لوبه وکړه، کله چې په ۲۰۱۱ کال له ټول عراق ووتل، نو بېرته ستنېدلو لپاره یې داعش جوړ کړ، د عراق حکومت اړ شو چې د امریکا راتګ ته هرکلی ووايي، همدا اوس تر څلور زرو سلو پورې امریکايي ځواکونه په عراق کې دي.
خو امریکا نه په عراق او نه په سوریه کې د اعش له منځه وړل غواړي. اوس یې چې په دغو دواړو هیوادونو کې د داعش ضد عملیات چټک کړي لامل یې د روسیې عملیات دي. ځکه په سوریه کې د روسیې له ښکېلتیا مخکې بشار اسد د داعش او نورو ترهګرو په مقابل کې دفاعي حالت درلود، ډېرې سیمې یې له لاسه ور کړې، خو کله چې روسیه ښکېله شوه، د بشار اسد ځواکونه یرغلیز شول، اوس یې له داعش او نورو ترهګرو ډېرې سیمې ازادې کړې دي.
بشار اسد پخپله وویل، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په دوو کلونو کې داعش دومره ونه ځاپه، لکه مسکو چې په یوه میاشت کې له پښو وغورځاوه. همدا وجه وه، چې د عراق صدراعظم هم د داعش ځپلو لپاره د روسیې د مرستو په فکر کې شو، خو امریکا ورته وویل، چې له روسیې مرسته مه غواړه، له هغه راهیسې واشنګټن له مجبوریت په عراق او سوریه کې د داعش په ضد عملیات چټک کړي او اوس یې له ډېرو سیمو باسلی دی.
جناب هیبت الله اخونده! ته هم د ډرامې یو لوبغاړی یې، هر وخت چې د دې ډرامې ډایرکټر(امریکا) وغواړي، له منځه به دې یوسي، لکه ملامنصور یې چې له منځه یووړ، ستاسو ماتول د داعش ماتولو ډېر اسان دي.
هیله ده ته او ستا وسله وال په سوریه کې د روسیې په لاس د داعش له ماتې سبق واخلئ او نور د پښتون د توکم پاکونې لپاره د امریکا او پاکستان د بې درېشۍ پوځیانو په څېر له دې فساد ډډه وکړئ.
ځکه ستاسو په دې فساد کې هم تاسو پښتون وژنئ او هم یې امریکا وژني، او دا ټوله جګړه د پښتون وژنې لپاره روانه ده.
جاهله نسل یاست ستاسو سره سوله کول حرامه ده جنگ فرض دی دا چی ته یو داسی دلی د مشر سپکاوی کوی او قدر یی نلری او هغه ته دسولی ناری وهی دا په دا معنی ده چی واده وکی او ده واده په اوله شپه وغواری چی زوی می هم
پیداسی
نو د کومه دومره پیاوری سوی چی طالبان ستا په خوله سوله وکی
ستا مثال وایی کاروان تیریژی سپی غپیژی
ښاغلیه له طالب د سولې تمه هیڅوک نه لري، ځکه طالب په خپل لاس کې نه دی
هغوی چې سولې ته حاضر شوي هرو مرو له صحنې وېستل شوي ښه بېلګله یې د کرزي په وخت ملا برادر اخوند دی
وروسته په پاکستان کې ددې ډلې د نورو مشرانو وژل دي
طالبا د پاکستان له جازې پرته دم او قدم اخیستلی نه شي
دا یواځې اوس نه بلکې ان د طالبانو د واکمنۍ له لومړی هم همدا حال و
ملابورجانی یې ولې وواژه ملا رباني یې ولې په زهرو مړ کړ.
فکر نه کوم ملا هبوت دومره سواد ولری چې ستاسو وړندیزونه ولولی . که ملا آی اس آی د ټالیبانو امر ته اجازه ورنکړی له خپله کوره د رفع حاجت لپاره هم نشی وتلای.